کور / هراړخیز / روژه د خداے مېلمستيا

روژه د خداے مېلمستيا

د روژې مياشت يوه مبارکه مياشت ده. ترټولو هغه وړومبې حقيقت چې د دې مبارکې مياشتې د برکتونو تر تاثير لاندې راځي د دې مياشتې د مومنانو او روژتيانو زړۀ او روح دے. هغه زړونه چې په دې ورځو کښې له نور هر وخت نه زيات له خداے پاک سره مينه پېدا کوي او د معنوي فېضونو د حاصلولو لپاره يو ځاے ګرځي. د رمضان مبارکه مياشت د خداے د نېکو بندګانو او الهي اولياو لپاره له برکته ډکه مياشت ده، ځکه چې د نړيوالو له پالونکي سره د مناجاتو او رازونيا وخت دے.

انسان په هر وخت کښې له خداے پاک سره تعلق او له هغۀ څخه د دعا او مرستې غوښتلو ته ضرورت لري. دا يو بنيادي ضرورت دے.انسان د خداے د موجوديت او ورسره د ارتباط له درک کولو نه بغېر د چټي توب احساس کوی او د مصائبو او مشکلاتو په وړاندې خپل طاقت له لاسه ورکوي. په خداے پاک باندې ايمان لرونکے انسان په ډېرو بدو حالاتو کښې هم پوهيږي چې يو مطلق قادر موجود دے چې غږ يې اوري او له رابللو او دعا غوښتلو سره سم دعا قبلوي.

خداے پاک خپله د قران شريف د سورۀ غافر په شپېتم مبارک آيت کښې بندګانو ته حکم ورکوي چې ((ما راوبولئ (يعنې دعا رانه وغواړئ) چې دعا مو قبوله کړم.)) دا په دې معنا دي چې هيڅ يوه دعا بې له قبلېدو نۀ پاتې کيږي.

خداے پاک ته توجه او له هغۀ سره تعلق او ارتباط د انسان په ستړي بدن کښې يو تازه روح پوکي او د هغۀ لپاره ژوند له مينې ډکوي، ځکه چې پوهيږي چې خداے پاک به بالاخره هغه ډېرې غوره لارې ته هدايت کړي. دعا له دې سره سره د انسان زړۀ له خداے پاک سره يوځاے کوي او د هغۀ زړۀ له صفا او معنويت څخه ډکوي او د هغۀ فکر او ذهن هدايتوي.

له خداے پاک سره تعلق او ارتباط پکار نۀ دي معمولي څيز وګڼو. د انسان هر څيز له دغه تعلق سره تړاو لري. همدغه تعلق دے چې د انسان زړۀ مضبوطوي چې له خدايه بغېر له هيڅ څيز څخه ونۀ ويريږي. له خداے پاک سره دغه رابطه ده چې د انسانانو زړونه له مومنانو او د خداے د لارې له لارويانو سره له مينې ډکوي. له خداے پاک سره دغه تعلق دے چې د دې سبب کيږي چې په هر حال کښې الهي رضامندي په نظر کښې ولروو او دې ته تيار نۀ شوو چې د ذاتي ګټو او خپل هوا او هوس په خاطر ورته بې پامي وکړو. او البته دغه تعلق او ارتباط ښځه، سړے، بوډا، ځوان، غني او فقير او حتی زمان او مکان نۀ پېژني. هره شېبه خداے پاک ته مخه کولې او ترې مدد او مرسته غوښتلې شوو. خاصو ادابو او حالاتو ته هم ضرورت نۀ لري. که څه هم د دعا آداب د بنده د ادب نښه لري او د دين مشرانو او لارښوونکو په دې اړه ضروري تعليمات مونږ ته راکړي دي. په همدې دليل د انسان او خداے ترمېنځ د رابطې د مضبوطولو لپاره پکار دي هر فرصت او موقع غنيمت وګڼو چې د روژې مبارکه مياشت ترټولو غوره موقع ده.

دعا يعنې غوښته، هغه غوښتنه چې د فقر او محتاجۍ له مخې ده. هغه څوک چې د خداے په وړاندې د خپل فقر په حقيقت وپوهيږي نو دعا به يې قبليږي.د سورۀ فرقان په اوۀ اويايم مبارک آيت کښې د دعا او د خداے پاک درګاه ته د پناه وړلو ارزښت او اهميت بيان شوے اوفرمائي: ((اے زمونږ رسوله! خلقو ته ووايه چې که دعا( يعنې د خداے په درګاه کښې ستاسو د عاجزۍ او حاجت څرګندونه نۀ وې نوستاسو پروردګار به تاسو ته څه پاملرنه نۀ کوله.))

ځکه چې دعا د غني او بې نيازه خداے پاک درګاه ته د احتياج او فقر ښودنه کوي. د هغه بې ساري پاک خداے د ذات په وړاندې د عاجزۍ څرګندونه خاکي انسان ته کمال ورکوي او هغه الهي عرش ته پاس بيائي. د انسان د روح معراج يا پاس حرکت خپله د دعا له رازونو څخه يو راز دے. خداے پاک د نړۍ حقيقي مالک او ټولو مخلوقاتو ته روزي رسوونکے دے. اکثر هغه نعمتونه چې خداے پاک خپلو بندګانو ته ورکړي دي بې د هغوي له غوښتنې دي. خو يو لړ داسې نعمتونه دي چې د انسانانو قابليت ته په پام سره هغوي ته عطا کوي. دغه استعداد او قابليت هم په دعا او غوښتنې سره ترلاسه کوي. امام جعفر صادق (ع) خپل يو اصحابي ته وفرمايل: ((د خداے پاک په نزد يو منزلت دے چې له دعا او غوښتنې نه بغېر نۀ ترلاسه کيږي. نو که يو بنده له دعا څخه خوله بنده کړي او د څه څيز غوښتنه نۀ کوي نو څه څيز به ورته ورنکړې شي. نو بس وغواړه چې درته عطا کړې شي. داسې ور نشته چې ووهلې شي بې له دې چې اميد پېدا کيږي چې د سوال کوونکي مخې ته خلاص شي.))

دعا کول له دعا لوستلو سره فرق کوی. کله کله دعا د عادت او تکرار له مخې وي او يوازې يوه دعا لوستلې کيږي. په داسې حالت کښې په دعا غوښتونکي کس کښې هيڅ بدلون او تغيير نۀ رامنځته کيږي. خو کله کله په تېره بيا د اضطرار او مصيبت په موقعو کښې چې نۀ يوازې ژبه بلکې د انسان ټول غړي او اندامونه له خداے څخه غوښتنه کوي. انسان زړۀ او روح د خداے په درګاه کښې ايږدي او په عاجزۍ سره تمنا کوي. خداے پاک ته د هغۀ په نومونو سره قسم ورکوي، د هغۀ اولياء ورته وسيله کوي او له خپلې غوښتنې او طلب څخه لاس نۀ اخلي او دا چاره خپله د خداے پاک خوښه ده.

د (عدة الداعی و نجاح الساعی) کتاب د نقل له مخې په قدسي مبارک حديث کښې راغلي دي چې خداے پاک حضرت عيسی (ع) ته وفرمايل: اے عيسی! کله چې له ما نه سوال کوې نو د داسې يو غرقېدونکي انسان په شان چې څوک فرياد اورېدونکے نۀ لري دعا وغواړه او زما درګاه ته راشه، اے عيسی! زړۀ زما په درګاه کښې عاجز کړه او په تنهائۍ او خلوت کښې مې زيات ياد کړه اوپوه شه چې زۀ د ځان په وړاندې ستا په خاکسارۍ او عاجزې خوشحاليږم. نو بس په دعا کښې دې زړۀ او روح حاضر کړه او له غم او درد نه په ډکو فريادونو سره رانه سوال وکړه.))

د دعا د قبلېدو يوه لاره پرهېزګاري د او تقوا خيال ساتنه ده. ځکه چې د قران شريف د فرمان له مخې چې د سورۀ مائده په اويشتم مبارک آيت کښې فرمائي ‎: (((إنما يتقبل الله من المتقين) يعنې خداے يوازې متقيان قبلوي. په تذکره اولياء کښې نقل شوي دي چې له يو بزرګ څخه پوښتنه وشوه چې دعا کوو خو قبليږي نه. وې ويل، خداے پېژنئ خو اطاعت يې نۀ کوئ، قرآن لولئ خو عمل پرې نۀ کوئ، د خداے نعمت خورئ خوشکر يې نۀ ادا کوئ، پوهېږئ چې جنت د اطاعت کوونکو لپاره سېنګار شوے دے خو طلب يې نۀ کوئ، دوزخ پېژنئ او ترې نۀ تښتئ، په دې پوهېږئ چې مرګ شته او ورته تياري نۀ کوئ، مور پلار مو خاورو ته سپارئ او عبرت ترې نۀ اخلئ،پوهيږئ چې شېطان مو دښمن دے خو نۀ يوازې ورسره دښمني نۀ کوئ بلکې ورسره تعلق جوړوئ. له خپل عېب څخه لاس نۀ اخلئ او د نورو په عېبونو کښې لګيا يئ. نو چې څوک داسې وي نو دعا به يې څه رنګ قبليږي؟

د مسلمانانو لپاره د روژې د مبارکې مياشتې يو اثر د سپېڅلو ځايونو او روضو زيارت کول دي. د رمضان مياشتې ته څو ورځې پاتې وي چې مسلمانان د جوماتونو، مذهبي ځايونو او سپېڅلو روضو مبارکو د انګڼونو، فضا او فرشونوپه دوړو څنډلو او وينځلو سره د دغې مبارکې مياشتې هرکلے کوي. له بلې خوا د رمضان د مبارکې مياشتې په شروع کېدو سره زياتره مومنان د زيارت کولو او د قران شريف د تلاوت او دعاګانو لوستلو لپاره دغو سپېڅلو ځايونو ته ورځي او خپل معنويت زياتوي. په دې مېنځومان کښې د روژې په مبارکه مياشت کښې په تېره بيا د دغې مبارکې مياشتې په وړومبۍ شپه، په پينځلسمه او وروستۍ شپه او په خاصه توګه د قدر په شپو کښې د حضرت امام حسېن (ع) د زيارت په فضيلت کښې زيات حديثونه راغلي دي. لکه له امام جعفر صادق (ع) څخه په يو روايت کښې راغلي دي چې کله د قدر شپه شي نو غږ کوونکے له اوم اسمان څخه د عرش له دننه څخه غږ کوي چې خداے بخښلے دے هر هغه کس چې د امام حسېن (ع) زيارت ته راغلے وي. او په يو بل روايت کښې راغلي دي چې هر څوک چې د قدر په شپه د امام حسېن (ع) په روضه کښې حاضر شي او د هغه حضرت د قبر مبارک ترڅنګه يا بل کوم ځاے يې چې وموند او دوه رکعته نفل ادا کړي او له پاک ربه جنت ته د داخلېدو او له دوزخه د پناه سوال وکړي نو خداے پاک ورته جنت عطا کوي او ورته به د دوزخ له اوره پناه ورکوي.))

په دې مبارکه مياشت کښې د عالمانو او بزرګانو سيرت دا ډول ؤ چې هغوي به په دغو مبارکو ځايونو کښې د خداے د ګران رسول (ص) له پاکو اهلبېتو عليهم سره د خپلې مينې او ارادت څرګندونه کوله.

ارواښاد علامه طباطبائي په قم کښې د اوسېدو په وخت د روژې په مبارکه مياشت کښې له روژه ماتي مخکې د کريمه اهل بېت حضرت فاطمه معصومه (س) د ملکوتي حرم زيارت ته حاضرېدۀ او د هغې قدرمنې او پاکې مېرمنې د روضې مبارکي له ښکلولو وروسته به يې روژه ماتوله.