کور / تازه خبرونه / نعيمي:ددولت وسلوال مخالفین دي د تپل شوي جګړې لاس واخلي

نعيمي:ددولت وسلوال مخالفین دي د تپل شوي جګړې لاس واخلي

دلغمان دمرکز او ولسوالیو یو شمېر پخوانیو جهادې قوماندانانو اومخورو قومي مشرانو د نیکمرغه لوی اختر په دریمه ورځ دلغمان والي عبدالجبار نعیمي سره د مبارکۍ تر کولو وروسته دا څرګندونې په ډاګه کړې.

دوی په لومړي سرکې دلغمان والي عبدالجبار نعیمي څخه مننه وکړه چې د ولسونو په منځ کې پاتې شو اودنیکمرغه لوی اختر شپې ورځې يې ددې ولایت دمیشتو ولسونو سره یوځای تېرې کړي.

یادو قومي مشرانو او پخوانیو جهادې قوماندانانو په دې خوښې ښودله چې دامنیتي ځواکونو له لوري دټېنګو امنیتي تدابیرو په نیولو سره سږنی لوی اختر دنورو په پرتله باامنه ؤ،ولسونو وکولی شول چې په ښه شکل سره خپلې اختریزې خوښې او مراسم ترسره کړي.

دوی په هېواد کې وروستیو امنیتي پېښو اوننګونو ته په اشارې وویل: په هېواد کې دپراخې بېکارۍ شتون،په لرې پرتو ولسوالیو ،کلیو او بانډو کې ښوونیز ټکنی بهیر اونورې ټولنیزې ناخوالې او ددښمن ناوړه شوم تبلیغات ددې لامل وګڼل چې وسلوال مخالفین دتنکیوځوانانودسپېڅلواحساساتو څخه په ګټه کار واخلي او ددولت پر وړاندې يې خپلو شومو موخو ته درسیدو په لار کې وکاروي.

یادوقومی مخورو مشرانو او پخوانیو جهادې قوماندانانو دخپلو دخپلو خبرو پرمهال ددولت له وسلوالو مخالفینو غوښتنه وکړه چې له تپل شوي جګړې لاس واخلئ،دسولې روانې پروسې سره یوځای دخپلو کورنیوسره ګډ سوله ییز ژوند ته را وګرځئ او د نورو ورڼو سره په ګډه دګران هېواد په ودانولو کې برخه واخلئ.

وروسته لغمان والي عبدالجبار نعیمي خبرې وکړي اوله ټولو يې دمننې ترڅنګ یاده کړه، موږ پر خپلوځواکونو ویاړو، دوی همیش دخپلو خلکو او ولسونو دساتنې په لار کې دخپل سر او ویني په بدل قربانۍ ورکړي،چې موږ تول يې دقربانیو اوفدا کاریو ستاینه او قدر داني کوو.

دا چې روان کال دپراخو امنیتي ننګونو شاهد ؤ،ګڼ شمېر هېواد والو او امنیتي ځواکونو په تروریستي پېښو او بریدونو کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ ټولو ته ددعا لاسونه لپه کوو او له ولسونو غوښتنه کوم چې په هېواد کې دروانو بدبختیو دپای ته رسولو په برخه کې دخپلو منتخب نظام ترڅنګ ودریږئ،دخپلوامنیتي ځواکونو ملاتړ وکړئ،ترڅوپه دې سره ډاډمنه امنیتي فضاء رامنځته اوکولی شوچې د ولسي ستونزو دراکمولو په موخه پراخې ټولکټې پروژې پلې کړو.