کور / تازه خبرونه / د اولس د اعتماد له پاره د قانون تطبيق او عدالت اړين دئ

د اولس د اعتماد له پاره د قانون تطبيق او عدالت اړين دئ

د قانون د تطبیق او عدالت له تامین پرته د ولس اعتماد تر لاسه کول او د امنیت ټینګښت ناشونی کار دی.
دا څرګندونې نن لغمان والي ښاغلي عبدالجبار نعیمي د عدلیې، قضايي او امنیتي ارګانونو د لومړي درجه مسولینو سره د هماهنګۍ په یوې ګډې جوړې شوې غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه تر څو چې د عدالت او انصاف دروازه د مظلوم پر مخ تړلې وي او د مظلوم له حق څخه دفاع نه وي شوي تر هغې به امنیت او په دولت د ولس اعتماد په سترګو و نه وینو.
ښاغلي نعیمي زیاته کړه چې د ظلم، نارواو او بې عدالتیو د ختمولو لپاره اړینه ده چې ټول ادارات او په ځانګړې توګه عدليي، قضايي او امنیتي ارګانونه د قانون د حاکمیت او د عدالت د تامین په برخه کې په خپل ټول توان او طاقت سره په جدیت کار وکړي او د ولس د اعتماد، باور او د زړونو د لاسته راوړو په خاطر د خپلو کړیو فعالیتونو او کړنو معلومات هغوی ته په خپل وخت وړاندې کړي تر څو ولس په دغه برخه کې له شته اندیښنو او بې باوریو چې دا مهال یې په دولت لري، بهر را ووځي.
لغمان والي د خپلې وینا پر مهال په ټولو ادارو کې اصلاح او سمون اړین او ضروري کار وګڼه او زیاته یې کړه چې په اجرااتو کې د اصولو او قانون پابندي او قاطعیت باید د ټولو ادارو، ولې په ځانګړې توګه د پورته ذکر شویو ارګانونو لپاره یو اصل وي او څوک هم باید د خپل صلاحیت نه ناوړه ګټه پورته نه کړي. همدارنګه هغه څوک چې توطییې او دسیسې جوړوي او جعل او تزویر کوي د هغوی باید په کلکه مخنیوی وشي.
عبدالجبار نعیمي د خبرو په وروستۍ برخه کې د یادو ارګانونو مسولینو ته د ولایت مقام د پراخې همکارۍ تر څنګ وویل د عدالت او د قانون په ښه تطبیق سره په ټولنه کې نظم او د جرمونو په کچه کې کموالی رامنځته کیږي، خلک د مجرمینو د سزا ورکولو په نتيجه کې پند او عبرت اخلي، او ورسره دهر ډول بې نظمیو،بې بندوباریو ،بې عدالتیو،قانون ماتونې ،فساد، دځمکو دغصب اونورو غیر قانوني کړنو مخه نیول کیږي، چې په نتيجه کې یو قانونمند،‌‌ډاډمنه،ازاده ،ښېرازه، او پرمختللې ټولنه رامنځته او د ټولو اتباعو حقه حقوق ورسره تامینیږي، او هم د دولت په وړاندې دولسونو د باوراو اعتماد کچه زیاتیږي او هغه واټن چې د دولت او ولس ترمنځ موجود دی په زیاته کچه راکمیږي.
وروسته د عدلیي، قضايي او امنیتي ارګانونو د غونډې د ګډونوال په استازولئ د لغمان د استناف محکمې رئیس قضاوتمند فضل هادي فاضل د لغمان والي ښاغلي نعیمي څخه د مننې تر څنګ ډاډ ورکړ چې په خپل ټول توان سره د لغمان ولایت د مشرتابه د هغو هلو ځلو چې په ادارو کې د سمون راوستلو، د فساد د ختمولو، د غاصبینو د مخنیوي او د سولې، ثبات او عدالت د تامین په برخه کې یې پیل کړي په کلکه ملاتړ کوي او زیاته یې کړه چې د دوی ټولې هلې ځلې به د افغانستان د اساسي قانون تر چتر لاندې د قانون د حاکمیت او تطبیق او د عدالت د تامین په برخه کې وي.