کور / تازه خبرونه / نور به کوکنار نه کرل کېږي

نور به کوکنار نه کرل کېږي

نن دلغمان ولسونو د والي عبدالجبار نعیمي په مشرۍ دنشه يې توکیو دقاچاق اوکوکنارو دکرکیلې دمخنیوي په موخه په جوړه شوې غونډه کې پریکړه وکړه چې له دې وروسته به په لغمان کې کوکنار نه کرل کیږي،خو له مرکزي دولت ،اړوند وزارت او نړیوالې ټولنې ېې په کلکه غوښتنه کوله چې ددې ولایت دهر اړخیزو ستونزو دحل،دبیکارۍ دکچې راټېټولو او نورو هغو برخو کې پراخ کار ترسره کړي چې په تطبیق سره يې د ولسونو ستونزې هواریږي.
جوړې شوې غونډې ته لغمان والي عبدالجبار نعیمي خبرې وکړي او زیاته يې کړه : دولت او دمخدره توکیو پر ضد دمبارزې وزارت هغه ولایت ته چې د کوکنارو کښت په کې صفر شوی وي دکال یو ملیون ډالر ددې لپاره ورکوي چې په دې ولایت کې دولسي ستونزو دحل او لومړیتوبونو ته په کتو ټولګټې پروژې پلې شي.
ښاغلي نعیمي دمخدره توکیو،قاچاق او دکوکنارو دکرکیلې دمخنیوي په برخه کې دولایتي شورا دغړو،حج او قافو ریاست،علماؤ شورا،سولې شورا،دیني علماؤ،مخورو قومي مشرانو،رسنیو،مدني فعالانو او په ټوله کې دټولنې دهر فرد رول اړین وباله او په ټولو يې غږ وکړ چې دعامه ذهنیت رغونې،دنشه يې توکیو پر ضررونو ولس ته اسلام مبارک دین په رڼا کې دمسجدونو دمنبر،غونډو او رسنیو له لارې معلومات ورکړي،ترڅو ددې نارواکښت او کاروبار دمخنیو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته شي.
نعیمي دجوړې شوې غونډې له لارې ددولت پر وسلوالومخالفینو هم غږ وکړ چې په هېواد کې د روانې ورور وژنې څخه لاس واخلئ او دسولې دروانې پروسې سره دیو ځای کیدو له لارې ددې ځوریدلي اوکړیدلي ولس د نیکبختۍ او هېواد ابادونه کې برخه واخلئ.
غونډه ته په ولسي جرګه کې د لغمان دخلکواستازې حاجي نقیب الله محبت په ګډون،دسولې ولایتي کمېټې غړي مولوی محمد صادق ماهیر، دولایتي شورا منشي محمد ظاهر حسین خېل، په ختیځ زون کې دUNODC مسؤل حاجي غالب او یو شمېر نورو ویناوالو هم خبرې وکړي او د نشه يې توکیو،قاچاق اوکوکنارو دکرکیلې دمخنیوي او ددې ناروا کاروبار چې په نړیواله کچه يې دافغانستان باور ته زیان رسولی، داسلام مبارک دین په رڼا کې هر اړخیزې مفصلې خبرې وکړي،وروسته دنشه يې توکو دقاچاق او کرکیلې دمخنیوي په اړه د ولسونو لخوا لس ماده ییز پریکړه لیک هم تصویب او لاسلیک شو، چې د پریکړه لیک دموادو دتطبیق لپاره د ولایت دمخدره توکیو پر وړاندې دمبارزې رئیس تر ریاست لاندې یو کمیسیون هم جوړ شو چې په ترکیب کې ئې دولایتي شورا او امنیه قوماندانۍ غړي ،ولسوالان او داطلاعات اوفرهنګ رئیس هم شامل دي،کمیسیون دنده لري چې ددوو میاشتو په ترڅ کې خپل مشاهدات اوګزارشات راټول او د ترسره شویو اجرا اتو نتایج دولایت مقام سره شریک اوپه دې برخه کې دې دمجازاتو اومکافاتو سیستم عملي کړل شي.