کور / هراړخیز / (مینه پال) کندهاري فرهنګیانو هم وستایه او هم یې و ارزوئ

(مینه پال) کندهاري فرهنګیانو هم وستایه او هم یې و ارزوئ

تېره سه شنبه چي د چنګاښ له ۳۰ مي نېټې سره سمون لري، کندهاري فرهنګیانو د کندهار د اطلاعات و کلتور پخوانی رئیس ښاغلی دوا خان مینه پال هم وستایه او هم یې د نوموړي د تېرو درو کلنو کاري چارو ارزونه وکړه.
په یاده غونډه کي چي د فرهنګیانو تر څنګ مدني او سیاسي فعالان، ممثلین، او ژورنالیستانو ګډون درلود، هر یوه په خپل وار د ښاغلي مینه پال کړني تر ډیره مثبتي و ارزولې.
غونډه په قراني پلوشو پیل سوه، وروسته ملي سرود او بیا پرانیستونکې وینا د کندهار فلم مسوول ښاغلي حکمت الله څرک وکړه. ښاغلي څرک وویل (زموږ ددې ستایني او ارزوني له غونډي یو هدف دادئ، چي نور به د هر چارواکي چاري په ګډه څارو، ښه ته یې ښه او بد ته یې بد وایو. زه نن ځکه خوشحاله یم چي د ښاغلي مینه پال د غونډي لپاره په سلهاو ځوانان راټول دي او په ژوندوني له یوه رئیس سره مخه ښه کوي. څرک ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه ، چي مینه پال صاحب هم باید خپلي تجربې او چلینجونه زموږ سره شریک کړي، تر څو نوي ځوانان اعظمي ګټه ترې پورته کړي).
دوهمه وینا چي د مینه پال پر ادبي، فرهنګي او کاري ژوند باندي بحث وو، د ښاغلي نثار احمد صالح له خوا پیل سوه، نوموړي وویل (لکه څنګه چي یوه کارمند په دفتري چارو کي د وظایفو د لایحې مطابق دنده مخته وړي، همداسي د یوه هیواد اوسېدونکی په خپله سیمه کي ځانګړې وظایف او مکلفیتونه لري، زموږ د شاته والي یو علت دا دئ چي موږ د وطن پر برابر خپلي دندي یا نه پېژنو او یا یې نه تر سره کوو! خو لویه بدبختي بیا دا ده چي پر خپلو غلطیو اعتراف هم نه کوو، موږ که د فرانسې د انقلاب د سرلاري ژان ژاک روسو کړني وګورو، هغه تر ډیره پر خپلو غلطیو اعتراف کړئ او هدف یې دا دئ چي نوی نسل اجتناب ځني وکړي. بله خبره دا چي موږ ولي مینه پال صاحب ستایو او ارزو؟ د ستایني یو علت یې دا دئ چي د مینه پال په درې کلن دور کي هغه کارونه چي سوي او زما په یاد دي، دا دي: ۱- د کندهار مجلې د چاپ بیا پیل تر نن روځي پوري، کندهار مجله د نورو مجلو په شان نده، دا مجله د ددې سیمي د تاریخ د اثبات یو ښه ماخذ کېدایسي، ځکه ډیرو درنو لیکوالو ډیر څه پکښي ویلي.
۲- د طلوع افغان منظم پیل او تر ډیره دا تاریخي اخبار له دولتي انحصاره خلاصول، ما ته په وار-وار ویل سوي چي د طلوع افغان لپاره لیکني راکړه چي بېله کوم سانسوره یې درته خپرې کړو، چي زما په فکر دا یو تحول دئ.
۳- بله مهمه خبره د علمي سمینارونو ده، د ښاغلي مینه پال په وخت کي موږ د څو لویو او کوشنیو سمینارونو شاهدان یوو.
۴- د کندهار د ځینو مشاهیرو د قبرونو موندل چي دا سلسله اوس هم روانه ده او هیله ده چي راتلونکی رئیس به هم دې کار ته دوام ورکړي.
۵- د مشاعرو نوی شکل او منظم انډول، چي هره انارګل مشاعره په ښه نظم سره پیل او د کندهاري فرهنګیانو په پوره هڅو پای ته رسیږي، میاشتنۍ مشاعري تاسو وینئ او همدا رنګه د نورو ولایاتو له فرهنګیانو سره اړیکي هم د پام وړ دي.
۶- تر ټولو لوی کار چي هغه د لوی احمدشاه بابا خول دی، ددې خول محافظت او د تل لپاره خوندي کول، چي یوه کیلې یې د خرقې له کسانو او بله یې د ولایت له چارواکو سره ده، نور هیڅوک نسي کولای چي راسې او دا ستر خول پر خپل سر پر سر کښېږدي.
۷- د موسیقۍ د مینه والو لپاره په یاد ریاست کي د درس او تمرین زمینه سازي، چي په ترڅ کښي یې ډیر ځوانان له یاد کورس څخه فارغ او اوس خپله هنري تنده په خپلو ګوتو ماتوي.
۸- په کندهار کي د مېرمنو لپاره په همدې ریاست کي د کمپیوټر او انټرنیت د تدریس زمینه برابرول چي دا کار یې هم نهایت د توجه او ارزش وړ دئ).
ښاغلي صالح د مینه پال په اړه د منفي لیکنو په ارتباط وویل(موږ باید هره کړنه ددې وطن د نافذه قوانیو په رڼا کي وکړو، موږ ته اساسي قانون د بیان د ازادۍ حق راکړئ؛ نو موږ هم هر سالم انتقاد ته خوښ یوو، خو په دې شرط چي قوانین پایمال نسي! هیڅ انسان تر انتقاد لوړ ندئ، مینه پال په پیل کي له ډیر جدیت سره ریاست پیل کړ او ځیني کسان یې له لاسه ورکړه مګر وروسته یې د خپل ریاست دروازه ددې وطن د هر انسان پر مخ خلاصه پرېښوول، نو ځکه چي نن مینه پال ځي، د کندهار هر بافرهنګه پسي غمجن او ارمانجن دئ،خو شکر چي مینه پال اشنا په ژوند راڅخه ځي او لوړ پوسټ تر لاسه کوي.
د خبرو درېیم رونی ښاغلي احسان الله احسان ته ورسېدئ، ښاغلي احسان د مینه پال پر ټولنیز او اجتماعي ژوند بحث وکړ، نومودي وویل:
(مینه پال زما ملګری دئ، زه ملګري زیات لرم مګر د مینه پال یوه ښېګڼه داده چي د وطن د ګټو لپاره تر هر ځایه او هري غونډي پوري ځغاستي کوي! کله چي مینه پال د اطلاعات و کلتور رئیس سوئدئ، ددې ولایت خلک د یاد ریاست په تعریف او اهمیت پوه سويدي.
احسان د مضرو کړیو په اړه زیاته کړه (ډیر کسان له مینه پال سره شخصي عُقدې لري او تر خپل شخصي عقدو د وطن ملي ګټي او کاریګر اشخاص قربانوي.

تر احسان وروسته د کندهار فلم ډایریکټر ښاغلي جاوید وطنیا په خپل وار وویل (مینه پال ډیرمینه ناک رئیس وو، زموږ سره د خپل فیلډ مطابق همکار پاته سوئ او زه یې کور ودانی وایم.
اوس نو وار په کندهار کي د نی دفتر و مشر ښاغلي سیمع غیرتمل ته ورسېد او هغه وویل( مینه پال صاحب زما څخه ځکه ډیر په تکلیف وو، چي ما به هر وخت زنګ ورته واهه، خو ښه والی دا دئ چي هیڅ وخت یې لاجوابه نه یم پرایښئ، زموږ له خبریالانو سره پوره همکار وو، او تل یې همکاري کړې وه چي زه یې کور ودانی او ستاینه کوم).
ددې تر مخه چي مینه پال خبري پیل کړي، ښاغلی محمد یار(یار) پر ټلیفون راغلئ، یار صاحب وویل(هغه فرهنګ چي ما یې ارمان درلودئ نن ورته ورسېدم. که زما فرمایش منل کېدای، دا غونډه به ما ځنډولې وای تر څو مي خپله هم ګډون پکښي کړی وای. زه نه پوهیږم چي مینه پال ښه سړی دئ او که ددې غونډي جوړونکي؟ خو نتیجه ګیري به داسي وکړو، چي هم مینه پال مینه ناک او کارنده دئ او هم تاسو فرهنګیان بافرهنګه یاست.
ښاغلي یار د مینه پال د کار په اړه وویل(د مینه پال پر کار هیڅوک سترګي نسي پټولای او د مینه پال وراره څخه باید نوي ځوان د کار تخنیکونه زده کړي او هیله یې وښوول چي دغه د ستایني او ارزوني فرهنګ تر والیانو او نورو چارواکو پوري ورسوي. خدای دي وکړي چي د افغانستان د اطلاعات و فرهنګ وزیر ښاغلی جهاني او کندهار والي ددغه ریاست لپاره داسي کس وټاکي، چي هر څه په درانه سي او پر تاسو ځوانانو ږغ کوم چي له خپلو ټولو وطنوالو سره همکار پاته سئ، زه په تاسو ټولو ویاړم او پر تاسو دي سل سلام، هزار سلام وي).
ځوان مدني فعال، سعیدالله ترکي هم په خپل وار د مینه پال په اړه لنډ وویل(زه له مینه پال صاحب سره نژدې پاته سوئ یم، هغه اخلاص او مینه چي مینه پال له خپل وطن سره لري، ډیر لږ کسان دي. موږ د مینه پال کاکا په درې کلن دور کي ډیر تغیرات ولیدل، باید له داسي ځوانانو په ژوند کي حمایت وسي).
د سټېج مایک چي مینه پال صاحب ته وسپارل سوو، نوموړي وویل( زه اول له تاسو ټولو تشکر کوم، ما په ژوند کي ډیري سختي تیري کړي او د کورنۍ ډیر کسان مي له لاسه ورکړي، مګر کوم درد چي ماته په خپل درې کلن کاري ژوند کي راکړل سوو، بیخي ډیر وو. دا درد قانوني او اصولي نه وو، بلکي د ځینوکړیو لخوا د توطئیو جوړول ول، ما هیڅ وخت داسي فکر نه کاوه چي انسان دي دومره پس او ضعیف هم سي لکه په کندهار او له کندهاره بهر ځیني مضري کړۍ!
ښاغلي مینه پال وویل(هغه شایعات چي د کندهار د تاریخي ابداتو په اړه په ما پسي خپاره سوي او یا نشر سوي دي، یو هم اساس او رشتیا ندي، زه د افغانستان هر فرد ته حاضر یم چي ټکي په ټکي حساب ورکړم!!
مینه پال وویل(د کندهار نوي والي د اختلاس د افواهات پر اساس زما ریاست ته یو پلاوی را لیږلئ وو چي پلټي وکړي، یاد پلاوي چي یوه ذره ستونزه یې زموږ په مالي پاڼو کي پیدا نکړه وویل، چي موږ فکر نه کوو چي په ټول افغانستان کي دي داسي پاک او راڼه حسابونه موجود وي! هغه تور مخي خبریالان چي د ژورنالیزم پر سپین مسلک تور ټکي دي، په لوی لاس د دولت کارمندان له کاره را ګرځوي او د شخصي پروژو په وجه خنډونه ورته پېښوي، کله چي ما د اطلاعات و کلتور د تاریخي آبداتو د مدیرپه شمول د ټولو کارمندانو اسناد وغوښتل، دا چي ښاغلي عزیز اسناد نه درلودل او ما فشار پر واچوئ، بیا نو دې ځوان منفي تبلیغاتو ته مخ کړئ).
مینه پال د خپل کاري بهیر په اړه وویل(تاسو راسئ ریاست ته او اوسنی حالت له پخواني سره پرته کئ او بیا قضاوت وکړئ!)
د ځوانانو د چکچکو په بدرګه ښاغلي مینه پال خپلي خبري پای ته ورسولې.
د غونډي په وروستیو کي هغه ستاینلیک چي د کندهار فلم، بېنوا فرهنګي ټولني، روهي ادبي بهیر او ودان افغانستان ګوند لخوا ترتیب سوئ وو، د ښاغلي ذاهد رحمان په لاسونو ښاغلي مینه پال ته ورکړل سوو.

غونډه په دعاء ویلو پای ته ورسېدل.