کور / تازه خبرونه / مامورينو ته په انګلېسي او کمپيوټر کي زده کړي ورکولي سوې

مامورينو ته په انګلېسي او کمپيوټر کي زده کړي ورکولي سوې

د میدان وردګو ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لورې په څلورمه دوره کې ۵۰ تنو مامورینو ته د کمپيوټر، انګریزۍ او ادارې په برخه کې ۶ میاشتنۍ زدکړې ورکړل شوې او ۵۰ تنه نور په ۵ دوره کې جذب او زدکړې پیل کړې .
په همدې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات فارغ شویو مامورینو ته لارښوونه وکړه،چې په یادو برخو کې ترسره کړیو زدکړو څخه دې په ښه توګه په ادارو کې ګټه واخلي .
ده وویل فارغ شوي کسان دې په ادارو کې د ترسره کړیو زدکړو څخه د ګټې اخیستنې ترڅنګ له نورو همکارانو سره هم خپلې زدکړې شریکي کړي .
د میدان وردګو والي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې ته لارښوونه وکړه،چې فارغ شویو کسانو ارزونه دې د دوی په ادارو کې د کړنو پر مهال
وکړي .
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې مشر عزت الله امان وویل په نورو ولایتونو کې مامورینو ته شپږ میاشتنۍ زدکړې د یوې پروژې په شکل ورکول کیږي خو په دغه ولایت کې ټولې چارې د دوی ادارې لخوا ترسره کیږی .
ده زیاته کړه،تر دا مهال یې په ۴ دورو کې ۲ سوه تنه مامورینو ته په یادو برخو کې روزنه ورکړې او ۵۰ تنه نور یې په ۵ مه دوره کې جذب کړل او د
زدکړو لړۍ په رسمي ډول پیل شوه .
دغه مراسمو ته د ولایتي شورا غړي حلیمې عسکري او نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې رئیس ذبیح الله فضلي هم خبرې وکړې او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کړنو ستاینه یې وکړه