کور / سياسي / دوستم پخواني خوبونه ویني

دوستم پخواني خوبونه ویني

ملا عبدالسلام ضعیف
په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر

کله چې دنولس سوه اتیایمې لسیزې په جریان کې دهغه وخت د شوروي اتحاد جمهوریتونه دامريکا دیرغلګر په څیر په خپلوشومواهدافوکې دناکامۍ اثارولیدل ، داسي تګلاره یې مخي ته کړه چې دافغانانوپه منځ کې دنفاق اوشقاق تخم وپاشي، هغوی دقومي کنډکونوپه نامه هغه کسان مسلح کړه چې ددوی دشومواهدافوله پاره یي لبیک ووایه ، دوستم یو د هغوافرادوڅخه وو چې د دغومليشوپه سیسټم کې دخپل قوم په نامه دیوه کنډک مشرسو.
عبدالرشيد دوستم، په لنډوخت کې ځان روسانوته ډیر ورنږدې کړ، کرارکرار هغه دخپلوملیشولمن دجوزجان څخه تر سر پل، فاریاب اومزار پوري ورسوله، نوموړي د روسانوپه مرسته ډیری هغه قومندانان چې په سېمه کې موجود، یا قومي مشران او بانفوذه کسان و له منځه یوړل، اویایې دسېمې څخه په یوه اوبل نامه فرارکړل، هغه په ډیرو جنګونوکې چې دشوروي اشغال ترسیوري لاندې کیدل یو ډیر مهم جګړه مارجوړسو، په ځېنو ولایتونوکې به هغه جنګونه په ټېکه (قرارداد) اخستل او دهیوادپه ګوټ ګوټ کې به هغه جنګي عملیات کول، تردې چې دوه ځله د هغه بدنامه ګلم جم ملیشه دمجاهدینوسره د جنګ له پاره کندهارته هم ولاړل، د دوستم ملیشو چې دګلم جم، جوزجاني ملیشو اوافغان شوروي ملیشو په نامه هم یادیدل په نهایت ډول وحشي اوبي زړه سوی ټوپکوال و، په همهغه وخت کې يې په ظلم کې ډیرشهرت درلودی، دوستم یودهغوټوپک ماروڅخه دی چې په درولسیزوکې یې په لسګونوزره افغانان وژلي دي، په ټولوجنګونوکې لتاړ و، د روسانوپه دستور سره د روسانودوتلوسره یوځای هغه د ډاکټرنجیب د حکومت په وړاندي د ملیشو لومړی جګړه مار و چې دبغاوت لاره یې ونیوله، هغه ددغه فرصت څخه په استفادې د شمال په پنځو ولایتونوباندې قبضه وکړه ، ترهغه وروسته د مسعودپه پلوي دحکمتياراو بیا د حکمتیار پر پلوي د مسعود اواسماعیل خان د ډلوسره وجنګیدی، دکابل په و رانولوکې یې مهمه ونډه درلودله، درباني د حکومت په وخت کې هغه په شمال کې ځانته جلا اومستقل حکومت درلود، هرڅه یې له مرکزي حکومت څخه بېل او جلاو، دپیسو ځانګړې کرنسي او بودجه یې درلودله، سیاسي روابط اوتعلقات یې له افغانستان څخه بهر خپلواک و، د شمال ولایتونو دولتي عواید یې پخپل واک کې و ، تقريبادهیواد دشمال پنځه ولایتونه د ده تر واک لاندې او دده د خوښې حکومت پکې و، تردې چې د طالبانو په ورتګ سره یې پاچاهي ړنګه ، دوستم ازبکستان ته وتښتېدی او بیا ترکيې ته ولاړ.
په هیوادباندې دامريکایانو دیرغل له برکته یوځل بیا دوستم دیرغلګرو د پیاده قوت په توګه راپيدا، او د بهرنیانو په مستقیمه مرسته اوس دادی داشرف غني په مرسته دارګ ترماڼۍ پوري ورسیدی.
نوموړی له څه مودې راهیسې بیا ځل تر دې نامه لاندي چې دطالبانوپر وړاندې دحکومت ننګه کوې دنظامي ځواکمن کیدوله پاره هلې ځلې پېل کړی دي ، دهیواد دشمال په ځينو ولایتونو کې بیا د دغه فرصت څخه په استفاده ، غونډې اوجلسې کوي، په ځینوسېموکې یې نظامي هڅي هم پېل کړی دي، هغه قومندانان اوافراد چې د ده د مليشو پخواني پاتې شوني وه، یوځل بیا يې په دې نوم سره منظم اومسلح کوې چې ګواکې د حکومت په ملاتړ له طالبانو سره جګړې ته يې اماده کوي، کیدای سي داهم کټ مټ هغه لوبه او تګلاره وي کومه چې روسانودخپل ناکامۍ په وخت کې په کارواچوله، اوس چې امريکایي ښکیلاک په خپلوموخوکې تر ډیره پاتې راغلی، دوی هم غواړي چې د روسانو ناولي اود وینو ډکه تګلاره د دوستم او دوستم ته ورته کسانو په وجود کې په کار واچوې، ولي په دومره توپير سره چې داځل د مليشو یاقومي کنډک په نوم نه، بلکې د محلي پوليسورپه نوم.
دوستم هم په خپل وخت کې له دغې تګلارې څخه د خپل ځان په ګټه استفاده کول غواړي، زماپه نظر داهغه خطرناکه پروسه ده چې ګران هیوادبه يوځل بیا د ۹۰ مو کلونو بدغوني او خونړي حالت ته ور وګرځوي، او یو ځل بیا به د هغې له خطره او وینو ډکې تجربې تکرار وسي.
دوستم چې پخوانۍ تجربه سوې څیره ده، نوي څیره نه ده، دهغه دا ډول تکراري تجربه به د اشرف غني له پاره کټه مټ د نجیب وروستۍ ناکامه تجربه وې، چې د همدې دوستم له خوا څخه له پښو وغورځول سو، د هیواد له پاره به د۹۰ مې لسیزې د انارشۍ بل تریخ پړاو وي، بلکې تر هغه به هم ډیر ناوړه اوخطرناکه تجربه وي، کیدای سي چې د نږ دې او لیري غلیمانو هغه شومې دسيسې یوځل بیا دعمل ډګر کې پیاده سي چې په لسګونو زره بې ګناه افغانانو په هغه کې خپل ژوند دلاسه ورکړ، زیات شمیر افغانان د نژادي تعصباتو پر بنیاد د کورونو اوجایدادونو پرېښودلوته اړسول.
دوستم دشوروي اتحاد داشغال په وخت کې دروسانوله پاره د هغوی د خوښې د خدمت او دمسلمانانو په بې رحمه وژنوسره د تفحصاتو د عادي کارکوونکې له دندې څخه تر جنرالي پوري ورسیدی، د روسانو د وتلوسره یوځای هغه دډاکټرنجیب دحکومت پر وړاندې د بغاوت لاره ونیوله، د نجیب دحکومت واګې یې ورسستې کړي.
د صبغت الله مجددي له خوا څخه دقدرت اوهمکاری په تمه بیا هم دوستم ته د سترجنرال او خالدبن ولید لقب ورکول سو.
زماپه نظر داسي تجربه سوې جنایت کارته داسي فرصت بیاورکول چې هغه څه تکرارکړي چې نه یې غوږونه د اوریدو اونه یې ژبه د ویلوحوصله لري په حقیقت کې په شمال کې د هغو بې وزلو افغانانو سره ډیره زیاته جفا او ظلم دی، چې غني ته یې د دې له پاره رایه ورکړي وه چې ګواګې جهاني مفکر به هغوی ته سوله او سوبه راولي، او د خپلسرو وسلوالو له ظلمه به يې خلاص کړي، دستونزو په وخت کې به يې مرسته او لاس نیوی وکړي.
زه په دې نظر یم چې کله به هم دوستم دسولې، ټیکاو اوامنیت له پاره په صداقت سره کار ونه کړي او نه به هم له غني سره وفاداره پاتې سي.
دوستم بیا د قدرت او ځانګړې قوت لرلو له پاره هلې ځلې کوې ، دانه چې په یواځي ډول به ددې کارله پاره هلې ځلې کوې، بلکې دګاونډیو هیوادونو استخباراتي کړۍ به هم دکومک لاسونه ورته ور وړاندې ګړي ، چې بیابه یې مهار کول د غني او دهغه د ادارې له کنټرول څخه وتلی کار وي.
غني په لوی لاس ځان ته قبرکېندې، کیدای سي انجام یې نجیب ته ورته وي، که غني پر دې تمه وې چې دوستم به ده ته وفادارپاتې سي، لومړی دي دنجیب او بیا د رباني اوحکمتیار تاریخ وګوري، که پر دې تمه وې چې دوستم به د خپل ځان په ګټه استعمال کړي ، نو لاد وړاندې هغه ددې ډګر په لوبوکې تر غني څوچنده مهارت لري.
ښه به داوې چې د داسې توطيومخه د ناسور ترجوړیدو مخکې ونیول سي، که په وخت يې مخه ونه نیول سي، بیا به دیو لوی ناورین سره لاس اوګریوان سي، د هغوبې چاره افغانانو ژوند او راتلونکې ته هم پام وسي چیرته چې د دوستم او دده د ملیشو له لاسه داسي ډول کړول کیږي او داسي جنایتونه کيږي چې د ویلو او هیر ولو وړ نه دي.
دخپلواک او ازاد هیواد په هیله