کور / تازه خبرونه / شمسي: په وسله والو مخالفينوکي د جنګ انګېزه ضعيفه سوې ده

شمسي: په وسله والو مخالفينوکي د جنګ انګېزه ضعيفه سوې ده

د ولايت مقام مرستيال وايي د سولي د خبرو له پيلېدو سره د وسله والو مخالفينو په منځ کي د جنګ انګېزه ضعيفه سوې ده.
په امنيتي غونډه کي چي نن سهار په ولايت مقام کي جوړه سوې وه، د ولايت مقام د مرستيال عبدالعلي شمسي تر څنګ د ملي امنيت رياست مرستيال، د سرحدي ځواکونو قومندان جنرال عبدالحي اطرافي، د ملي اردو د دريمي لوا د ارکان رئيس ډګروال غلام حضرت او د افغان ځواکونو يو شمېر نورو مشرانو ګډون کړی وو.
د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي وويل چي د افغانستان د وسله والو مخالفينو مورال او د جګړې انګېزه ضعيفه سوې او وسله وال چمتو دي چي په ولايتي سطحه هم سوله وکړي او له جګړې څخه لاس واخلي. نوموړي زیاته کړه تر بل هر وخت اوس د دې زمينه برابره ده چي د ولاياتو په کچه له وسله والو مخالفينو سره خبري وسي او دې ته اماده سي چي له جګړې لاس واخلي.
شمسي سپارښتنه وکړه چي د سولي شورا بايد له دې زمينې څخه استفاده وکړي او د ولايت په کچه د وسله والو مخالفينو له قومندانانو سره په تماس کي سي او دې ته يې اماده کړي چي سوله وکړي. د هغه په خبره: د سولي له مذاکراتو سره دا جوته سوه چي د وسله والو مخالفينو مشران اوس غواړي سوله وکړي، ځکه نو موږ ته په کار ده چي د ولاياتو په سطحه د وسله والو مخالفینو له قومندانانو سره تماس ونيسو او خبري ورسره وکړو تر څو هغوی د خپلو مشرانو غوندي سولي ته راسره کښېني.
عبدالعلي شمسي له ټولو افغان ځواکونو څخه مننه وکړه چي د کندهار د خلکو لپاره يې د اختر په شپو ورځو کي ډاډمنه فضا رامنځته کړې وه. هغه زياته کړه امنيتي ځواکونو د اختر په ورځو کي واقعاً خولې تويي کړې او د خپلو خلکو د امنيت لپاره يې نه ستړي کېدونکي هلي ځلي وکړې. نوموړی داراز د کندهار له خلکو څخه مننه وکړه چي په اختر کي يې له خپلو ځواکونو سره هر اړخيزه همکاري کړې ده.
د سولي شورا رئيس عطاء محمد احمدي وويل دوی هڅه کوي چي په ولسواليو کي د سولي په باب غونډي جوړي کړي او د وسله والو مخالفينو له ولايتي مشرانو سره مذاکرات وکړي، تر څو له جګړې څخه لاس واخلي. هغه زياته کړه چي د وسله والو مخالفينو په ليکو کي اختلافات رامنځته سوي او ډېر يې غواړي چي سوله وکړي او عام خلک هم دې ته خوشحاله دي چي وسله وال مخالفین له جګړې څخه لاس پر سر سي.
د ملي امنيت منسوبينو خبر ورکړ چي تېره اوونۍ يې په ميوند ولسوالي کي ۱۵ وسله وال مخالفین وژلي او ۱۶ نور يې ژوندي نيولي دي. د ملي امنيت رياست وايي چي ۳۰ کيلو چاودېدونکي توکي او ۳۵ ماينونه يې ترلاسه او شنډ کړي دي.
د ملي اردو د دريمي لوا د ارکان رئيس ډګروال غلام حضرت وويل چي د غورک ولسوالۍ په عملياتو کي يې چي له درو اوونيو راهيسي يې دوام درلود، د وسله والو مخالفينو د ۲۸ قومندانانو په ګډون ۱۴۳ وسله والو وژلي دي. هغه زياته کړه چي له وسله والو مخالفينو څخه يې ۶۰ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي، ۵ پټاکۍ، ۵۰ متره ثانيه سوز لاين، ۳ زيکويک، يوه دهشکه او يو ۲۸ملي مترۍ هوان ترلاسه کړي دي. نوموړي وويل چي داراز يې د وسله والو مخالفينو ۲ لنډکروزر موټران، ۴ سراچه موټران او ۲۰ موټرسايکلان تخريب کړي دي.