کور / هراړخیز / هیڅ افغان تر بل افغان کم نه دی​​​

هیڅ افغان تر بل افغان کم نه دی​​​

د ډاکټر صاحب اشرف غني او د ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د یوه تفاهم لیک پر بنسټ د ملي یووالي حکومت جوړ شو. د حکومت تر جوړېدو مخکي په ټاکنیز کمپاین کي خلکو هم له نوي ولسمشر څخه ډول ډول غوښتني درلودلې او ولسمشر هم ډول ډول واعدې؛ خو د واعدو تر څنګ يي له خلکو څخه هیلي هم درلودلې. دخلکو هیلي او غوښتني همدا وې، چي سوله، ځوانانو ته دکار زمینه، کار و اهل کار ته سپارل، حکومت د روابطو په واسطه نه بلکي د ضوابطو پر بنسټ باید جوړشي او د ولسمشر واعدې همدا وې چي ذکر شوي واعدې به پوره کوي. اوس پوښتنه داده، چي ایا ولسمشر تر کومه ځایه خپلو واعدو ته رسیدلی دی؟
لومړی: سوله چي اوس یوه هیله نه بلکي یوه سخته د اوبو او ډوډۍ په څېر اړتیا ده او په دې پوهیږو، چي ناامني دننه په هیواد کي چا نه ده راوستلې بلکي دباندي طرحه کیږي او دلته يي د تطبیق مزدوران په یوه افغانۍ بیخي ډیر دي. ولسمشر پر خپلي همدې واعدې ولاړ او ډیر په چټکۍ روان دی. هغه لومړی د ددې ناروغۍ چي موږ ته پیښه ده موږ او تاسي ورسره لاس او ګریوان یو، تشخیص کړېده او وروسته يي ورته نسخه لیکلې ده، هغه لومړی ددې ناروغۍ ریښې باسي او دتل لپاره ورڅخه موږ په امن کي ساتي. ایا ددې نسخې د تطبیق لپاره بهرنۍ سیاست مهم نه دئ؟ که (هو ) وي نو وخت ته اړتیا سته. د کلونو نړول سوې مانۍ ژر نه جوړیږي.
دوهم: ځوانانو ته دکار زمینه په کومه مانا ده ، ایا وزارتونو، معینیتونو، ولایتونو او ریاستونو ته يي ځوانان نه کړل معرفي؟ ترخپل وس چاچي ورته استعداد معرفي کړیدی، ولسمشر فکر پر کړیدی او وروسته يي د ضوابطو پر بنسټ وړ کس معرفي کړیدی. په دې باندي ښه پوهیږو چي په (ارگ) کي په سلګونو ځوانان دي که ولسمشر غوښتل نو هغوئ به يي لیري کړي وای ایا داسي څه کله شویدي؟ ولسمشر پر ځوانو استعدادونو باور او ځوانان باندي يي تکیه ده او په ارګ کي د ځوانانو فصیدي تر نورو زړو یارانو زیاته ده.
دریم: کار و اهل کار ته سپارل، څنګه چي زموږ نظام دی همهغه سي مو ولس دی، زموږ نظام ټول د ولس له مینځه څخه جوړشویدی، څنګه چي وړ کس مو معرفي کړی همهغسي حکومت مو په مینځ راوړی دی او تر ټولو مهم ټکی دادی چي کابینه يي له ټوپکسالارو خلاصه کړیده. د پخوا په څیر زورواکي نسته، د هر افغان کار به په منظمه توګه پر مخ ځي. ایا دا کار و اهل کار ته نه ویل کیږي؟ زړې ستونزي دومره ډیري دي، چي اوس په هغو کي دکار د سړي تشخصول مشکل دی.
څلورم: حکومت باید د روابطو پر بنسټ نه بلکی د ضوابطو پر اساس جوړ شي، دا هم ټولو ته روښانه شوه، چي ولي يي هغو کسانو ته تر اوسه نه ځای ورکړیدی او نه به يي هم ورکړي، چي په کمپاین کي ځغستلي دي خو وړ کسان نه دي ظرفیت ددې نه لري نو؛ ایا هغوئ ته هم چوکۍ ورکړي؟ ځينو خو چغې تر اسمان پورته کړې دا خو هغه ناندرۍ وې، چي ځينو به پر چوکۍ ورسره ډیري چنې وهلې په همدې خاطر د کابینې ځنډول وه. اوس پر هغه چا حساب کیږي، چي ضوابط يي پوره وي. که چيري داسي نه وای نو؛ تر اوسه به مو ډیري چټلي او زړې سلوېدلي سیکې لیدلي وای، چي بیا به يي په نظام کي ځان د لاس پاک په څېر د نورو په لاسونو کي وای او یو نیمو خو ډیر کوښښونه هم وکړل.
نو؛ له دې هر څه مالومه شوه، چي ولسمشر پر خپلو واعدو لاړ او د هغو د پوره کولو په خاطر دومره په تنده لګیا دی، چي ۱۸ ساعته یوا زي کار کوي. ایا کوم کس او یاهم داتاسو ۱۸ کار کړیدی؟ موږ خبري کو او نیوکي کو نور هیڅ نه. راشئ چي مثبت ته په مثبت وګورو او دا نظام ته تقویه ورکړو په یو ګل نه پسرلی کیږي ولسمشر خو دا ثابته کړه، چي یو افغان دبل افغان نه کم نه دی خو؛ ما او تا ولي دا نه وایو، چي افغان انسان او افغان وطن بېله ډاکټر اشرف غني نه کم دی.