کور / تازه خبرونه / د کوچيانو او ځايي مېشتو ترمنځ شخړه سياسي ده

د کوچيانو او ځايي مېشتو ترمنځ شخړه سياسي ده

د ولسمشر حقوقي سلاکار وایي د کوچيانو او ځای میشتو ترمنځ شخړه سیاسي پروژه ګرځیدلې او په مناسب وخت کې به په دې اړه له ملت سره پوره معلومات شریک کړي .
د جمهور رئیس حقوقي سلاکار ښاغلي ډاکټر عبدالعلي محمدي،د میدان وردګو والي،ولایتي شورا غړو،عدلیې،قضایي او امنیتي ارګانونو،ادارو مسؤلینو او مخورو سره د لیدنې په ترڅ کې وویل د کوچي او ځای میشتو ترمنځ شخړې د یوې سیاسي پروژې بڼه غوره کړې او یو شمېر کسان د دغه پروژې سوداګر دي،چې په مناسب وخت کې به په دې اړه بشپړ معلومات له ملت سره شریک کړي .
نوموړی وویل : جلالتماب جمهور رئیس چارې پیل کړي،ترڅو د ټول هېواد په کچه د کوچيانو او ځای میشتو ترمنځ شخړه په بشپړ ډول حل کړي او په دغه برخه کې بېلابېلې کمیټې ټاکل شوي،چې د زیانونو، ځمکو معلومولو او نورو برخو کې کار ترسره کوي .
ده همدا راز د میدان وردګو ولایت مسؤلینو او ولسونو ته ډاډ ورکړ،چې د نورو سربېره په عدلیې او قضایي برخو کې جمهور رئیس د بېلابېلو لارو څخه زیات معلومات تر لاسه کړي او د دغه غونډو په ترڅ کې به نور معلومات هم راټول او له ولسمشر سره به یې شریک شي .
د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات د جمهور رئیس څخه مننه وکړه،چې د عدلیې او قضایي ستونزو د څېړنو په موخه یې خپل حقوقي سلاکار دغه ولایت ته راوستولو .
ده زیاته کړه، د کوچیانو او ځای میشتو ترمنځ په دې وروستیو کې کومه تازه پېښه نده شوې خو له ټاکل شویو کمیسونونو څخه هیله لرم،چې خپلو چارو ته دوام ورکړي او دغه ستونزې ته اساسي حل لاره چاره ولټوي .
نوموړی وویل په دغه ولایت کې د دوسیو د پرمخ وړلو په موخه د مدافع وکیلانو کموالی، د یو شمېر دوسیو ځنډنۍ څېړنې، په هغه ولسوالیو کې چې امکانات برابر دي د څارنوالۍ او محاکمو د فعالیتونو نشتون او قاضیانو او څارنوالانو ته پوره سهولتونه نه برابریدل په عدلیې او قضایي برخه کې د دغه ولایت عمده ستونزې دي .
ښاغلي حیات وویل د حکومت ټولې کړنې باید د ولسونو د باور تر لاسه کولو په موخه ترسره شي او لازمه ده،چې په عدلیې او قضایي برخه کې هم د ستونزو په حل کولو سره موږ د ولسونو بارو ترلاسه کړو .
د ولایت مقام د غونډو په تالاره کې په جوړه شوې غونډه کې د ولایتي شورا غړو د خپلو خبرو په ترڅ کې په د قضایي ارګانونو په بېلابېلو برخو کې د خلکو ستونزې د جمهور رئیس له حقوقي سلاکار سره شریکې کړې .
د جمهور رئیس حقوقي سلاکار ښاغلي ډاکټرعبدالغلي محمدي همدا راز د استناف څارنوالۍ او محکمې له غړو سره هم د دوی په ادارو کې بېلابېلې غونډې ترسره کړې او ټاکل شوې،چې د نن ورځې په ترڅ کې د میدان وردګو ولایت له بند خونې څخه هم لیدنه وکړه