کور / تازه خبرونه / مزارشریف: د ولایتي شورا پخوانی غړی د ځانمرګو پر انتقال نیول سوی دئ

مزارشریف: د ولایتي شورا پخوانی غړی د ځانمرګو پر انتقال نیول سوی دئ

د بلخ ولایت د ملي امنیت چارواکي وايي د ولایتي شورا پخوانی غړی ئې مخکي له دې نیولی دئ، چي غوښتل ئې څو تنه ځانمرګي حمله کوونکي د ولایتي شورا تعمیر ته انتقال کړي.
د بلخ د ولایتي شورا رئيس محمدابراهیم خیراندېش وايي وايي عبدالرشید دوران د ولایتي شورا پخوانی غړی وو، چي د ملي امنیت د مسئولینو له خوا د ځانمرګو د انتقال په تور نیول سوی دئ او اوس تر تحقیقاتو لاندي دئ.