کور / تازه خبرونه / انجيوګاني بايد پرمختيايي پروژې له رياستونو سره همږغي کړي

انجيوګاني بايد پرمختيايي پروژې له رياستونو سره همږغي کړي

د کندهار والي په دغه ولايت کي پر مېشتو مرستندويه ادارو ټينګار وکړ چي خپل فعاليتونه او پروژې له اړوندو رياستونو سره شريکي او همږغي کړي.
نن سهار په ولايت مقام کي ولايتي پرمختيايي غونډه جوړه سوې وه چي پکي د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي تر څنګ د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي، يو شمېر رئيسانو او د مرستندويه ادارو مسوولينو ګډون کړی وو.
د غونډي په پيل کي يو شمېر رئيسانو شکايت وکړ چي په کندهار کي مېشتي مرستندويه ادارې له دوی سره خپلي پروژې او فعاليتونه نه همږغي کوي او ډېر کله داسي پروژې عملي کيږي چي د خلکو د اړتياوو ته ځواب ويونکي وي يا په کيفي لحاظ ډېري کمزوري وي.
د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وويل چي له ډېرو کلونو راهيسي مرستندويه ادارې یوازي په نژدې ولسواليو کي چي په امنيتي لحاظ خوندي وي، خپل پروګرامونه پلي کوي او ليري ولسوالۍ له هر ډول پرمختګ څخه محرومي دي. نوموړي غوښتنه وکړه چي انجيوګاني بايد د نژدې ولسوالیو تر څنګ ليرو ولسواليو ته هم خاصه توجه وکړي او پرمختيايي پروژې تر هري ولسوالۍ پوري وغځوي.
د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي وويل چي د ښار او ولسواليو د مامورينو معاشات مساوي دي، په داسي حال کي چي د ولسواليو د مامورينو امتيازات بايد د ښار په پرتله ډېر وي. هغه زياته کړه مامورين په کمو امتيازاتو زړه نه ښه کوي چي ولسواليو ته ولاړ سي، خو که مرستندويه ادارې د ولسواليو د مامورينو په امتيازاتو کي مرسته وکړي، نو مامورين به دې ته زړه ښه کړي چي ولسواليو ته ولاړ سي او ولسوالۍ به د حکومتدارۍ په لحاظ قوي سي.
د فوايد عامې رئيس انجنېر عبدالمحمد وويل د کندهار اوسېدونکي د ښار په داخل کي هيڅ ډول تشنابونه نه لري چي په دې برخه کي ښاريان له ستونزي سره مخ دي. نوموړي هيله وښوده چي مرستندويه ادارې په ښار کي د نارينه او ښځينه تشنابونو د جوړولو لپاره يوه پروژه ډيزاين کړي تر څو ښاريانو ته اساني جوړه سي.
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د رئيسانو د ستونزو تر اورېدو وروسته وويل چي هيڅ مرستندويه اداره پخپل سر حق نه لري چي پروژې ډيزاين او پلي کړي. هغه زياته کړه هره مرستندويه اداره بايد لومړی له اړوند رياست سره خپل پروګرامونه همږغي او د رياست له خوا د خلکو غوښتني ورته وړاندي سي او دوی د خلکو د غوښتني مطابق خپل پرمختيايي پروګرامونه ډيزاين کړي.
د کندهار والي يو شمېر رئيسانو ته سپارښتنه وکړه چي د ملي پيوستون پروګرام له مسوولينو سره غونډي جوړي کړي او خپلي اړتياوي ورته په ګوته کړي، تر څو ملي پيوستون خپله هغه بودجه چي د سږ کال لپاره يې تخصيص کړې، پر داسي پروژو ولګوي چي د خلکو اړتياوو ته ځواب ويونکې واوسي.