کور / هراړخیز / د خبرو پهلوان

د خبرو پهلوان

وروسته له هغه چې د پوهنې پر پخواني وزير ښاغلي فاروق وردګ د اته سوه ميليونه ډالرو د اختلاص تور ولګېد، نو ځينو رسنيو د نوموړي سره مرکې وکړې، تېره شپه يې له شمشاد تلويزيون ما يوه ځانګړې مرکه اورېده.
زه په دې نه ږغیږم چې ښاغلي وزیر صاحب به داپیسې وهلي وي او کنه زه راځم د ښاغلي دځانګړې مرکې ځينو څرګندونو ته:
وزیر صاحب یودا خبره وکړه چې موجوده حکومت افغانستان خرڅوي.
او بله يې داخبره وکړه چې په دې وطن کې داسې کسان سته چې نه شرکت لري او نه کاروبار خو په ملیاردو ډالر لري.
ډېره ګوتنيونه يې د بلخ والي عطامحمد(نور) ته وه.
وزیر صاحب په دې خو ټول پوهیږي دا دیارلس کاله چې دې په همدغه ټيم کې ګډ کار کاوه ولې دې یوه ورځ اواز پورته نکړ او دا د فساد خبره دې ونکړه ؟
وزیر صاحب په خپله مرکه کې داهم وویل چې اپوزیسیون جوړوم.
ښاغلي وزير صيب کاشکې ددې حکومت په لومړیو ورځو کې دې داخبره کړي وای یو څه اغېز به يې کړی وای.
وزیر صيب په خپله مرکه کې داهم وویل چې اوسنی حکومت افغانستان خرڅوي ځنې يې پر پاکستان او ځيني يې پر شمال خرڅوي .
وزیر صاحب دا راته ېره جالبه ده چې په دا دومره کلونو کې چې ستاسو وزير واست، د اوطن پر هیچا خرڅ نه سو او بیا ستا څخه د ایران له خوا ښاغلي کرزي ته د پټو پیسو یادونه هم وسوه تا په ځواب کې وویل پیسې به راغلي وي خو هغه په مشروع لارو مصرفیدلې.
تاسې د تېر حکومت ټینګه ننګه وکړه.
زه منم چې ښاغلی حامد کرزی د هېواد یو ښه مشر دی خو دا راسره ومنه چې کوم اداري فساد د حامد کرزي په دوره کې تر سره سو د دې ټولو په وړاندې دی مسؤلیت لري نوموړي خو دا خو ډيره په ډاګه دا خبره کوله چې فساد اورشوت پروانه کوي دا په ډېرو پرمختللي هیوادو کې هم سته حتی یو وخت يې په مطبوعاتو کې علني وویل: کومې پیسې چې ګټئ دلته يې مصرف کړئ او په بهر کې يې مه مصرفوئ .
يانې که په هره لاره يې پیداکوئ په همدې هیواد کې يې مصرف کړئ.
زه د یو افغان په توګه په الله ج قسم که د هیچاسره شخصي ستونزه لرم او د هیواد ټول مشران راته ګران دي، خو دا هم د ځان فرض ګڼم چې حقایق باید ولیکم.
وزیر صيب تاسو د ښوونځیو یادونه وکړه چې ټول ښوونځي خلاص دي تاسې يې مثال د کونړ ولایت ورکړ چې هلته د نا امنیو سرسره د خلکو په مرسته ښوونځي خلاصوي.
وزیر صيب!!
ښه به دې ياد وي، يو ځل هلمند ولایت ته هم راغلی وې او موږ د هلمند مدني ټولنې په ادرس له تاسو سره ولیدل د هلمند د پوهنې رياست د ستونزو په اړه مو ټول اسناد درته وړاندې کړل، د هغه وخت د پوهنې رئيس صيب هم ناست و، په هغه کې د پراخ فساد قرطاسيې او د زده کونکود غوړیو د خرڅولو د درس د ټيټ کیفیت او د یوسل او څلویښتو تړولو ښوونځیو یادونه وسوه تاسو راته وویل:
((ډېر ښه زه خو اوس خبر سوم، او هلمندیانو زه به ستاسره درې څلور ورځې پاته کیږم زما دا وعده ده او د هلمند معارف به جوړوو.))
موږ ډېر بیغمه سوو چې ولا وزیر صاحب اراده لري.
سهار چې خبریدو وزیر صيب کابل ته ځان رسولی و نه يې معارف جوړ کړی او نه يې هلمندیانو ته قناعت ورکړ، تر دې پورې چې يو سل څلوېښت ښوونځي اوس هم تړلي پاتې دي.
زه یوخبره کوم دا زموږ سیاسیون ولې داسې دي چې په واک کې وي خیرو خیریت وي ښه حکومتداري وي، افغانستان ښه مستقیل هیواد وي خو چې له واکه لیري سي هرڅه خراب سي، د افغانستان استقلال ترسوال لاندې راسي د حکومت جوړښت خراب سي او د اپوزیسیون د جوړولو اوازې ګډې کړي.
زه خو وایم ملت ټول پیژندلي دي یوه خبره درته د وطن په خاطر کوم: راځئ چې یوڅه ملي ګټو ته هم ژمن سو.
ددې وطن د جوړېدو فکر باید وکړو خدای ج دې وکړي دا زما خبرې داسې تعبیر نه سي چې زه د ملي وحدت د حکومت ننګه کوم.
نه داسې نه ده، دا زموږ دنده ده چې سالم نقد وکړو ترڅو ترمیم رامنځ ته کړو .