کور / تازه خبرونه / کندهار: جنرال عبدالرازق په کندزو کي د طالبانو سره جګړې ته تياری وښود

کندهار: جنرال عبدالرازق په کندزو کي د طالبانو سره جګړې ته تياری وښود

په سويل کي د وسله والو طالبانو په وړاندي ولاړ سرسختی قوماندان جنرال عبدالرازق وايي ، که مرکزي دولت وغواړي او امر ورته وکړي ، د کندز څخه وسله وال طالبان ډير په شا کولای سي او د کندز خلک ژغورلای سي .
جنرال عبدالرازق چي د کلونو راهيسي په کندهار کي دنده لري او ددې ولايت د امنيت په کابو کولو کي يې مهم رول لوبولی دی.
کندز که څه هم شمالي ولايت دی او له کندهاره ليري دی ، خو په کندهار کي فوځي چارواکي وايي چي د خلکو د ساتني دپاره سرحد ته ارزښت نه ورکوي او که چيري مرکزي اداره وغواړي کندز ژغورلای سي .
د تيري يوې اونۍ راهيسي په کندز کي درنه جګړه روانه ده او د کندز ښار په کم قوت طالبانو ونيوی خو د دولت تر سخت مقاومت وروسته بيرته د دولت ولکي ته ولويدی .
د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي ، چي دا مهال يي د هيواد جنوبي حوزه ارامه کړې ده او چمتو دی چي په کندز کي د طالبانو په وړاندي وجنګيږي .
نوموړي د شنبې په ورځ يوې خبري ناستي ته وويل ، چي په کندز کي د طالبانو پرمختګ د هغوی قوت نه بلکه د محلي ادارې کمزوري او نه همږغي ده .
قوماندان عبدالرازق زياته کړه ، اړينه ده چي مرکزي اداره د کندز حالت ته جدي پاملرنه وکړي او امنتي ځواکونه په خپل منڅ کي همږغي زياته کړي .
نوموړی وايي ، چي که مرکزي اداره امر ورته وکړي ځنډ نه کوي .
امنيه قوماندان او د سويلي حوزې اوپراتيفي مسوول جنرال عبدالرازق ډاډ ورکړ ، چي د کندهار او ګاونډيو ولايتونو امنيت يې خوندي کړی او طالبان يې ځپلي دي .
نوموړی د کندز د دفاع په اړه يادي څرګندوني پر داسي مهال کوي ، چي اوس هم په دې ولايت کي جګړه روانه ده خو تر ټولو ډير قر بانيان يي ملکي وګړي دي .
کندز تيره اونۍ د طالبانو لاس ته ولويدی ، دولت وايي چي د کندز ښار يې بيرته نيولی دی خو طالبان اوس هم هلته خپل شتون يادوي او وايې چي نور هم د پرمختګ په حال کي دي .