کور / تازه خبرونه / هلمند کي دي د مستوفيت له لوري لوړه ماليه راټيټه سي

هلمند کي دي د مستوفيت له لوري لوړه ماليه راټيټه سي

د هلمند مدني ټولنې مسؤلين وايي په دې وروستيو کې ورته ګڼ شمېر خلک له مستوفيت په شکايت راغلي چې لوړه ماليه ترې اخيستل کيږي.
د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد هلمند کې د مستوفيت له لوري لوړه ماليه اخيستل ناقانونه کار بولي او وايي که اصولي ماليه چې شل سلنه ده لوړه شي نو په خصوصي سکتور کې به ګڼې ستونزې رامنځته شي.
نوموړي له دولت غوښتنه وکړه چې لوړه ماليه اخيستل دې راټيټه کړي ترڅو د خلکو ستونزې هوارې شي.
نن پنجشنبه هم د لښکرګاه د شخصي ښوونيزو مرکزونو مسؤلين هلمند مدني ټولنې د دولت له لوري د لوړې ماليې اخيستو په شکايت راغلي و او ګواښ يې وکړ که ماليه پرې راټيټه نه شي نو خپل ښوونيز مرکزونه به وتړي.