کور / تازه خبرونه / ویسا: د سولې خبرې ډرامه که واقعیت؟

ویسا: د سولې خبرې ډرامه که واقعیت؟

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې یو ځل بیا د سولې په اړه روانو بحثونو او د طالبانو د مشر ملامحمد عمر د موجودیت په اړه اندېښنو او پوښتنو ته ځانګړي کړي دي.

چراغ:

چراغ نادولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د سولې پروسه که د پاکستان لوبه.

په سرمقاله کې راغلي چې د سولې په خبرو کې ټول امتیاز پاکستان ته ورکول کیږي؛ ځکه چې همدې هېواد د لومړي ځل لپاره د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ رسمي خبرو ته زمینه برابره کړه.

سرمقاله لیکونکي ویلي، د اندېښنې خبره دا ده چې د ناروې، قطر، چین او پاکستان په خبرو کې د طالبانو بېلابېلو پلاوو ګډون کړی و او تراوسه د طالبانو له خوا د خبرو لپاره پلاوی نه دی مشخص شوی.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا د سولې عالي شورا د چارواکو په حواله لیکلي؛ که دویم پړاو خبرې د اوربند سبب نه شي؛ د سولې پر خبرو به باور له منځه ولاړ شي.

ویسا:

د سولې خبرې ډرامه که واقعیت؟ دا بیا د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی.

په سرمقاله کې راغلي چې اکثره خلک د سولې دویم پړاو خبرو ته خوشحاله دي؛ خو د سرمقالې لیکوال ویلي، هغه کسان چې د افغانستان جریانات له نږدې څاري په دې خبرو زیات ډاډه نه دي.

د ورځپاڼې په باور د سولې د خبرو د ټینګښت په درشل کې باید اوربند وشي؛ څو د سولې پلویان او مخالفین مشخص شي.

همدې ورځپاڼې بیا په یوه جلا مطلب کې لیکلي چې د ملاعمر زوی به د خپل پلار ځای ناستی شي.

په مطلب کې د پاکستان د د نیوز ورځپاڼې په حواله ویل شوي چې د ملاعمر مشر زوی محمد یعقوب چې ۲۶ کاله عمر لري؛ ممکن د طالبانو په مشوره د ملا عمر ځای ناستی شي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې لیکلي؛ که چېرې د ملا عمر د مړه کېدو خبر تائید شي؛ د ده مشر زوی محمد یعقوب به د ملا اختر محمد منصور پر وړاندې ودریږي او د طالبانو رهبري به په غاړه واخلي.

په مطلب کې راغلي چې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د موجودیت په اړه شکونه له پخوا موجود وو او دغه شکونه هغه وخت لا پسې زیات شول چې تېره اونۍ د فدایي محاذ په نوم د طالبانو یوې ډلې وویل چې ملا عمر وژل شوی دی.