کور / تازه خبرونه / فاریاب: افغان ځواکونو د طالبانو مهم مرکزونه نیولي دي

فاریاب: افغان ځواکونو د طالبانو مهم مرکزونه نیولي دي

افغان امنیتي ځواکونو د فاریاب ولایت په المار ولسوالي کي له طالبانو دوه مهم مرکزونه نیولي دي.
د المار ولسوال محمدصالح صالح رسنیو ته ویلي چي په دې دوو مرکزونو کي ئې یو د طالبانو محبس وو چي بندیانو ته به ئې شکنجې پکښي ورکولې.
د صالح په وینا امنیتي ځواکونو د المار د بادغیسي او توربت سیمي له طالبانو نیولي چي په تیرو دوو کلونو کي ئې تر لاس لاندي وې.
په فاریاب ولسوالي کي له څو اونیو راهیسي جنګونو زور اخیستی او تېره اونۍ د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم هم له دې ولایت څخه لیدنه وکړه او طالبانو ته ئې د تسلیمېدو دپاره یوه اونۍ مهلت ورکړی وو.