کور / تازه خبرونه / د میدان وردګو والي وایي د کوچیانو حقوق به خوندي ساتو

د میدان وردګو والي وایي د کوچیانو حقوق به خوندي ساتو

د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات،چې د ملي امنیت رئیس انجینر طاوس یې هم ملتیا کوله،نن ( یکشنبهّ) سهار وخته د کوچیانو په کېږدیو کې د دوی ستونزې واورېدې او دوی سره یې ژمنه وکړه،چې ټول حقوق به يې خوندي وساتي .
نوموړی وویل کوچیان زموږ د ټولنې مهمه برخه ده او حکومت دنده لري،چې د دوی لپاره له شته امکاناتو څخه د دوی حقوق پوره کړي .
کوچیانو د میدان وردګو والي څخه مننه وکړه،چې په لومړی ځل د افغانستان په کچه د دوی کیږدیو ته د ولایت والي د دوی پوښتنو ته راځي او د دوی ستونزې د دوی په کیږدیو کې اوري .
دوی یو شمېر ستونزې هم د میدان وردګو والي سره شریکې کړې چې د نوموړی له لورې ورسره د حل ژمنه وشوه .