کور / هراړخیز / دا اوس له پانګوني ملاتړ دی؟؟؟

دا اوس له پانګوني ملاتړ دی؟؟؟

ریس جمهور غني چه پخپله داقتصاد عالم دی، دنړیوال بانک سلاکار پاته سوی، په مخلتفو هیوادونو کي یې ترجګړو وروسته داقتصادي رغوني عملي طرحي ایجاد او ورباندي کار کړی، دانتخاباتي منډو ترړو پرمهال یې لویه برخه دشعرانو اقتصاد وو.
ترټولو لوی شعار یې داوو چه دسرمایې او سوداګر تشویق به کوي، پدې وروستیو کي یې خو یوه ورځ وویل: که څوک په افغانستان کي سرمایه ګزاري وکړي دی به پخپله ورسره همکار وي او یو کور به پخپل بغل کي ورته ورکړي. داخبره یې بهرني پانګوالو ته وکړه، مانا داچې خپلو پانګوالو ته خو به نو تردې هم زیاتي اسانتیاوي برابري کړي.
دافغانستان لویدلي اقتصاد، اوپه مجموع کي ننۍ اقتصادي نړۍ ته چه سړی وګوري نو دریس جمهور لخوا اعلان سوې اقتصادي پالیسۍ باید استقبال سي.
خو، ریس جمهور باید پخپله هم ددې پالیسۍ خیال وساتي، ترکومه ځایه چه لیدل کیږې اوس یوازي دامسئله دشعار تر بریده معلومیږي.
حکومت ددې پرځای چه پانګوالو ته اسانتیاوي برابري کړي، برعکس ستونزي ورته جوړوي، دولتي اوپارلمان مافیا هر سوداګر اوپانګوال ته هره دستونزو اومشکلاتو په جوړولو اخته دي.
په کندهار کي حاجي صدیق مهمند، شپاړس میلیونه ډالره پانګونه وکړه، دلوی کندهار په نامه یې داسي یو عصري اوپرمختللی دلندې میوې مارکیټ جوړ کړ، چه ماپخپله دمعینانو له خولو واوریدل چې دامارکیټ دآسیا په کچه یو له ښو مارکیټونو څخه دی.
له روغتونه نیولې تر، رستورانت، مکتب، وړکتون، مدرسې اوبانکه پوري ټولي اسانتیاوي لري.
مخکي دولتي مارکیټ چه دسرې جامع سره یې موقعیت درلود، داسي چټل اوبوین ځای وو چې په حوت کي به باران وسو، تر جوزا به یې چکړي اوخټي نه وچیدلې، داسي تنګ او تروش ځای چه دمرداریو له لاسه څوک پکښي کي تیریدلای لا نسوای.
شااوخوایې ډیر مهمي ودانۍ دي لکه منډیګک، سره جامع، احمدشاه بابا لیسه او تخنیک ښونځۍ. په داسي یوه مهمه اومرکزي سیمه کي نو فکر وکړئ چه داسي یوچټل او بو ین ځای وي، څوني به داخلګ ورسره په تکلیف وو؟
ولایتي ادارې دې ستونزو ته په کتو سره وپتېیله چې له ښاره وتلی یو پرمختللی دتازه میوې مارکیټ ولرې، چې بالاخره ترډیرو هڅو اوتشویق وروسته حاجې صدیق دېته تیار سوچه دلته پانګونه وکړي، مځکه یې رانیوله، ددولت کاغذي اوبیروکراسي یې خلاصه کړه، پرکار یې بسم الله کړه؛
دشپاړس میلیونه ډالرو تر مصرف وروسته یې دپرانیستني لپاره تابیا ونیوله، یو دم اوازې اولیکلیکې سوې، دپارلمان کندهارۍ مافیا وښوریدله ددې لویې لاس ته راوړني دسبوتاژ لپاره یې ډول ډول دسیسي جوړي کړې، ترڅو دغه مارکیټ ورناکام کړي.
تر دې اندازي چه وکیل ننګیالي اودهغوی مافیایې کورنۍ خو دکانټینرې مارکیټ لپاره منډي رامنډي شروع کړې.
مخکني اولسمشر حامدکرزي چې ددې مسلې له پیله ترپایه په جریان خبروو، مافیا يې ونه توانیدله چې ددې لویې بریا مخه ونیسي، خو متاسفانه اوس لیدل کیږې چې داولسمشر غني دحکومت پرمهال دا مافیایې کړۍ پدې وتوانیدلې چه د ارګ نظر ددې مارکیټ په اړه بدل او یوځل بیا دکانټینري مارکیټ دجوړولو اجازه ترلاسه کړي.
چه داترټولو مایوسوونکي خبر دی
دادپانګوالو ملا ماتونه ده​
دادخلګو دسرمایو سره لوبې دي

ښاغلی اولسمشر!
هیله ده یو مسلکي او تخنیکي هیئت راواستوې ترڅو دامسله له نژدې وویني او وروسته تا ته ګزارش درکړي، که نه داسي پریکړي به ډیر ژر دپانګوني مخه ډب او پانګوال به زړتوري کړي چه مسوولیت به یې ستاسو ښاغلي ولسمشر پرغاړه وي!!!