کور / هراړخیز / ايا کډوال افغانان نه دي؟

ايا کډوال افغانان نه دي؟

که څه هم د کډوالو د موضوع سره په کور دننه او يا بهر کي چارواکي خاص زړه نه ښه کوي ، چي د افغان کډوالو د بيا راستنيدو اويايې ستونزو ته دايمي د حل لاري چاري ولټوي خو متاسفانه صرف د رسنيو له لاري يي کله ناکله غبرګونونه ښودل کيږي . خو ځيني افغان سياسون او روڼ آندي درسنيويا د سوشيل ميډيا او خصوصاَ د فيسبوک له لاري د خپلو افغان کډوالو ډير توهين او په مختلفو نومونو سره يي يادوي او ډير د هيواد ضد او دافغان وژني الزامونه پري لګوي ، خو متاسفانه که چيري افغان کډوالو باندي چي کوم تورونه دوی لګوي واقيعت ولري ، نوپوښتنه هم دغو محترمينو ته راجع کيږي ، چي افغان کډوال ستاسي په وينا افغان او هيواد ضد روحيه ولري په دي ۱۴ کالو کي چي په افغانستان کي د ښاغلي کرزي او ښاغلي اشرف غني په واکمنيو کي او د نړيوالو د بي سارو مرستو په شتون کي ، ولي تاسي پريادو دولتي ادارو فشار رانه وړ او يايي نه راوړی ، چي افغان کډوال که په ايران کي ميشت دي که په پاکستان کي ،چي وخپل هيواد ته يي د راستنيدو لپاره يي دحل لاري چاري لټولي وای ؟

که مو دا کار په وس کي نه وي آيا د دولت څخه مو هم دا پوښتنه کله کړي ، چي افغان کډوال چي په ګاونډيو هيوادو او خصوصاَ په پاکستان کي ميشت دي په دي ۱۴ کالو کي افغان دولت د يوي افغانۍ په قيمت کوم کار د کډوالو په ګټه تر سره کړی ؟

يو دولت خو ځانته وزارتونه لري ، زموږ دافغان دولت د پوهني وزارت ، د کډوالوچارو وزارت کله هم د خپلو کډوالو په پنډغالو کي يوه داسي کړنه ترسره کړې ،چي کډوالو ته قناعت ورکړل سي ، چي ستاسي دولت ستاسي لپاره دا همدردي کړي ؟

که يي ځواب نه وي نو بيا کډوالو ته ولي د ملامتۍ ګوته نيول کيږي ؟

کله هم زموږ سياسي مشرانو خپل په ګريوانو کي کتلي چي افغانان ولي کډوال سول ؟ هغه چي پرون سياسي مشرانو د خپلو شخصي او بهرني بادارانو د ګټو د خوندي ساتلو په موخه د اسلام تر سپيڅلي نامه لاندي استعمالول او خپل هيواد يي په بربادوی ، کله چي دوی خپلو موخو ته ورسيدل ولي يي کډوال تر شا پريښودل ؟

تاسي چي خپلي څوکۍ تر لاسي کړي نو کډوال به هم ستانه کړي وای . چي نه يي ستنوی نو بيا د الزام څه ضرورت دی ؟

نو حتماَ ستاسو د دي کړونو څخه همدا ښکاري ،چي کډوال تاسو د خپلو موخو لپاره پري ايښي او له دښمن سره ستاسي ګډي ګټي په کښي خوندي دي .که ستاسي ګټي نه وای په کښي نن به افغان کډوال له داسي ستونزو سره چي ټول بشريت ورته عاجز دی لاس او ګريوان نه وای . نو کله کله دا راته سوال پيدا سي چي آيا کډوال افغانان نه دې ؟