کور / هراړخیز / د قدر د شپې عظمت او وخت

د قدر د شپې عظمت او وخت

د قدر د شپې عظمت او وخت!

الله (ج) په خلق سوو شيانو کښي يو پر بل برتري موجوده کړې، ځيني يې پر ځيني نورو برتر خلق کړي دي؛ ځيني انسانان پر نورو انسانانو، ځيني ځايونه پر نورو ځايونو او ځيني اوقات پر نورو اوقاتو د هغه د عظمت او مقام په خاطر لوى او لوړ دي. په اوقاتو کښي يې د روژې مياشت د يوولسو مياشتو سرداره ګرځولې او د بنده لپاره يې د مغفرت، رحمت او د اور څخه د خلاصون مياشت بللې ده. ددې مياشتي عبادات او اطاعات يې ورته په څو برابره شمارلي او د مياشتي په اوږدو کښي يې داسي لوى نعمتونه مقرر کړي، لکه د قدر شپه چي د زرو مياشتو د عبادت ثواب، يوې شپې لره ورکول کيږي، چي څه باندي درې اتيا (٨٣) کاله قبول سوى عبادت کيږي.

د ننني عصر په يو مغلق، مشغوله او په مشکلاتو کي را ګير ژوند کښي انسان دومره لالهانده او ورک دى، چي اصل او فرضي توکي لا ځني ترک کيږي. نو بيا خو د ګوتو په شمار يو څو شپو کښي د زرو مياشتو قبول سوى عبادت د ثواب ورکړه د بنده لپاره لوى نعمت دى او دا نعمت د رسول مقبول (ص) د امت لپاره خاص امتياز دى. الله (ج) دي را نصيب کړي. ددې شپې ورکړه د سردار عالم وه امتيانو ته مختلف عوامل او رازونه لري: ددې شپې د ورکړي يو راز دا ؤ، چي د تيرو امتونو د خلکو عمرونه زيات وه، ډول-ډول او ډير ډير عبادات به يې کول، نو الله سبحانه و تعالى و امت محمدي ته د قدر شپه ورکړه، ترڅو دا امت په فضيلت کښي تر نورو امتونو کم نه سي.

ځيني علماء بيا د حضرت حسن بن على بن ابو طالب په روايت وايي، چي الله (ج) و سليمان ع ته پنځه سوه (٥٠٠) مياشتي باچاهي او سلطنت ورکړى ؤ؛ داسي يو سلطنت او باچاهي، چي نه يوازي پر انسانانو بلکي پر بادونو، مرغانو، حيوانانو او ټولو باندي يې واک او سلطه درلودل. سلطان ذوالقرنين (رح) ته هم الله ج دومره باچاهي او سلطنت ورکړى ؤ، نو الله ج و امت د نبي الله ص ته دا امتياز ورکړى، ترڅو د سلېمان (ع) او ذوالقرنين (رح) د سلطنت په اندازه عبادت په يوه شپه وکړي. علماء کرام يو راز دا هم بيانوي، چي رسول (ص) و صحابه ؤ ته د يو باچا کيسه کول، چي زر زامن يې د الله (ج) په لار کښي ورکړي وه، صحابه ؤ (رض) ددې ثواب او فضيلت په هکله حيرت او تعجب وکړ، نو الله ج وه دې امت ته داسي يوه شپه ورکړه، چي د يوې شپې د عبادت ثواب يې د زرو مياشتو د عبادت ثواب لري.

دا شپه الله (ج) د روژې په اخرو لسو شپو کښي و ټاکل، ځکه بنده ګان د روژې و اخر ته ستړي وي او ډېرو عباداتو کمزوري کړي وي، نو بنده ګان بايد ځکه په دا لسو شپو کښي عبادت ډير وکړي، تر څو د قدر د شپې له انوارو څخه برخمن سي او په دا لسو شپو کښي يې ځکه پر طاق شپه برابره کړه، چي (ان الله وتر و يحب الوتر) يعني الله (ج) طاق دی او طاق خوښوي. يعني د ٢١، ٢٣، ٢٥، ٢٧ او ٢٩ شپې. داچي په طاقو شپو کښي د کومي شپې احتمال ډېر دى، په دې هکله رئس المفسرين حضرت عبدالله بن عباس (رض) فرمايي، چي د اوويشتم (٢٧) شپه، د قدر شپه ده.
ځکه که چيري وکتل سي، په سورة القدر کښي د ليلة القدر الفاظ درې واري راغلي دي او الفاظ د ليلة القدر که حساب کړل سي، نهه (٩) حروف دي، اوس که چيري د الفاظو تعداد د حروفو په تعداد کي ضرب کړو، نو به اوويشت (٢٧) سي. يعني (٣×٩=٢٧) نو د اوويشتم شپه د قدر ده او الله (ج) خپله راوښودل.
د روژې اوويشتمه شپه د قدر د شپې زيات احتمال لري او علماء کرام بل دليل دا وړاندي کوي، چي د عثمان بن ابى العاص يو مريی ؤ، چي د شپې پيره داري به يې کول، ده و خپل بادار عثمان بن ابى العاص ته وويل، چي نه پوهېږم په کال کي يو وار ددې درياب تروې او ترخې اوبه د شربتو په شان خوږې سي. عثمان بن ابى العاص ورته وويل، که سږ کال پر پېښ سوې، ما هم په خبر کړه.

يوه شپه مريي د اوبو خوند وکتى، چي د شربتو په شان خوږې دي، نو يې پر بادار هم ږغ وکړ.
عثمان بن ابى العاص کيسه کوي، چي اوبه تر خپله حده خوږې وې او ما چي حساب وکړ، دا شپه د اوويشتم (٢٧) شپه وه. الله ج دي ددې شپې ترڅنګ د ژوندانه په هره شپه او هره لحظه کي د عبادت، اطاعت او فرمانبردارى توان او توفيق راکړي.
اللهم امين