کور / تازه خبرونه / د هند پخوانی ولسمشر پروفیسر زین العابدین عبدالکلام ومړ

د هند پخوانی ولسمشر پروفیسر زین العابدین عبدالکلام ومړ

د هندوستان یوولسم ولسمشر عبدالکلام پرون د ۲۰۱۵ کال د جولای پر ۲۷ -مه ماښام پر ۷:۴۵ دقیقې د زړه د ناڅاپي حملې له امله د څه کم ۸۴ کالو په عمر مړ سو. انالله و ا نا الیه راجعون
نوموړی وروسته له هغه روغتون ته ورسول سو چي د میګالیه ایالت د مرکز شیلونګ په Indian Institute of Management کي د لیکچر پر مهال په صنف کي راچپه سو.
پروفیسر عبدالکلام د ۱۹۳۱ کال د اکتوبر پر ۱۵ په تامیلناډو ایالت کي زېږېدلی او له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۷ کال پوري د هندوستان ولسمشر وو.

عبدالکلام چي په یوه غریبه کلیواله کورنۍ کي زېږېدلی وو، په کوچنیوالي کي ئې اخبار خرڅاوه، خو د تعلیم په زور ئې ځان د نړۍ د غټي دیموکراسۍ تر مشرتوب پوري ورساوه او د هندي سیاستوالو په منځ کي تر ټولو عالم او پوه کس بلل کېدئ، چي د فزیک او هوايي انجینرۍ په برخو کي ئې زدکړي کړي وې.

نوموړي د اټومي وسلو او لیري واټن ویشتونکو توغندیو په برخو کي تحقیقات کړي ول او د Missile Man لقب ئې وړی وو. عبدالکلام په ۱۹۹۸ کال د هند تر اټومي ازمویني وروسته د ملي اتل په حیث مشهور سو.

پروفیسر عبدالکلام د هند په لسهاوو پوهنتونو کي لیکچرونه ورکړي وو او له ډیرو علمي موسسو سره ئې د ژوند تر پایه همکاري کوله.

د ارواښاد عبدالکلام پر مړېنه د تامیلناډو حکومت اووه ورځي ماتم اعلان کړی دئ، د هند ولسمشر پراناب مکرجي، صدراعظم نریندرا مودي، د ولسمشر مرستیال حمید انصاري، د کورنیو چارو وزیر رجنات سینګ او ډېرو سیاستوالو خواشیني څرګنده کړې ده.

د ډاکټر عبدالکلام مړی ډهلي ته انتقال سوی دئ چي تر رسمي مراسمو وروسته به خاورو ته وسپارل سي.