کور / تازه خبرونه / په چترال کې دسيلابونوله امله ٢٠ کسان مړه شوي

په چترال کې دسيلابونوله امله ٢٠ کسان مړه شوي

پېښور: دبي بي سي د خبرله مخې په قبایلي سیمه کې د تېرې شپې د ناڅاپي سیلاب له کبله ډېر زیانونه اوښتي دي.د پولیسو په وینا، له اوبو وړیو ۲۰کسانو یې د ۱۵مړي موندلي دي.د دغې پېښې په ګډون په چترال کې له یوې اوونۍ راهیسې د بارانو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۵تنو ته لوړ شوی.پولیس وايي، له ځینو کلیو ۲له ځینو کلیو ۳کسان اوبو وړي، چې وايي، د دغو کسانو لټون روان دی.د تېرې شپې سیلاب پایله کې تر ټولو ډېر زیان د مستوج مورکهو سیمه کې اوښتی.د ځايي پولیسو یو چارواکی سعید الله وايي، د سیمې اوسېدونکو دوی ته ویلي، چې اوبو وړیو کسانو کې مېرمنې اوماشومان هم شامل دي.د مورکهو دا سیمه د بهوني سرک سره څېرمه ده، چې له تېرو ۱۰ورځو راهیسې یې له نورو سیمو سره لارې تړلې بندې شوې.ویل کېږي چې بهوني ته د تللې لارې پرانیستلو هڅې روانې دي. د سیمې خلک د څښاک د اوبو، خوراکي توکو او درملو له سخت کمښت سره مخامخ دي.پولیسو وايي، د سیمې اوسېدونکو دوی ته ویلي، چې اوبو وړیو کسانو کې مېرمنې اوماشومان هم شامل دي د سیمې خلک وايي، چې د دوی مرستې ته هېڅوک نه دي ورغلي.دوی وايي، په سیمه کې هېڅ کوم پنډغالی یا د کومې بلې سر پناه غم یې هم نه دی خوړل شوی.چترال کې دغه سیلاب له ځانه سره ډېرې خټې او چکړې راوړې، چې له کبله یې کورونو ته ډېر زیانونه اوښتی.ځايي خلک وايي، هغه کورونه چې له نړېدو خوندي پاتې شوي هغه هم سیلاب راوړو خټو او چکړو له کبله د اوسېدو وړ نه دي.