کور / تازه خبرونه / په پېښورکې د سولې نړيواله ورځ ونمانځل شوه

په پېښورکې د سولې نړيواله ورځ ونمانځل شوه

پېښور:په پېښورکې دملي او نړيوالو زده کړوکلتوري ټولنې (يونايټډ نيشنرانټرنيشنل ډيزمارکنگ سوسايټي) له خوا د(سېپټمبر٢٩) د سولې نړيواله ورځ ونمانځل شوه په دې اړه دپېښورد ايي ايم ساينسزپوهنتون په تالار کې ستره غونډه وشوه ، لومړي د وقاص چترالي له خوا د قران کريم څومبارک ايتونه ولوستل شول بيا د دملي او نړيوالو زده کړوکلتوري ټولنې (يونايټډنيشنرانټرنيشنل ډيزمارکنگ سوسايټي) مشرتوقير (پنياله) دپرانستې وينا وکړه اود خپلې ټولنې موخې(اهداف) يې څرگنده کړې اوزياته يې کړه چې له ديموکراټيکو(جمهوريت) لارو سوله غواړي، په ښوونيزواو پوهنيزو ادارو کې دې دزده کړيالوپرټولنو دبنديزهڅې نه کيږي ځکه چې داټولنې دسولې دټينگښت لپاره لاس پرکار دي نړۍ جگړې ته نه بلکې سولې ته اړتيا لري ددريځ چارې ديونايټډنيشنرانټرنيشنل ډيزمارکنگ سوسايټي مرستيال محمدڅاروان نياز اودقبايلي سيموزده کړيالو(فاټاسټوډنټس) مشروفاخان داوړپه گډه پرمخ وړلې شمس باجوړي د سولې په اړه شاعري وکړه ،ماهب وقارملي نغمې او وقاص چترالي نظم وړاندې کړ،بيادپښتونخوادښوونې اوپوهنيزو چارو کارپوه ډاکټرقبله ايازپه خپلې ځانگړې وينا کې دسولې په ارزښت خبرې وکړې دپاکستان د ملي اسمبلې پخوانۍ غړې جميلې گيلاني دسولې په ټينگښت کې دښځوپه رول رڼا واچوله دs.p.oټولنې غړي ارشدهارون هم د سولې په اړه دخپل اند(خيال) څرگندونه وکړه په پاى کې د دپېښورايي ايم ساينسزپوهنتون مشرله راغليو ميلمنومننه وکړه اوپر بريالۍ غونډې يې مبارکي ورکړه په غونډه کې د مياراشد شهيد دفاونډيشن غړيواو دابراهيم انگارپرمشرۍ د Meritorious College Warsak Roadدپوهنتون زده کړيالو هم گډون کړې وو په پاى کې دسولې دغوښتولپاره سوله ايزلايون هم ترسره شودميلمنواورسنيوداستازيوپه درنښت دايي ايم ساينسزپوهنتون له خوا غرمنۍ هم ورکړل شوه نوموړي غونډه د(s.p.o،اواز،دښځوټولنې (عورت فاونډيشن)اوسنگي(sungi)په مرسته رابلل شوې وه دملي او نړيوالو زده کړوکلتوري ټولنه (يونايټډنيشنرانټرنيشنل ډيزمارکنگ سوسايټي) دپوهنتون دزده کړيالو(سټوډنټ) ټولنه ده چې د ملگروملتونو دنړيوالو ورځوپه اړه دخلکو عامه پوهاوي ته کار کوي