کور / تازه خبرونه / په ښوونیزو ادارو کې د سیاسي فعالیتونو د مخنیوي هڅې پیل شوي

په ښوونیزو ادارو کې د سیاسي فعالیتونو د مخنیوي هڅې پیل شوي

چارواکي وایي د میدان وردګو ولایت د پوهنیز بهیر د کچې د لوړولو په موخه یې د دې ولایت په ټولو ښوونیزو ادارو کې د ځینې سیاسي فعالیتونو د مخنیوي هڅې پیل کړي .
د دغه ولایت والي ښاغلي حیات الله حیات د زمري په ۱۰ مه د لیسو د امرینو د ګمارنې په موخه د ازموینې پر مهال چې په کې ۵۱ تنه ګډونوال و، دغه
څرګندونې وکړې .
نوموړی وویل د دغه ولایت د ښوونیزو ادارو مسؤلین او په ځانګړې ډول ښوونکې دې خپلې دندې ته ژمن پاتې شي، خپله او د ښوونیزو زده کوونکي دې د حکومت پر وړاندې مخالفو حرکاتو ته نه پریږدي .
ښاغلي حیات زیاته کړه : (( یو مهال د میدان وردګو ځوانانو د ښوونځیو او پوهنتونونو په کچه ځانګړی مقام درلود خو اوس مهال ځوانانو ته د نه
پاملرنې او د ځینو سیاسي حرکتونو له امله یې دغه برخه پوره زیانمنه شوې ده ))
هغه وایي د قومي مشرانو،دیني عالمانو او یو شمیر نورو ارګانونو په همکارۍ یې هڅې پیل کړي،ترڅو ښوونیزې ادارې د یو شمېر سیاسي فعالیتونو څخه د دغه ولایت د پوهنیز بهیر د لوړونې په موخه پاکې کړي .
د میدان وردګو والي همدا راز د ازموینې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ،چې هیڅوک به د اړېکو پر بنست بریالی نشي،بلکې د وړتیاوو له مخې به ورته د لیسو د امریتونو مسؤلیتونه ورکړل شي .
د پوهنې رئیس فضل الرحمن طارق وویل د سږ کال په ترڅ کې د ښوونکو ۹ سوه بستونو لپاره یې ازموینه اخیستې او ۶ سوه تنه ترې بریالي شوي،چې اوس مهال یې په نوبتي ډول د ګمارنې لړۍ پیل شوې .
ده زیاته کړه، همدا راز د لیسو د امرینو د ګمارنې لړۍ اوس پیل کړه او په لومړی سر کې د دې ولایت د ۱۱ لیسو لپاره د امرینو د ټاکنې په موخه د ۵۱
ګډونوالو څخه ازموینه اخیستل کیږي .
د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو امر عزت الله امان د ازموینې پر شفافیت ګډونوالو ته ډاډ ورکړ.
دا په داسې حال کې ده،چې د میدان وردګو والي ژمنه کړې وه،چې په دې ولایت کې به ټولو خالي بستونو ته د ازادۍ سیالۍ په ترڅ کې د شفافیت په فضا کې نوی کسان پر دندو وګماري