کور / تازه خبرونه / ډاکټر عبدالله: د نشه يې توکو لپاره نړيوال بازار ددې کښت په مخنيوي کي لوي خنډ دی

ډاکټر عبدالله: د نشه يې توکو لپاره نړيوال بازار ددې کښت په مخنيوي کي لوي خنډ دی

اجرائيه رئيس په نيويارک کي د افغانستان د نشه يې توکو پر ضد د مبارزې د ملي پلان په اړه وينا وکړه
د اجرائيه رياست له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په نيويارک کي د هغه پلان په اړه وينا وکړه، چي افغان حکومت په کور دننه له نشه يې توکو سره د مبارزې په اړه جوړ کړي دي.
په دې اړه جوړ سوي پروګرام کي د افغانستان د رسمي هيئت ترڅنګ د امريکا د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت مرستيالي، د افغانستان د دوو شمالي ګاونډيانو د بهرنيو چارو وزيرانو او نورو اړوندو هيوادونو او نړيوالو مؤسساتو او اداراتو لوړ پوړو مقاماتو ګډون کړي و.
اجرائيه رئيس په دې پروګرام کي ګډونوالو ته وويل، چي افغانستان د نشه يې توکو له کښت، استعمال او قاچاق څخه متضرر سوي او په مختلفو ساحو کي يې ورته ضربه رسولې ده.
ډاکټر عبدالله وويل، چي د حکومت رهبري د نشه يي توکو پر ضد مبارزې ته قوي اراده لري او په دې نيت يې، يو ځانګړي کمېسون هم ايجاد کړی او پر دې مسئله يې د وزيرانو په شورا او کابينې مجلس کي هم بحثونه کړي دي.
هغه وويل، چي د خطرونو څخه د مخنيوي او د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخنيوي لپاره يې حکومت يو جامع پلان چمتو کړی، چي د راتلونکو کلونو په ترڅ کي به عملي سي.
نوموړي زياته کړه، چي دا پلان درې اصلي برخي لري، چي پکښي د نشه يي توکو د کښت پر مخنيوي، د تقاضا د کمښت او معتادينو پر تداوۍ او د لويو قاچاقبرانو پر ګرفتارۍ او محکمه کولو باندي تمرکز سوی دی.
ډاکټر عبدالله له افغانستان دباندي د نشه يي توکو قاچاق او بازار ددې پدېدې پر ضد په مبارزه کي تر ټولو ستر خنډ ياد کړ او له نړيوالو يې وغوښتل، چي ټول په خپلو ساحو کي د يادي موضوع پر ضد مبارزه وکړي.
غونډي ته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالي مېرمن هېدر هم خبري وکړې او د افغان حکومت دغه نوښت يې، چي د نشه يې توکو پر ضد يې غوره کړی، اساسي ګام وباله.
هغې وويل، چي د مخدره موادو کښت، قاچاق او استعمال په نړۍ کي نورمال حالت ګواښي، نو ضروري ده، چي مخنيوي ته يې اقدام وسي او د خلکو ژوند وژغورل سي.
د هغې په خبره، چي نشه يي توکي يو نړيوال ګواښ دي او پر ضد يې د يوه نړيوال عملي پلان او فعاليت اړتيا ده، چي هيله ده، مختلف هيوادونه به ورته توجه وکړي.