کور / نثر / هغوی خپل زامن لکه د جنت حوري…

هغوی خپل زامن لکه د جنت حوري…

افغان عسکر، پوليس او وسله وال ته پرانيستی ليک

د افغانستان عسکر، پوليس، اربکيه او وسله وال وروره

اسلام عليکم

هيله ده چي هر چيري چي يې جوړ او روغ به يې او يو څو دقيقې وخت راوباسې او د خپل دغه ورور او هيوادوال خط د زړه په سترګو تر پای پوري ولولې.

که څه چي زه او ته د يوې مور څخه نه يو ږېږېدلي خو دين، خاوره او وطن مو يو دی. که ته په هره ژبه خبري کوې او که د هري سيمي او هر قوم او ټبر سره تړاو لرې، زما له پاره نه يوازي دا چي وطندار يې بلکه زما مسلمان ورور يې. مسلمان چي څه د ځان له پاره خوښ لري هغه بايد چي د خپل ورور له پاره هم خوښ ولري. هغه څه چي د خپل اولاد له پاره خوښ لري هغه بايد چي د خپل مسلمان ورور د اولاد له پاره هم خوښ ولري. غواړم چي خپل يو مسؤليت پر ځای کړم او تاته د خپل زړه حال ووايم چي زما د ځان او ستا له پاره څه شی خوښ او څه شی مي نه دي خوښ.

زما د ځان له پاره نه دي خوښ چي د ترکي، امين، کارمل، نجيب، مجددي، رباني، کرزي، غني، عبدالله، سياف، دوستم، رېګن، برېژنيف، بوش، اوباما، ضياالحق، «آيت الله» ګانو و کذالک له پاره توپک په لاس کي واخلم او ځان پر قربان کړم او خپل دين او دنيا خراب کړم. هغه په دې وجه چي دغه کسان او د دوی نظام پر مخ بيونکي «مشران»، وزيران، واليان، رئيسان، قومندانان، «ولسي استازي» او داسي نور خپل اولاد ته توپک په لاس نه ورکوي چي ځان زما او ستا په شان يا «غازي» او يا «شهيد» کړي.

هغوی خپل زامن لکه د جنت حوري په اويا زره پردو کي ساتي. هغوی خپل زامن ډلي، انقرې، لندن، واشنګټن، برلين او ماسکو ته د لوړو زدکړو له پاره ليږي، ماسټرۍ او دوکتوراوي په اخلي. د هغوی زامن د دې له پاره روزل کيږي چي بيا زما او ستا زوی، لمسی او کړوسی يې د پاچهي له پاره توپک په غاړه واخلي. که زما نه منې نو ورسه د ګاونډي هيوادونو د سياسي ټېکه لرونکو کورنيو تاريخ وګوره چي يو وخت يې د استعمار ملاتړ کړی ؤ او له همدې کبله اوس پښت پر پښت پر دغو هيوادونو واکمن دي. دا بېله توپيره چي په دغه هيواد کي پوځي ديکتاوري وي او که ډيموکراسي. هر وخت په واک کي د دوی د کورنۍ برخه معلومه او معينه ده. همدا شان به هغه کسان چي تا يې د واکمني د ساتلو له پاره ټوپک په لاس کي اخيستی دی، پر تا حکومت کوي او راتلونکي پښتونه به يې ستا پر راتلونکو پښتونو حاکمان وي.

زما ګرانه زما خوږ وروره، زه درڅخه په جدي توګه هيله کوم چي د خپلي اوږې څخه خپل توپک راکښته کړه او اويا ځايه يې مات کړه. خپلې خوږې مور او سپينږري پلار ته دي ځان ورسوه. ورسه د خپلي لور او زوی پر سر دي سايه او د خور د سر پوړنی سه.

پرېږده دغه جنګ و جګړه او وينه تويول هغه چا ته چي ستا څخه يې د توپونو خوراک جوړ کړی دی. ورپرېږده دغه امنيتي پوسته هغه چا ته چي د خارج پاسپورټ په جيب کي په زغره لرونکي موټر کي ناست خو ستا و پوستې ته په لس کلومترۍ لا هم نه رانژدې کيږي. ورپرېږده دغه غازيتوب د نړۍ وال مفکر او مبتکر زوی ته چي ورباندي اويا زره امنيتي قمربندونه راګرځېدلي دي او په ژوند يې د ملګرو په وينو لت پت مړي نه دي ليدلي لکه ته چي يې هره ورځ وينې.

ورپرېږده د دې وطن دفاع د ښاغلي «جهادي قهرمان» هغه زوی ته چي د دغه هيواد د راتلونکو زرو کالو قباله يې په جيب کي ده او په ژوند يې د محاذ د زړه دربی نه دی احساس کړی. د شهادت د جام څخه صرف نظر وکړه او د ښاغلي «شيخ الحديث» زوی ته يې ورپرېږده چي نوش يې کړي ولي چي پلار يې د شهادت د عظمت په تړاو ډېر زيات آيتونه او احاديث د طوطي په څېر په ياد زده کړي دي خو په مفهوم يې نه پوهيږي.

ورپرېږده د ښځو د حقونو ډمامې پر قره بلند سپرې مخ رنګ کړي ښځينه سياستوالي هغه زوی ته چي د خپلي مور له خوا لکه پښتورګی په وازده کي ساتل سوی او د بارودو بوی يې هيڅکله نه دی تر سږمو سوی لکه څنګه چي يې ته هره ورځ تنفس کوې.

ورپرېږده د ډيموکراسۍ او اساسي قانون څخه دفاع هغو ولسمشرانو، وزيرانو، «ولسي استازو»، قاضيانو، رئيسانو، امنيه قومندانانو، بې سواده جنرالانو، د بانکونو سهم لرونکو، د ټاکنو کميسيونونو او نورو چارواکو ته چي د اساسي قانون او ډيموکراسۍ څخه يې فاحشه جوړه کړې ده او د ورځي ورباندي سل ځله تېری کوي.

ورپرېږده د «وطن ناموس دی» شعارونه هغو کالداري، روبلي، درهمي، ريالي او ډالري مفتيانو او ملايانو ته چي په کابل او نورو ځايونو کي يې فاحشه خانې جوړي کړي دي او ستا د مرګ وروسته ستا د يتيمي لور په انتظار دي.

ورپرېږده دغه قهرماني هغو تش په نوم ډالري روشنفکرانو، څېړونکو، کارپوهانو، د مدني ټولني او بشري حقونو «فعالينو»، د رسنيو ټيکه دارانو او د شاليلی د شونډو په توصيف بوختو شاعرانو ته چي پر تا د آفرين او شاباس ږغونه کوي خو پخپله يې هيڅکله پر سينه د مرمۍ د سوري درد نه دی احساس کړی.

ورپرېږده د دې ويجاړ وطن بيا رغونه هغو ملياردرانو ته چي پخپله يې دغه وطن څو څو واري ويجاړ کړی او پلورلی خو اوس یې ستا او ستا د ورور په وينه يو ځل بيا رنګول او بيا پلورل غواړي.
ورپرېږده دغه يو څو زره افغانۍ تنخوا دي د ملي وحدت د حکومت چارواکو ته چي د لاس يو ساعت او ګوتمۍ يې په دوه دوه لکه ډالره دي او ويسکي شراب او نيکټاياني يې په خصوصي او دولتي الوتکو کي تر کابل پوري راوړل کيږي.

پرېږده چي د سولي د عالي شورا د غړو بچيان خپلي سينې د «پنجاب»، «چيچن»، «عربو» او د دوی په اصطلاح د «ترهګرو» مرميو ته سپر کړي. دا څنګه منطق دی چي په سلهاؤ مليونه ډالره به د سولي د عالي ښوروا دلالان نوشوي، خو د شهادت جام يې تاته ساتلی دی.

که د رزق غم اخيستی يې، الله درسره د رزق رسولو ژمنه کړې ده. هغه رزق چي الله زما او ستا په قسمت کي ليکلی چي هر څه وکړو تر هغه به نه يو غنم ډېر سي او نه به هم کم سي. که د وطن غم اخيستی يې، نو ستا همدغه توپک د وطن تر ټولو لوی دُښمن دی. ستا څخه تر مخه هم ستا په شان د ځوانانو د احساساتو څخه ناوړه ګټه پورته سوې. کله مغلو د خپلي پاچهۍ له پاره جنګولي، کله فارسيانو، کله فرنګيانو، کله روسانو کله نورو. خو ستا د ولس په حال کي د مثبت بدلون سبب نه دي ګرځېدلي بلکه برعکس ستا توره او ستا توپک د دغه ولس د همداسي پرځېدلي پاته کېدو هغه اصلي سبب دی.

که د غيرت او ناموس غم اخيستی يې، نو باور وکړه چي که ژوندی يې نو به دي غيرت او ناموس ژوندي وي او دفاع به يې درته ممکنه وي. چي ايله دي سترګي پټي سوې نو بيا دي مور، خور، ماينه او لور د هغو سياسي تجارانو په رحم او کرم پاته دي، چي هره ورځ خپل فکر، مفکوره، دريځ، دين او مذهب بدلوي.

خپل زوی مه يتيم کوه چي ستا د مرګ وروسته به په بازار کي د نسوارو، سګريټو او چای پلورلو ته اړ سي او ستا پخواني همکاران به يې په زور خپلو پوستو ته کش کړي. خپله لور مه بې پلاره کوه چي د بهرني پاسپورټ لرونکو داخليانو د کور مينځه به وګرځي. خپله مور مه بوره کوه چي ستا د يتيمانو د پالنې له پاره به د ملي قاچاقبرانو د کور د بندو دروازو ټکولو ته اړه سي. خپله ناوې مه کونډه کوه چي ستا د تقاعد د پيسو تر لاسه کولو له پاره به ستا د همکارانو او دولتي رشوت خورانو د نامشروع غوښتنو اورېدو ته مجبوره سي.

مات کړه خپل توپک مات کړه زما وروره. کله چي ستا واکمنان داسي کسان سول چي مليونران نه وي، ستا په شان په کچه کورونو کي واوسي او ستا څخه په مخکني قطار کي يې زوی د وطن دفاع ته عسکر کړی وي، ستا څخه مخکي د وطن د غليم مردک پر سينه وخوري، بيا به له سره پر دې غور وکړې چي توپک اخلې که نه.

که د وطن او ولس سرلوړي په قتل و قتال کي وای، نو بايد چي زموږ ولس او زموږ وطن په نړۍ کي تر ټولو هسک وای. خو داسي نه ده. د دې له پاره چي دغه حالت تغير ومومي، راځه چي نن قسم سره وکړو چي د توپک څخه به حد اقل يو کلومتر فاصله ساتو.

وما علينا إلا البلاغ المبين

ستا خواخوږی ستا ورور
احمدولي اڅکزی

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د احمدولي اڅکزي د وېبلاګ څخه په مننه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ