کور / تازه خبرونه / په زابل ولایت کي د شري ناروغي ډېره سوې

په زابل ولایت کي د شري ناروغي ډېره سوې

د زابل د عامي روغتيا د واکسين د برخي مسئول ډاکتر نوراحمد وايي چي شري خطرناکه او وژونکې ناروغي ده او دوي يې په وړاندي مبارزه پيل کړې ده.نوموړي وايي د شپږو ورځو په موده کي به د زابل په لسو ولسواليو کي لسګونه زره له نهو مياشتو تر پنځه کلونو ماشومان واکسين سي.دده په خبره چي ددغه کمپاين پر مهال به 242 رضاکاران او 121 واکسيناتوران له دوي سره همکاري وکړي.
داکتر نوراحمد وايي زابل يو له هغو ولايتونو څخه دي چي د شري واقعات پکي زيات دي.

پر همدي مهال د زابل يو شمېر اوسيدونکي هم د شري ضد واکسين د شروع کيدو څخه خوښي ښيي او وايي د واکسين له کار کوونکو سره به همکاري وکړي.دوي وايي په هغو سيمو کي چه واکسين کيږي هلته د شري ناروغي کمه او هلته چي واکسين نشته نو زيات ماشومان د شري له ناروغي خپل ژوند له لاسه ورکوي