کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ملا محمد عمر مجاهد نوی زوړ انځور خپور سو

د ملا محمد عمر مجاهد نوی زوړ انځور خپور سو

انځور: ښي اړخ ته ملا معاذالله اخوند، کين اړخ ته ملا محمد عمر مجاهد تر ټپي کېدو وړاندې

د افغانستان د طالبانو د مشر او روسانو پر ضد د جنګېدونکي ملا محمد عمر مجاهد يو داسي انځور په رسنيو کي خپور سوی چي مخکي نه ؤ ليدل سوی. په داسي حال کي چي د ملا صاحب د عکس له پاره امريکايان ډېر زيات وګرځېدل تر څو د هغه نوي يا زاړه عکسونه پيدا کړي خو هغوی په دې ونه توانېدل. د نژدې څخه اخيستل سوي هغه عکسونه چي تر نن پوري و ملا صاحب ته په رسنيو کي منصوبېدل، د مرحوم ملا صاحب نه ول. د کارپوهانو په وينا دا چي د مرحوم مشر ملا صاحب هيڅ انځور نه ؤ موجود او خپاره انځورونه يې اصلي انځورونه نه ول، نو دا د طالبانو سره زيات کومک وکړ چي ملا صاحب بېله دې چي وموندل سي، پټ وساتي.

د لومړي ځل له پاره اوس پر رسنيو داسي يو انځور خپور سوی چي پکښي ځوان ملا محمد عمر صاحب انځور سوی. دا د هغه وخت انځور دی چي ملا صاحب لا د شوروي پر ضد په جهاد کي نه ؤ ژوبل سوی. د يو شمېر کتونکو په آند که دغه ډول اصلي انځورونه د ملا صاحب د په حق رسېدو مخکي خپاره سوي وای، نو ښايي هغه ته يې ګواښ جوړ کړی وای.

د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد د ژوند سره تړلي بعضي مهم موضوعات او د هغه خصوصيات زیات وخت په بعضو رسنيو کي افسانه بلل کېده. حتی داسي راپورونه هم موجود ول چي په خپله ملا محمد عمر مجاهد يوه افسانه يي کردار دی. د بعضو کتونکو په آند دا چي د هغه د په حق رسېدو وروسته دا ډول يو انځور خپريږي، ښايي بعضي هغه ادعاوي ناسمي ثابتي کړي، چي ملا صاحب حقيقت نه بلکه افسانه ؤ.

يادونه: دغه انځور ما د نن ټکی آسيا پاڼي څخه اخيستی او د کاپي رايټ يا د چاپ د حقونو په تړاو يې معلومات نه لرم.

HTML5 Icon

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د احمدولي اڅکزي د وېبلاګ څخه په مننه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ