کور / تازه خبرونه / د ترافيکې پېښې له امله ۷ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د ترافيکې پېښې له امله ۷ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د کابل ـ غزني پر لویه لاره په میدان وردګو ولایت کې د دوو کرولا ډوله موټرو د ټکر له امله یو تن مړ او د یوې مېرمنې او یو ماشوم په ګډون ۶ تنه
نور ټپیان شول .
دغه پېښه د سیداباد ولسوالۍ د سیسي په سیمه کې نن ( یکشنبه) هغه مهال رامنځته شوه،کله چې دوه کرولا ډوله موټرو چې له غزني څخه کابل او کابل
څخه غزني ته پر لاره وې،ټکر وکړ،چې له امله یې یو تن چې د غزني ولایت اوسیدونکی وو، مړی شوی دی .
همدا راز په دغه پېښه کې د یوې مېرمنې او یو ماشوم په ګډون ۶ تنه ټپیان شوي،چې ټپیان د لومړۍ درملنې په موخه د سیداباد ولسوالۍ روغتون ته انتقال شوي او له هغې وروسته مرکز کابل ته لیږدول شوي دی .
په ټپیانو کې د یوه تن روغتیایي وضعیت هم د اندېښنې وړ دی .
یاده پېښه د موټر چلوونکو د ګړندي تګ له امله رامنځته شوې ده .
د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات په یاده پېښه ژوره خواشیني ښودلې، شهیدانو ته یې د جنت الفردوس او ټبیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله کړې .
نوموړی د کابل ـ غزني او کابل ـ بامیانو پر لویه لاره له ټولو موټر چلوونکو څخه هم غوښتنه کړې،چې د ګړني تګ څخه ډډه وکړي او د تګ راتګ پر
مهال له پوره احتیاط څخه کار واخلي.