کور / تازه خبرونه / طالبان: جلال الدین حقاني ژوندی دئ

طالبان: جلال الدین حقاني ژوندی دئ

طالبانو د مولوي جلال الدین حقاني مړېنه رد کړې او وايي هغه اوس هم ژوندی دئ.
د ملا محمدعمر تر مړیني وروسته د حقاني شبکې د مشر مولوي جلال الدین حقاني د مرګ آوازې هم په پاکستاني مطبوعاتو کي ولوېدې، چي وايي یو کال دمخه په طبیعي مرګ مړ سوی دئ.
د طالبانو یوه چارواکي رسنیو ته ویلي چي د افغانستان په ختیځ کي ئې د مولوي جلال الدین له لمسي سره خبري کړي، هغه ویلي چي نیکه ئې ناروغ دئ، خو تېره هفته چي پر تلیفون ورسره ږغېدئ لا ژوندی وو.
د مولوي جلال الدین حقاني د مړیني آوازې په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کي هم لوېدلي وې، چي ویل د عرب اماراتو په یوه روغتون کي له ناروغۍ څخه مړ سوی دئ. تر هغه وروسته په مطبوعاتو کي د حقاني د زامنو نومونه د حقاني شبکې د مشرانو په توګه یادېدل.