کور / هراړخیز / له پرونه تر ننه پوري، د سبا پر لور!

له پرونه تر ننه پوري، د سبا پر لور!

دا هغه د زړه خواله دي چي څېړندوی شېرشاه رشاد د ۱۳۹۲ کال د زمري پر ۲۸ دکندهار د منډيګک په ماڼۍ کي ګډونوالو ته کړي وې. وموغوښته چي له ‌ډېرو دوستانو سره دا خواله شريک سي.

لکه څنګه چي نن و دې غونډي ته د ټولني له ډېرو اقشارو څخه استازي راغلي دي، زړه مي غواړي چي دزړه خواله ډېره سره وکوو او د انګرېزانو له ښکېلاکه څخه د افغانستان داستقلال د لاسته راوړني په اړه يو څو خبري سره اوږدې کوو. نن ورځ د زمري ۲۸ چي زموږ په تاریخ کي له تاریخي پېښو څخه ډېره پرتمينه او ځلانده ورځ ده، د انګرېزي ښکېلاک په وړاندي زموږ د اولس مبارزه او سرښندنه ښيي او ددې يرغلګرو څخه د هېواد د سياسي خپلواکۍ د بېرته ګټلو د وياړلي ورځي ياد په تازه کېږي. موږ او تاسي دا ورځ په داسي شرايطو او حالاتو کي لمانځو چي په نړۍ او سيمه کي د نړيوال کېدلو يا ګلوبليزم تر نامه لاندي د يوه نوي ښکيلاک وزرونه پر غوړېدا دي. يو شاعر خورا ښه وايي:
نوی دام، نوی صياد دئ
نوی چل، نوی بېداد دئ
نوی اه، نوی فرياد دئ
هوښياري صيد لره بويه
بدل سوی د دانې رنګ
غلی شان ته انقلاب دئ
بدلوي د زمانې رنګ
۱۲۹۷ لمريز کال وروستۍ مياشت کب له خورا ډېرو پېښو څخه ډکي ورځي او شپې تېرولې. زموږ د ګران هېواد برخليک دغو شپو ورځو اړولی دئ. ددغه کال د کب په اوله (۱۹۱۹-فبروري-۲۰) دلغمان د کله ګوش په دره کي دهغه وخت پاچا امير حبيب الله وواژه سو. دده دغه مرموزه وژنه چي په سبا ئې دده سره ملګری ورور سردار نصرالله خان دده مړی جلال آباد ته وړي او د خپلي پاچهۍ يا اميرۍ اعلان کوي او خپل فرمان و امان الله خان ته چي په دغه وخت کي په کابل کي وو، ورلېږي او د تابعت غوښتنه ورڅخه کوي. البته په دغه وخت کي شهزاده امان الله عين الدوله د اولس د استازو او د دربار د اراکينو يوه غونډه رابولي او د سردار نصرالله خان دغه غوښتنه او ليک دوی ته ابلاغوي او ددوی نظر غواړي. دی په دغه وينا کي د متابعت څخه سرغړونه کوي او ددغي غونډي په ملګرتيا دی خپله پاچهي په کابل کي اعلانوي او له کابله څخه دی خپله دبيعت غوښتني ليک جلال آباد ته لېږي او سردار نصر الله خان دده اکا او دده ورور معين السلطنه عنايت الله خان و بيعت ته رابولي. زما په اند دا دده د اکا، دده د ورور او ددوی د ډلي لوی درايت وو چي و امان الله خان ته ئې بيعت وکئ او هېواد ئې له يوې کورنۍ خونړۍ شخړي څخه وساتئ. په بل سبا ئې د کابل په عيدګاه کي امان الله شاه غازي د افغانستان، دخپل هېواد، د ځان او خپلي کورنۍ دازادۍ او استقلال اعلان وکئ. دا هغه چيغه وه چي انګرېزان ئې په برتانوي هند او لندن کي ولړزول. څلور ورځی وروسته ئې دکب پر اوومه په خپله تاریخي وينا کي د ازادۍ اعلان وکئ. يوه اونۍ وروسته ئې د برطانوي هند وايسرای يا مشر ته خپل ليک ولېږئ چي موږ د ازاد او مستقل افغانستان په توګه ستاسي سره خبري کوو. خو انګرېز دا تصور هم نه سوای کولای دهغه چا لمسی او د هغه چا زوی چي زموږ په مرسته او زموږ په پيسو دوی پاچهي کوله او نازېدل، نن د انګرېز د ښکيلاک په وړاندي راولاړېږي. غازي امان الله شاه په ډېر درايت تر هر څه وړاندي د دې خبري د ثبوت له پاره د افغانستان ددباندنيو روابطو او اړيکيو له پاره خپل سفيرونه او مکتوبونه وبخارا ته، و پخواني شوروي ته، و ايران ته او ايټاليې ته ولېږل. او د مستقل افغانستان په توګه ئې دخپلو استاځو او د سفيرانو د ټاکلو موضوع ورسره شريکه کړله. ددغه کال (۹۸) دوري پر شپږمه (۱۹۱۹-مارچ-۲۷) افغانستان لومړی پلا د پخواني شوروي اتحاد څخه د يو خپلواک او مستقل هېواد په توګه ومنل سو او په رسميت وپېژندل سو. غازي امان الله شاه دمې پر څلرمه چي د غوايي يا ثور ۱۴ کېدله د انګرېز په وړاندي ئې خپل جهاد اعلان کئ او پسله هغه څخه زموږ په تاريخ کي د امان الله شاه سره د غازي ذکر په دې ملحوظ کيږي. او عملاً ئې د هېواد و درو خواوو ته خپل جنګي سوقيات وکړل. او متاسفانه د عدم تفاهم له مخي څخه د مشرقي جبهې وړاندي له دې چي امر ورته وسي جنګ ئې پيل کئ او متاسفانه چي په دغه وخت کي نايب سالار جنرال صالح محمد خان چي د کابل د لېوا دقومندانۍ قوماندان او وروسته ددفاع وزير وو ماته وخوړله او قوا ئې له لاسه ورکړله او تر شا سو. مګر په جنوب کي د پکتيا په جبهه کي د جنرال محمد نادر خان مرحوم په درايت او تدبر دا لښکر پر مخ ولاړئ او د تل کلا ئې ونيوله او د تل له کلا څخه ئې د انګرېزانو جنډه راکښته کړله او د افغانستان جنډه ئې ورپوله. دا داسي اسانه او ساده خبره نه وه. تاسي که د افغانستان تاريخ ته ځير سئ یا وګورئ، د انګرېزانو غيري مستقيم لاس په ۱۸۰۹ کي افغانستان ته راوغزېدئ اودشاشجاع په وخت کي د الفسټون په مشري انګريزی پلاوی افغانستان ته راغلئ او د پېښور تړون لاس ليک سو. له ۱۸۰۹ څخه ۱۱۰ کاله انګرېزانو په چل او چم، فريب او دوکې سره يوه اوږده سياسي تحت الحمايګي واکمني په افغانستان کي کړې ده. په تاريخ کي افغانستان هيڅکله او په هيڅ صورت په بشپړه توګه او مستقيمه توګه مستعمره نه وو، مګر د یوې اوږدې سياسي تحت الحمايګۍ تر جبر لاندي وو. خو په دې کي د پاچهانو او درباريانو لاس وو، چي همېشه ئې د خپل واک او دخپلي چوکۍ د بقاء له پاره له يرغلګرو او ښکېلاک ګرو سره همېشه پټي معاملې کولې، خو همېشه په غزا او جهاد کي غوښي د اولس تويېدلې. دغه اولس وو چي ودرېدئ او خپله ازادي ئې تر لاسه کړه. غازي امان لله شاه نه یوازي په دې اکتفاء وکړه چي د ازادۍ اعلان ئې وکئ، بل لا هغه سياسي خپلواکي يوازي په نارو او خبرو نه کوله، هغه نور ابعاد چي د يوې ټولني او هېواد دخپلواکۍ له پاره ملزوم دي هغه ته متوجه سو او تر ټولو وړاندي ئې د ټولني هغه اساسي بنسټونه چي هغه تعليم او تعلم وو، هغه د قوانينو او اصول نامو ایجاد وو، هغه په خپلو دباندنیو اړیکيو کي استقلاليت وو، هغو ته توجه وکړه او د اولس د تنوير او ويښتيا له پاره ئې مطبوعاتو ته وده ورکړه. غازي امان الله شاه ډېر با پاسه او حق شناسه پاچا وو. کله چي ده اروپا او شوروي ته سفر وکئ او هلته دده تود هر کلی او درناوی وسو، ده همېشه په دغه اعتراف کاوه: دا درناوی، دغه احترام دا ماته نه دئ او که ماته هم کېږي بالواسطه دا په دې خاطر چي زه د یو ډېر باتور او ډېر غښتلي اولس او قوم مشر يم، دا قدرداني او درناوی ماته نه دئ بلکي دا ددې اولس قدردانی او درناوی دئ. خو موږ د افغانستان په جنوب کي داسي يو مکار ښکېلاکګر درلودئ، چي د هغه له پاره يو پرمختللی، مترقي او خپلواک افغانستان په دې معنا وو چي دده دټولو مستعمرو دنسکورېدو منشاء کېدلای سوای، نو په افغانستان کي ئې په پټواو مرمزو توطئيو لاس پوري کئ او له ډېره بده مرغه د غلو او داړه مارانو په پاڅونه، د مرموزي روحاني ډلي په لمسونه او د ځينو غدارو بې احساسو کسانو په ملګرتيا د افغانستان دغه ترقي غوښتونکی پاچا پسي واخيستل سو. په دغه لمسوني سره نه يوازي انګرېز دلته خاشې ماتي کړلې، بل لا زموږ د يو متعصب ګاونډي موجوديت هم ددې سبب ګرځېدئ چي زموږ د ازادۍ په اخيستلو کي دوی ځیني خنډونه پېښ کړي چي زه دا خبره د جاپان د اوساکا د ورځ پاڼي ماينيچي د اګسټ د ۱۹۱۹ د اګسټ د نهمي ورځي په استناد کوم، چي ايران دافغانستان د خپلواکۍ له پاره همېشه خنډونه پېښ کړي دي.
دزمري د۲۸ ورځي تقدس او پرتم په دې کي دئ چي موږ له يوې اوږدې سياسي تحت الحمايګۍ څخه خپلواک سولو. ددې ورځی له لمانځلو څخه مو موخه او غايه بايد داوي چي له تاريخي پېښو او مثبتو تجربو څخه بايد زده کړه وکوو او له کرغېړنو پېښو او تجربو څخه بايد پند او عبرت واخلو. دهغه مهال له وياړه او افتخاره ډک واقعيتونه چي اوس نه سته او يا ئې موږ اوس په ځان کي نه وينو، هغه به ډېر وي، خو تر ټولو عمده دوه څېزه چي هغه وخت ول او اوس نسته لومړی هغه وطن دوستي، ملي روحيه او ملت پالنه چي په دوی کي وه، خو اوس متاسفانه په موږ کي نسته. دوهم د کندهار هغه علمي حيثيت چي هغه مهال په منقولو او معقولو علومو کي همېشه کندهاري پوهان او عالمان علمي مرجع ګڼل کېدل او په سياسي غورځنګو او ډيپلوماسۍ کي کندهاري سياسيونو هغه منطقي برلاسی درلودئ چي انګرېزانو استدلال ورسره نه سوای کولای. متاسفانه، اوس په موږ کي نسته. دا ځکه چي موږ د علم او پوهي لمنه پرېښووله. زموږ له پاره نور څه ډېر مميز دي. زه به خپلي خبري لنډي کم. اوس که غواړو چي په اوسنيو شرايطو کي واقعاً ازاد او مستقل افغانستان له هره پلوه واوسو، ازادي او استقلال يوازي يو لفظي خبره نه ده. آزادي د خپلي ملي واکمنۍ او مځکنۍ بشپړتيا په څنګ کي دخپلو ټولو تقدساتو په مراعت د سياسي ارادو خپلواکي ده.
د اولس خپل اوپردي پېژندل، خپلواکي ده.
خپله عقلي او فزيکي قوه په خپل لاس کي درلودل، د بل د لاس آله نه کېدل، دا آزادي ده.
پر خپلو طبيعي منابعو باندي د څارني ملي مکانيزم د ملي ګټو پر بنياد جوړول، حقيقي آزادي ده.
په نړۍ والو اړيکيو کي د هېواد او اولس ګټي تر خپلو چوکيو او د واک تر ساتني غوره ګڼل، حقيقي آزادي ده.
او په نړۍ واله اقتصادي سطحه کي د افغانستان له پاره د یوه مقتدر، مؤلد او محاصل هېواد په توګه ځای نيول، دا حقيقي آزادي ده.
يوازي توره له تيکي را ايستل او پر مقابل لوري ورځغستل او وژنه، دا حقيقي آزادي نه ده. يوازي په دې بسنه کول آزادي نه سي کېدلای. اوسني حالات بل ډول دي، له اوسنيو حالاتو سره مبارزه او په اوسني حالاتو کي ځان آزاد او مستقل ګڼل، نوی فکر، نوی تدبير، نوي وسايل او نوي لاري غواړي. دا هر څه چي کېږي دا په پوهه کېږي، په تعقل کېږي، په تدبير کېږي، په زغم کېږي او په ګډ کار کېږي. وچ زور او تاوتریخوالی، زورزياتی او تشدد دا هغه چاړه ده چي خپلي ګوتي په پرېکوو. راځئ چي د سبا په فکر کي سوو اوس چي هر څونه زور او زر لرو خو د سبا ورځي محاسبه هم بايد په پام کي ولرو. او د تاريخ د جبر فيصله هم زموږ په خوا کي ده. که غواړو چي نېکنامه او د ښه نامه څښتنان واوسو، له خپلو تاريخي پېښو څخه زده کړي بايد وکړو او د خپل راتلونکي ژوندانه له پاره په ډېر تدبير او په ډېر درايت فکر او غور وکوو او هغه څه چي زموږ په ګټه دي هغه پسي وپالو او له هغو څخه چي زموږ په تاوان او زیان دي لاس واخلو. د ګټي او تاوان تشخيص دا د يو ملت دفکر پوخوالی او ژور درایت ښيي.
ددغسي یوې ورځي په ارمان
ستاسي له توجه او پاملرني څخه مننه
د۱۳۹۲کال-دزمري-۲۸
دکندهار منډيګک ماڼۍ