کور / تازه خبرونه / حکومت تائېد کړه چي د کوهستانات ولسوالي ئې له لاسه وتلې ده

حکومت تائېد کړه چي د کوهستانات ولسوالي ئې له لاسه وتلې ده

افغان چارواکي وايي د سرپل ولایت پر کوهستانات ولسوالي ئې حاکمیت له لاسه ورکړی او طالبانو تر شدید جنګ وروسته ځني نیولې ده.
د سرپل د ولایتي شورا غړي اسدالله خرم هم تائېد کړې چي طالبانو نن سهار د کوهستانات ولسوالۍ مرکز له حکومت څخه نیولی دئ.
پر دغه ولسوالي باندي د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ له تیرو درو ورځو راهیسي سخت جنګ روان وو، چي پرون ولایتي چارواکو سیمي ته د اضافه ځواک د لېږلو خبر هم ور کړی وو.