کور / هراړخیز / دانګلېسي زده کړي له پاره یوولس مشورې

دانګلېسي زده کړي له پاره یوولس مشورې

په دغه لیکنه کښي غواړم دخپلو لووستونکو سره دانګلېسي زده کړي په اړه دخپلي یوولس کلني کاري اوتدریسي تجربې پراساس یوولس مشورې شریکي کړم. شماره له یوولسم څخه شروع او پر اول باندي پای ته رسېدلې ده:
۱۱- ګرامر زده او اصلاح کړئ: ما یو وخت دانګلېسي ژبي دیوه خارجي استاد یوه ویډیوکتله چي هغه ویل ګرامر تاسو وژني. دده هدف به حتماً دا وو چي له ځانونه څخه دګرامر ماهران مه جوړوئ ځکه خو ستاسو هدف دژبي زده کړه ده نو دونده باید زده کړئ چي خپل کارپه وکړئ. دګرامرپه اړه په انټر نیټ کښي داسي خورا ډېري منفې نظرې اوټوکي حتماً سته خو که غواړئ چي دخلګو په خبرو ژر پوه سئ او خلګ په خپلو خبرو ژر او بېله غلطۍ څخه وپوهوئ نو دګرامرزده کړه درباندي حتمي ده. ګرامر دژبي ریاضي ده، هیڅ چاره ورڅخه نه لرئ. هرڅوک ئې دزده کولو استعداد لري خو خبره په استاد کښي ده چي ګرامرڅنګه ترشاګردانوپوري سم ورانتقالوي. که ستاسو ګرامر سم زده وي نو هغه جمله چي مو په زړه کښي ده، پر خوله ئې سمه راوړلای سئ. ګرامر ستاسو سره په ژباړه کښي هم ښه پوره کومک کولای سي. مثال: I get my brother to study everyday که چیري تاسو ګرامر سم ویلی نه وي نو ددغسي جملو په ترجمه کولو کښي به مو سختي تیروتني کړي وي او په خپل مسلکي ژوند کښي مي ډېر تکړه خلګ لیدلي دي چي ددغسي کوچنیو تیروتنو قرباني سوي دي. که مو ګرامر سم زده کړئ، نو خبري هم سمي او رواني کولای سئ او پرځان به هم باور لرئ چي غلطۍ نه کوئ. ګرامر زده کړه ځان ته اصول لري. کوښښ وکړئ چي لومړی ځان په پوه کړئ، بیا ئې ورځني استعمال ته متوجه سئ چي چیري، څنګه او کله دغه خاص ګرامري فورمول/قاعده کاریږي.عملي کار ورباندي وکړئ. جملې ورباندي جوړي کړئ، داستاد سره ئې شریکي کړئ. داخبار یو متن درواخلئ هغه ګرامري فورمولونه او یاجوړښتونه پکښي پیدا او تحلیل کړئ چي تاسو ته ستاسواستاد تدریس کړي دي. ګرامر مه حفظوئ بلکي عملاً ئې کار کړئ.
۱۰- دلغاتونه ذخیره/وکېبلري مو ډېره او اصلاح کړئ: که چیري ستاسو ښه ګرامر زده وي او ترڅنګ مو ئې ډېرلغاتونه په یاد وي نو تاسو دخلګو په خبروژر پوهېږئ او کله چي خپله خبري کوئ نو په خبرو کښي به ځنډ نه کوئ. سوال دادئ چي وکېبلري څنګه زده او اصلاح کړو؟ تردغسي لغاتونو(دسر خانګره، ګوړه، شپیشتي، شین شوبی، صندل، حلوا، غړکه، شلومبې، مټايي او…) تېر سئ چي په پنځه کاله ئې تاسو په خپله مورنۍ ژبه کښي یوار هم نه استعمالوئ. هغه لغاتونه، ترکیبونه او جملې زده کړئ چي هره ورځ په ټولنه کښي ورته ضرورت وي. مثلاً لکه: اقتصادي بحران، پټۍ پرې کول، دشهیدانو روح ته لاس پورته کول او داسي نورو لغاتونو او جملو ته په ورځني ژوند کښي ضرورت سته. ایا تاسو امریکايي او که برتانوۍ انګلېسي زده کوئ؟ کله چي مو دې سوال ته جواب ووایه بیانو یوښه منل سوی برتانوی یا امریکايي قاموس رانیسئ. اخبارونه و مجلې پیدا کړئ، له انټرنیټ څخه خپل دخوښي مواد انتخاب کړئ، ویډیوګاني وګورئ، لغاتونه ځني یادښت کړئ بیا ئې په معنی ګانو پسي په قاموس کښي وګورئ، هغه معناوي ځني ولیکئ چي ستاسو دموضوع مربوط وي. دلغات مختلف شکلونه لکه صفت، نوم، فعل او قید هم له قاموس څخه زده کړئ. وروسته دغه لغاتونه دحفظ پرځای په جملو کښي په څو-څو وار په مختلفو زمانو کښي استعمال کړئ چي په ذهن کښي مو کښېني. زه چي کوچنی وم نو هره هفته به مي دوه زره لغانونه ددوبي په سرو غرمو کښي تکرارول خو یوه اوونۍ ورسته به بیا اکثره ځکه راڅخه هېر سوي ول چي عملاً به مي په جملو کښی نه استعمالول او ځیني لغاتونه به مي ځکه غلط زده کړي ول چي په پښتو قاموسونو کښي ئې معناوي غلطي لیکل سوي وې. زه ترپښتو قاموس و انګلېسي قاموس کتلو ته ترجیج ورکوم ځکه چي هلته هرڅه سم تشریح سوي دي. کوښښ وکړئ چي دخپل ضرورت وړ لغاتونو ته ډېره توجه وکړئ. په بې ځایه لغاتونو خپل دماغ مه ډکوئ. دمثال په توګه که تاسو ژورنالیست یاست نو تمرکز مو باید دعامو لغاتونه پر زده کړه وي نه داچي تاسو دجیولوژي یا هندسي اصطلاحاتو یادولو ته ملاتړلې وي. په یاد ولرئ چي د زرو لغاتونو ترحفظ کولو دپنځو لغاتونوپه جملو کښي استعمال په زر واره بهتره دئ، دا زما شخصي تجربه ده.
۹- غوږ نیوونه مو اصلاح کړئ: که چیري تاسو خپله غوږنیوونه اصلاح کړئ نوډېر ژر دنورو خلګو په خبرو پوهېدای سئ، ژر خلګو ته جواب ورکولای سئ، کله چي ژر جواب ورکوئ دا معنی چي تاسو رواني خبري کولای سئ. زما مشوره داده چي دخپل ذوق او مسلک سره سم مربوط ویډیوګاني وګورئ، داسي ویډیوګاني چي پر سکرین ئې لیکلي جملې راځي، هغه جملې ریکارډ او بیا ئې په خپله په لوړ اواز ووایاست. اوس هرڅوک موبایل لري اوخپل اواز ریکارډ کولای سي. ترریکارډ او ویلو وروسته خپل تلفظ له اصلي ویډیو سره مقایسه کړئ چي پوه سئ چي ایا تاسو لغاتونه سم تلفظ کړي او که غلط. موږ اکثره وخت دنورو خلګو په تلفظ ځکه نه پوهیږو چي موږ دلغاتونو تلفظ دماغ ته غلط استولی وي نو فکر کوو چي موږ یوڅه وایو او خلګ بل څه وايي. که چیري په خپلو غلطۍ پوه سئ نو بیا مو په تلفظ کښي تغیر راوړای سئ. انګلېسي خبرونه اورېدل او کتل دغوږ نیووني یوه بله مفته طریقه ده چي هم به مولغاتونه او تلفظ زده کړی وي او هم به مو غوږ نیوونه اصلاح سوې وي. پام مو وي چي ځیني ویډیوګاني مو مایوسه نه کړي. که تاسو له بي بي سي څخه اقتصادي خبرونه اورئ او خپله بیا ساختماني انجینر یاست، شاید په هیڅ پوه نه سئ ځکه چي هلته مسلکي ترمنالوژي کاریږي او تاسو نه په پوهېږئ نو حوصله له لاسه مه ورکوئ، ساده او عام فهمي ویډیوګاني وګورئ او دغسي ډېري ویډیوګاني په یوټوب کښي سته.
۸- مخکي له مخکي اماده ګي ولرئ: په انګلېسي کورسونو کښي ځای پرځای شاګردانو ته یوه موضوع وټاکله سي او ورته وايی چي یوڅو دقیقي وخت لرئ او وروسته پر دې موضوع باندي خبري وکړئ.کله چي تاسو ته یوه موضوع درکوله کیږي او تاسو اماده ګي ورته ونه لرئ، نو حتی په مورنۍ ژبه ور باندي خبري کول هم سخت کار دئ. زه چي اوس همدا موضوع تاسوته لیکم، که چیري راڅخه یوکال وروسته پوښتنه وسي چي پر دې موضوع یوار بیا ځای پرځای وږغیږه، شاید زه پکښي ډېر مشکلات ولرم. همداسي که تاسو ته (په افغانستان کښي دغربیانو دوه مخي) په اړه یوه سیاسي موضوع درکوله سوې وي، دهغې په اړه باید څېړنه وکړئ، مربوط لغاتونه اواصطلاحات راټول کړئ او بیا ورباندي وږغېږئ. دموضوع په اړه چي ښه اماده یاست نوبیا دمایوسۍ احساس نه کوئ اوپرځان به داتور نه لګوئ چي انګلېسي مو زده نه ده. دغه خبره په خپل ژوند کښي عملي کړئ،هروخت چي موضوع درته ټاکله کېدله، وخت واخلئ، ځان اماده کړئ او بیا خبري وکړئ. که غواړئ چي رواني خبري وکړئ، داخبار یا مجلې یو پارګراف انتخاب کړئ، هره ورځ ئې څوـڅو واره یوڅه په لوړ اواز ښه تېز ولولئ چي ژبه مو پر واوړئ. کله چي صنف ته ورسئ تاسو به ترنورو ښې رواني خبري کولای سئ.
۷- نړۍ واله فونټیک الفبي (IPA) زده کړئ. که د سټېشن (station) کلمه په لومړي ځل په مخه درسي، شاید تاسو ئې (سټاټیون) تلفظ کړئ، همداسي نوري کلمې پسي درواخلئ. تاسو ملامت نه یاست ځکه چي یو خو دغه کلمه همداسي معلومیږی لکه څنګه چي ئې تاسو تلفظ کوئ اوبله داچي ستاسو نړۍ واله فونټیک الفبې زده نه ده. دغه الفبې داکثروقاموسونو په سر کښي ورکوله سوې وي چي دیوه توري مختلف اوازونو په مختلفو سمبولو باندي ښوول سوي وي خو بدبختانه چي زه ئې دلته دتخنیکي ستونزو له لاسه راوړلای نه سم مګر که تاسو غواړئ چی دلغاتونو سم تلفظ اوانګلېسي زده کړئ، باید دغه الفبې زده او په یاد کړئ ځکه چي هروخت کمپیوټر او اواز لرونکی قاموس نه وي. ددغي الفبې په مرسته دمثال په توګه تاسو کولای سئ چي د انګلېسي د ایس (s) توري سین او شین ږغ زده کړئ، همداسي درسره په ژوند کښي دټولولغاتونو دسم تلفظ په اړه کومک کوي.
۶- دخپل ځان سره فکر او خبري په انګلېسي وکړئ:دخپل ځان سره دمورنۍ ژبي پرځای په انګلېسي خبري وکړئ. که چیري پرتاسو ناوخته وي نو په فکر کښي داسي مه وایاست چي «ناوخته دئ» بلکي ووایاست چي «It is late» که څه هم په رواني لحاظ فکر ددماغ په دننه کښي په مورنۍ ژبه کیږي خو تاسو دزده کړي په نیت کوښښ وکړئ چي فکر په هغه ژبه وکړئ چي تاسو ئې زده کوئ ځکه چي دژباړي له زحمت څخه به خلاص سوی یاست. په خونه ننوزئ، یوه موضوع وټاکئ، ترفکر کولو وروسته له خپل ځان سره په ذهن کښي یو ګردی مېز جوړ کړئ او پر موضوع باندي خبري شروع کړئ. له ځان څخه سوال کوئ او وروسته ورته جواب هم ورکوئ، که مخامخ هنداره درته ځوړند وي، دابه بیخي ښه وي ځکه چي تاسو به خپلو حرکاتو ته هم متوجه یاست او په ضمن کښي به مودښې وینا کولو فن هم زده کړي وي. که هره ورځ له ځان سره تقریباً دنیم ساعت له پاره پریوه موضوع بحث وکړئ نو ډېرژر به مو انګلېسي زده سي. شاید په لومړیوڅوورځو کښي دکورنۍ غړي یا درباندي وخاندي یا درته حیران وي چي دالیونی ګوره خو ورسته درسره عادي کیږي.
۵- له نورو شاګردانو سره مشق وتمرین وکړئ: کوښښ وکړئ چي داسي ملګري پيدا کړئ چي ستاسي پر طبیعت جوړ وي او درسره موافق سي چي کورس ته یو ساعت مخکي درځي. په ګډه یوه موضوع وټاکئ اوپر هغه باندي بحث وکړئ. کوښښ وکړئ چي یو اوبل ته پوره وخت ورکړئ او خاص قوانین رامنځ ته کړئ. قوانین به داوي چي که په تاسوکښي هر چا په مورنۍ ژبه دیوه ساعت په جریان کښي خبري وکړې، هغه به جریمه ورکوي.دغه کار موږ دشاګردۍ پر مهال کړی او ښه نتیجه ئې ورکړې ده،تاسو ئې هم عملي کړئ.
۴- هغوهیوادونو ته سفر وکړئ چي په انګلېسي خبري کوي: دغه مشوره به دځینو ورونو دپاره دمنلو وړ نه وي خو په کابل کښي مي ځیني داسي کسان لیدلي دي چي ښه مالي امکانات لري او غواړي چي دانګلېسي زده کړي له پاره دباندي ولاړ سي. تاسو هم که امکانات لرئ نو انګلستان، امریکا، کاناډا، نیوزیلنډ، اسټرالیا او هندوستان ته ولاړ سئ یا که تاسو غواړئ چي ماسټري یا دوکتورا واخلئ نو دغه هیوادونه انتخاب کړئ ځکه چي په دغو هیوادونو کښي به تاسوته دانګلېسي زده کړي ښه زمینه برابره سي مګر که چیري تاسو ترکیه یا ایران انتخابوئ نو هلته به ستاسوڅخه انګلېسي نیم کله پاته کیږي او بله ژبه به زده کوئ. خبري مي په ښه نیت درته ولیکلې، خدای وکړي چي بل ډول ګومان راباندي ونه کړئ. ما په هند کښي شل ورځي تیرې کړې، په انګلېسي کښي مي ډېر تغیر راغلئ ځکه چي دهرچاسره مي په انګلېسي خبري کولې.
۳- له هغو کسانو سره خبري وکړئ چي انګلېسي ئې مورنۍ ژبه وي: دانګلېسي زده کړي له پاره دغه یوه ترټولو بهترینه لاره او مشوره ده چي تاسو داسي یوڅوک پیدا کړئ چي انګلېسي ئې مورنۍ ژبه وي او تاسو خبري ورسره وکړئ. زما لیکنه یوازي دهغو خلګو له پاره نه ده چي دافغانستان په یوه ولایت کښي اوس ژوند کوي بلکي هغو افغانانو ته هم متوجه ده چي دهیواد دباندي په امریکا یا کاناډ کښي اوسیږي، له خارجیانو سره دلیدولو امکانات لري، انګلېسي ئې سمه زده نه ده خو دزده کړي ارمان ئې لري. کله چي داسي کس په مخه درغلئ چي انګلېسي ئې مورنۍ ژبه وي نو ورته ووایاست چي کراري او واضح خبري وکړي او ورڅخه غوښتنه وکړئ چي ستاسو عمده غلطۍ درته اصلاح کړي. دغسي کسانو ته دخپلي مورنۍ ژبي صفت وکړئ اوراضي ئې کړئ چي تاسو به هغه ته یو ساعت خپله مورنۍ ژبه ورښیاست او هغه به تاسو ته یو ساعت خپله مورنۍ ژبه درښئي، دابه په عمل کښي دهر کس له پاره دوه ساعته مفته زده کړه وي. که ددغسي کسانو څخه استفاده وکړئ زه باور لرم چي انګلېسي به تاسو داسي زده کړئ لکه ستاسو مورنۍ ژبه، دغسي امکاناتو ته په انټرنیټ کښي هم لاسرسی لرلای سئ.
۲- دغلطۍ څخه مه بېرېږئ: که چیري پر غلطۍ کولو بېریږئ او خوله مو پټه نیولې وي نوهیڅلکه به هیڅ یوه ژبه سمه زده نه کړئ. چي موقع په لاس درغله، خبري کوئ ځکه چي تاسو دزده کړي په مرحله کښي یاست. کله چي تاسو غلطۍ وکړئ نویوڅوک مو اصلاح کوي او تاسو باید یوچا ته ووایاست چي ستاسو غلطۍ دراصلاح کړي. دپخواني ولسمشر حامد کرزي او اوسني جمهور رئیس اشرف غني به شاید په لومړي ځل داسي انګلېسي زده نه وه بلکي دغه مشورې چي ما یادي کړي دي حتماً ئې پرځان عملي کړي دي. هغوی دواړه په امریکا کښي اوسېدلي دي، دانګلېسي ژبي والا سره ئې په انګلېسي ډېري خبري کړي دي نوځکه خو اوس داوړه روانه او سمه انګلېسي وايي.
۱- دکورس او استاد انتخاب: دکورس اواستاد انتخاب ډېر مهم دئ. ځیني کورسونه دپیسوګټلو له پاره جوړ سوي دي چي داسي استادان پکښي ورټول سوي وي چي ددې پرځای چي شاګرد ته یوڅه ور زده کړي، دظالم زامن پرشاګرد یوڅه زده کوي. تاسو کوښښ وکړئ چي داسي کورس او استاد انتخاب کړئ چي له هغو سره ستاسو دزده کړي غم او احساس ورسره وي. کوښښ وکړئ چي استاد ته تر صنف دباندي قناعت ورکړئ چي تاسو ته وخت درکړي، په تاسو کار وکړي او تاسو ته دزده کړي زمینه برابره کړي. ځیني استادان بیا دتجربې دانتقالولو پوره او سم مهارت نه لري نوځکه شاګردانو ته داسي فکر ورپیداسي چي انګلېسي زده کړه سخته ده او خداي په اماني ورسره وکړي خو تاسو یوڅه دخپل استاد دمهارت اوتجربې په اړه هم فکر درسره کوئ، که سم نه وو، بیا بل استاد او کورس ځان ته انتخاب کړئ.
پای
۱۳۹۴ – چنګاښ- ۲۰ مه