کور / تازه خبرونه / اجرائيه رئيس د ملګرو ملتونو په غونډه کي د افغان ځوانانو له استازي سره وکتل

اجرائيه رئيس د ملګرو ملتونو په غونډه کي د افغان ځوانانو له استازي سره وکتل

هغه خبرپاڼه چي د اجرائيه رياست له مطبوعاتي دفتره خپره سوې پکښي راغلي، چي د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په نيويارک کي له تنکي افغان احمد سمير سره، چي د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کي د افغان ځوانونو په استازيتوب ګډون کوي، وليدل.
احمد سمير په افغانستان کي د کوچنيانو د ملاتړ د ادارې Save the Children لخوا د نژدې دوه سوه افغان زلميانو له منځه انتخاب سوی، څو د ملګرو ملتونو په ۷۰ يمه کلنۍ غونډه کي د خپل هيواد د ځوانانو په استازيتوب وينا وکړي او ستونزي يې له نړيوالو سره شريکي کړي.
د هيواد اجرائيه رئيس له ښاغلي سمير سره په ليدنه کي هغه ته د افغان ځوانانو د سفير په حيث دده پر ټاکنه مبارکي وويل او د ملګرو ملتونو په عمومي غوڼده کي د هغه اشتراک يې د افغانستان لپاره مهم وبلی.
ډاکټر عبدالله عبدالله د افغان ځوانانو سفير ته وويل، چي له بشپړ چمتوالي سره په ټولو غونډو کي ګډون وکړي او د افغان ځوانانو فعلي وضعيت په اصلي او حقيقي بڼه له نړيوالو سره شريک کړي.
نوموړي هغه ته سپارښتنه وکړه، چي دلته د نورو هيوادونو له ځوانو سفيرانو سره په ناستو کي د هغوی له وضعيته ځان اګاه او تجارب يې افغانستان ته له تګ وروسته له افغان ځوانانو سره شريک کړي.
د ملګرو ملتونو په ۷۰ يمه کلنۍ غونډه کي د افغان ځوانانو استازي ښاغلي احمد سمير د هيواد اجرائيه رئيس ته د ټاکنيزي پروسې په اړه معلومات ورکړل او زياته يې کړل، هيله لري، له دې لاري د افغان ځوانانو د ژوند په تغير کي حد اقل کار وکړای سي.
نوموړي يادونه وکړه، چي دی به په ټولو مجالسو او ناستو کي د افغان ځوانانو د تجاربو، ستونزو او د وضعيت د تغير په اړه تر کار لاندي فعاليتونو په اړه له نورو ځوانانو او مسؤلو اداراتو سره خبري کوي.