کور / هراړخیز / درسمي او مسلکي برېښنالیک لیکلو اصول

درسمي او مسلکي برېښنالیک لیکلو اصول

دغه لیکني ته مي هغه مهال پام ور واوښتئ چي دهیواد دیوه مشهور پوهنتون دزراعت له پوهنځۍ څخه فارغ سوي انجینر ته مي وظیفه ور وسپارله چي په پښتو راپور راواستوي ځکه چي په انګلېسي ئې نه سوای لیکلای. انجینر صاحب داسي برېښنالیک او راپور راته استولی وو چي بېخي ئې دې لیکني ته مجبور کړم. په برېښنالیک کښي سرلیک او متن نه وو، په راپور ئې نه پوهیدم. موږشپاړس کاله تعلیم وکړو، خو بیا هم یوه عریضه، برېښنالیک او راپور حتی په خپله مورنۍ ژبه لیکلای نه سو. نور مشکل درک دئ، ځای پر ځای موضوع ته ور داخلېږم.
برېښنالیک(ایمېل) لیکل په رسمي او شخصي ژوند اوپه دې عصري معلوماتي نړۍ کښي اوس داسي حتمي سوی دئ چي هیڅ یو تعلیم یافته کس ورڅخه چاره نه لري. مسلکي برېښنالیک لیکل نن دخلګو یو خاص مهارت بلل کیږي، هسي خو شخصي هرڅوک لیکلای سي. هرڅه ځان ته قواعد لري، دمسلکي او شخصي برېښنالیک لیکلو په اړه هم لاندي ځیني اصول، لارښووني او مهم ټکي درکول سوي دي:
غیررسمي برېښنالیک:غیررسمي برېښنالیکونه انډیوالانو او دخپلي کورنۍ غړو ته لیکل کیږي، ګرامرولیک نحښي مراعتول، فاصله پرېښوول، او دالفاظو سم لیکل پکښي چنداني مهم نه دي. سر اوپای ئې معلوم نه وي، په یوه موضوع کښي بله موضوع ځای پر ځای کوي، یعني هر کس دخپل طبیعت او شخصیت سره سم، ځان ته جلا-جلا شخصي اصول لري.
مثال:
مومن جانه یاره الله دي راوله!
چیري ئې ناځوانه چي ګرسره ورک ورک ئې هیڅ درکونه دي نه سته. ظالمکه کشکي خو ته زما په زړه خبر وای چي څونده مي یادېږې مګر ته ناځوانه هیڅ سر نه خلاصوې موږ خو په ډهلي کښي ګرمۍ مړه کړو. چي دغه لیک دي تر لاسه کئ، باره یو زنګ پسي راخطا که، ددې خوا ټلیفون ګران دئ او بل داچي زه هر وخت مفلس خوشحال یم، اوس هم په ټلیفون کښي ولاکه یوه روپۍ سته. دپلار مریضي دي څنګه سوه تا ویل چي هند ته ئې درولم او هغه شوخ زوی دي څنګه دئ مکتب ته ځي که نه ځي او بل داچي اوس دکندهار امنیت څنکه سوی دئ.
نور دي پر خدای سپارم زنګ بیا خامخا را وواهه!
پورته برېښنالیک دیوه انډیوال له خوا بل انډیوال ته استول سوی دئ چي رسمي کلمې پکښي نه دي کار سوي. یوه موضوع پای ته رسېدلې نه ده چي بله په ورګډه سوې ده. لیک نحښي یا کار سوي نه دي یا خو دسواليې پرځای ټکی کار سوی دئ خو په رسمي برېښنالیکونه کښي باید داسي ونه سي.
رسمي برېښنالیک: رسمي برېښنالیک خپل ځان ته پوره چوکاټ او اصول لري. که له اصولو اوچوکاټ څخه ئې سرغړونه وکړئ، یا یو لفظ بې ځایه کار کړئ، شاید خلګ پرتاسو دبې مسلکه ګومان وکړي، آمر مو درته اخطار درکړي او یاستاسو کمپنۍ له یوغټ مالي او معنوي تاوان سره مخ سي. په ډېرو کمپنیانو کښي دبرېښنالیک لیکلوپه اړه کارمندانو ته وخت پر وخت ورکشاپونه یا سمینارونه ورکول کیږي او ددې سره-سره یو خاصه مربوط پالیسي سته چي کارمندان ئې باید همېشه مراعت کړي.
رسمي برېښنالیک دپوهنتون پروفیسر، وزیر، والي، ولسمشر، دمووسسې رئیس یعني په دولتي او تجارتي مووسساتو کښي کارول کیږي نو باید همېشه مسلکي ولیکل سي، په دې معنی چي ګرامر، لیک نحښي، الفاظ په سمه املا لیکل، دالفاظو ترمنځ فاصله پرېښوول ټول عملي سي. په سفارتونو کښي حتی د(Mr. Mrs. Ms. Dear, his excellence ) دمخففاتو پر استعمال لا یو خاص لارښود سته، که ئې کارمندان مراعت نه کړي، شاید وظیفه هم له لاسه ورکړي.
مثال:
محترم پروفیسرباوري صاحب،
ما نن دمعدې له ډاکټر سره پر درې بجې یوه وعده لرله نو ونه توانېدم چي پوهنتون ته ولاړ سم. تاسو په ټولګۍ کښي شاګردانو ته نمرې اعلان کړي وې او کورنۍ کار مو هم ورسپارلی وو خو زه نه په خپلونمرو اونه په کورني کار خبر یم. ایا امکان لري چي زه سبا سهار دصنف تر شروع کېدو پنځه دقیقي مخکي ددې موضوع په اړه ستاسو سره ووینم ؟
ستاسو له همېشني ملاتړ او مهربانۍ څخه ډېره مننه.
په احترام
ستاسو شاګرد
جان محمد مهربان
دغیر رسمي او رسمي برېښنالیک فرق په پورته دوو درکول سوو مثالونو کښي تاسو ښه لیدلای سئ. اوس به درسمي برېښنالیک چوکاټ ته راسو:
درسمي برېښنالیک چوکاټ (Format):رسمي برېښنالیک په لاندي چوکاټ کښي بایدل ولیکل سي:
سلام یا احترام: درسمي برېښنالیک احترامات عیناً داسي دي لکه دیوه رسمي مکتوب. که تاسو یوڅوک پېژنئ نو تخلص او دصاحب کلمه ورته کار کړئ. په دې هم باید ځان پوه کړئ چي جناب، عاليقدر، جلالتماب،ښاغلی، محترم اوداسي نوري کلمې چاته، کله او چیري کاریږي؟ شاید ستاسو کمپنۍ په دې اړه یوه مشخصه پالیسي ولري، په هغه ځان پوه کړئ. که څوک نه پېژني خو شعبه ئې درته معلومه وي نو بیا ورته ولیکئ چي (دمالي شعبې محترم مدیر صاحب) که مو نه کس پېژندئ او نه ئې شعبه درته معلومه وه نو بیا په انګلېسي کښي (To whom it may concern) اصطلاح کاریږي چي ژباړه ئې داسي ده چي (په هر هغه چاپوري چي دغه برېښنالیک/سند مربوط کیږي) زه هیڅ ډاډمن نه یم چي دغسي اصطلاح به موږ په پښتو کي لرو او که یا.
دبرېښنالیک متن: تر سلام او احترام وروسته، دبرېښنالیک اصلي موضوع شروع کیږي. ځیني خلګ په مسلکي او رسمي برېښنالیکونو کښي تر سلام/احترام وروسته دستي داسي هم لیکي:(هیله لرم چي جوړ او روغ به یاست، خدای دي وکړي چي هرڅه په خیر وي، په دې هیله چي سفر مو په خیر سوی وي، په دې هیله چي روژه،اختر یا حج مو په خیر تېر سوی وي، دواده مبارکي درته وایم او…) خو دغه خبري اختیاري دي،مهمي اوحتمي نه دي. تاسو دغسي جملې له هغه چا سره کاروولای سئ چي درسمیاتو ترڅنګ دوستانه اړیکي هم ورسره لرئ یا غواړئ چې وې لرئ، خو له ښځو سره اوښځي دي له نارینه سره په دې اړه احتیاط کوي ځکه چي ښه خبره خو داده چي خپلي موضوع ته ژر داخل سئ.
دبرېښنالیک متن:دبرېښنالیک متن باید اخلاقي، ادبي، پوره،واضح، لنډ خومعنی ورکوونکی وي. دبرېښنالیک دموضوع له عنوان سره سم،تاسو په متن کښي حداکثر څلور پاراګرافونه درلودلای سئ، هرپاراګراف باید یو نظر یا یوه خبره وړاندي کړي، هر پاراګراف باید تر شپږ الی اته کرښي اضافه نه وي. په اخیري پاراګراف کښي خپل هدف پای ته ورسوئ، سوال وکړئ، یوڅوک عمل کولو ته در وبلئ، مننه وکړئ اویا بل هر هغه اقدام وکړئ چي موضوع پای ته رسوي. خپل برېښنالیک همداسي پرانیستي مه پرېږدئ بلکي لوستوونکي پوه کړئ چي پردغه جمله یا لغات ستاسو خبره پای ته ورسېده.
پای: کله چي مو برېښنالیک پای ته رسیږي نوکېدای سي چي په دغو یا دې ته ورته نورو جملوسره ئې پای ته ورسوئ:( له همکارۍ څخه مو مننه، ستاسو دژر لیدو په تمه یم، زه به ډېر خوشحال سم که تاسو دغي یادي موضوع ته جدي توجه وکړئ اوپر وخت معلومات راسره شریک کړئ، که سوال لرئ نو زموږ سره هر وخت په تماس کښي کېدای سئ او…) برېښنالیک په سلام او احترام را شروع کیږي او همداسي په ادب پای ته رسیږي. دپیل اوپای فرق دادئ چي په پیل کښي تاسو دسلام او احترام له پاره څو محدودي کلمې لرئ خود (پای) دپاره ډېري کلمې سته، لکه: مننه، کور ودان، تشکر، په ادب، په درنښت، په درناوي، په احترام او نور. ددغو جملو څخه ورسته او لاندي، خپل مکمل دتذکرې یا پاسپورټ نوم ولیکئ ځکه چي دځینو برېښنالیکونو څخه دسند کار اخیتسل کیږي او برېښنالیک خپله یو سند دئ. په ایمېل کښي د لاسلیک (Signature) په نوم آپشن سته، هلته ورسئ، یا له آي ټي والا څخه کومک وغواړئ چي په لومړۍ ورځ ئې درته سم کړي. دغه کار نودوې ګټي لري، یو به مو وخت نه ضایع کیږي چي هر وخت خپل مکمل نوم، وظیفه او ټلیفون شمارې لیکئ اوبل داچي لووستونکو ته به مو دځان په اړه مکمل معلومات ورکړي وي.
پاملرنه: درسمي برېښالیک دپاره لاندي ټکي مه هېروئ:
۱- مخففات مه کاروئ. په انګېسي ژبه کښي(don’t, I’m, shouldn’t ) سته. په مسلکي برېښنالیک دغسي کلمې مه کاروئ بلکي (Do not, I am, Should not) کار کړئ. ددغو انګلېسي کلمو دیادوني څخه تاسو وګورئ چي په خپله ژبه کښي او په هرځای کښي دغیررسمي کلمې مخه نیولای سئ، هورې ئې مخنیوي وکړئ.
۲- په انګلېسي کښي دالفبا غټ توري سته. تاسو اجازه نه لرئ چي ټول برېښنالیک دالفبا په غټو تورو ولیکئ. په متن کښي تاسو اجازه لرئ چي تر پنځو لغاتونو پوري دالفبا غټ توري کار کړئ او هغه هم داسي کلمه په غټه الفبا ولیکئ چي تاسو پر هغې باندي تاکید/ټینګار کوئ. که تر پنځو زیات لغاتونه تاسو په یوه برېښنالیک کښي په غټه الفبا ولیکئ، دانو دا معنی لري چي تاسو په غوسه سوي یاست او پر لووستونکو باندي چیغي وهئ او دا په انګلېسي بیزنیس لیکنو کښي جواز نه لري.
۳- رسمي لغاتونه کار کړئ.کوڅه ډبه ژبه، متلونه ،اصطلاحات او سخت لغاتونه مه کاروئ. که سخت لغات یا مسلکي اصطلاح کاروئ او په دې فکر یاست چي شاید لووستونکی به مو په پوه نه سي نو په قوسونو کښي ئې لنډه معنی ولیکئ. دځینو خلګو غوندي دسختو لغاتونو په کارولو ځانونه پوه مه ښیاست بلکي هدف مو تر خپلو لووستونکو پوري ور رسوئ.
۴- هربرېښنالیک حداقل باید دوه واره وویل سي، له مربوط همکارانو سره ئې شریک کړئ که په شریک کېدو کښي ئې څه مشکل نه وي، دهغو نظر واخلئ، تغیر پکښي راوړئ او بیا ئې پر خپل وخت واستوئ.
۵- کوښښ وکړئ چي دبرېښنالیک سرلیک (subject) درڅخه هېر نه سي، که درڅخه هېر سو بیا دځینو لووستونکو توجه نه ور اوړي بلکي شاید جنجال هم درسره وکړي چي ستاسو برېښنالیک مو لیدلی نه دئ نو ځکه مو اقدام نه دئ کړی.
۶- برېښنالیک دیاهو، جیمېل یا ستاسو دکمپنۍ له خوا دمشخص سوي پروګرام په انباکس کښي مه لیکئ ځکه چي ډېر تاوانونه لري، شاید برق درباندي ولاړ سي او لیکلی برېښنالیک مو ساتلی نه وي، موضوع مو پوره سوې نه وي او برېښنالیک مویو چا ته ولاړ سي. ښه طریقه ئې داده چي لومړی متن په ورډ پروګرام کښي ولیکئ، بیا ئې وانباکس ته راوړئ او ورسته ئې واستوئ.
۷- که دخپلي کمپنۍ په دننه یا دباندي کښي دیو چا سره هرډول ټوکي لرئ، په برېښنالیک کښي ئې مه ورته لیکئ که څه هم موضوع به یوازي ستا او دمخاطب ترمنځ وي. کوښښ وکړئ چي مقابل طرف مو هم وختي لا پوه کړی وي چي شخصیات او رسمیات سره ګډ نه کړي. که تاسو په رسمي برېښنالیک کښي کوڅه ډبه ژبه کار کړئ یا یوبله ټوکه وکړئ، که ئې په اړه لوړ مقامات خبر سي او یو وخت حتماً خبريږي، شاید له ډېري بدي نتیجې سره مخ سئ.
۸- اکثره کمپنياني دبرېښنالیک له پاره واضح پالیسي لري، هغه ولولئ. رسمي برېښنالیک آی ډي باید دشخصي اړیکو او سیاسي هدفونه له پاره کار نه سي. دخپل دفتر رسمي برېښنالیک ادرس هغه چاته ورکړئ چي ستاسو سره په کاروبار کښي اړیکي لري. درسمي برېښنالیک آی ډي څخه په انټرنیټ پاڼو کښي استفاده مه کوئ، که تاسو داسي وکړئ، کېدای سي چي ستاسو ددفتر ډاټا له تکنالوژیکي ناورین (IT Disaster) سره مخ سي یعني ان لاین غله ستاسو دفتري ډاټا ته لاس رسي پیدا کړي او ټول ډاټا درڅخه غلا کړي، مسوولیت او جواب به ئې ستاسو پر غاړه وي.
۹- ښځینه او نارینه مامورین دي یوله بل سره دځینو الفاظو په کارولو کښي احتیاط کوي. دمثال په توګه هغه ښځينه نړۍ والي کارمنداني چي دمارکېټینګ په څانګه کښي کار کوي، ځیني ئې ډېر نرم او خواږ لغاتونه کاروي. نارینه باید ورڅخه متاثیر نه سي، داسي څه ورته ونه لیکي چي عشق ته لاره پرانیستله سوې او قضیه جوړه سي. دانګلېسي (dear) کلمه که د پښتو په(ګراني) اود(sweet guy) په (شیرینه نجلۍ)ترجمه سي، شاید یوڅه عاشقانه معلومه سي او مشکل رامنځ ته کړي.
۱۰- په برېښنالیک کښي ترځان پر لوړ رتبه کس امر مه کوئ، ضرب الاجل(dead line) مستقیم مه ورته ټاکئ. اوپر کښتو مامورینو باندي مه په غوسه کېږئ.