کور / تازه خبرونه / کندهار: د لوی اختر لمونځ ادا سو

کندهار: د لوی اختر لمونځ ادا سو

زرګونو هيوادوالو دکندهار په لويه عيدګاه کي د نېکمرغه لوي اختر لمونځ ادا کئ.
د کندهار مرستيال والي د لوي اختر د لمانځه په مراسيمو کي دخپلی وينا پرمهال د افغان امنتي ځواکونو ستاينه وکړل، چي دامنيت د ټينګښت لپاره هڅي کوي هغه له خلګو هم مننه وکړل، چي د امنيت په خوندي ساتلو کي له دولت سره همکاري کوي.
د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي د ولسمشر د هغو هڅو په اړه هم معلومات وړاندي کړل، کوم چي د برېښنا د جوړيدو لپاره يې پيل کړي دي.
شمسي له ټولو هيوادوالو وغوښتل څو د پوهني د بهير دقوي کېدو لپاره له دوی سره همکاري وکړي او په خپلو کوچنيانو زده کړي وکړي.
سږ کال د تيرو کلونو په پرتله د کندهار په لويه عيدګاه کي د لوي اختر د لمونځ کوونکو شمېر ډېر وو.
د لوي عيدګاه ترڅنګ د کندهار په نورو مسجدونو کي هم د اختر لمونځ ادا کيږي.
دلته امنيت د ډاډ وړ دی او په دې شپو او ورځو کي کلک امنيتي تدابير نيول سوي دي، څو خلګ په ښه ډول سره اختر تېر کي.