کور / تازه خبرونه / افغان امنتي ځواکونو کندز ښار محاصره کړ.

افغان امنتي ځواکونو کندز ښار محاصره کړ.

تاند– افغان امنيتي ځواکونه خبر ورکوي چي د ډګر جنرال حميد وردګ په مشرۍ افغان ځواکونو د کندز ښار محاصره کړئ دی او تر اوسه د طالبانو تر سل ډېر کسان وژل سوي دي.
افغان ځواکونه وايي چي يو شمېر طالبان د خان اباد ولسوالۍ لوري ته د تېښتي په حال کي و چي د محاصره سويو ځواکونو له کمين سره مخامخ سول او سخت تلفات ورواښتل. طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
خو تېر ماښام طالبانو د هوايي ډګر لور ته پرمختګ وکړ. افغان ځواکونو وويل چي د هوايي ډګر د بريد پر مهال د طالبانو يو شمېر مشران په هوايي بريد کې ووژل سول او تر هغه وروسته طالبان مجبوره سول چي له ځينو سيمو په شا سي.
ازادو رسنيو تر اوسه د افغان ځواکونو ادعا نه ده تائيد کړې.
افغان ځواکونه وايي چي لاهم ګڼ طالبان د کندز ښار دننه پټ دي او دوئ هڅه کوي چي د ملکي تلفاتو مخه ونيسي چي د همدې لپاره پر دغو طالبانو پراخ بريدونه نه کوي