کور / هراړخیز / اروپا (لويه وچه – قاره – براعظم)

اروپا (لويه وچه – قاره – براعظم)

اروپا
(لويه وچه – قاره – براعظم)
د اروپا نوم غالباً د ایریبا Eriba له سامي کلمې څخه اخستل شوې چې لویدیځ یا لمر پریواته مانا لري.
اروپا له آسیا، امریکا او افریقا څخه وروسته د نړۍ څلورمه لویه وچه ده.
لویې وچې (آسیا، افریقا، اروپا، امریکا او اوقیانویسه) د نړۍ هغه برخې دي چې په طبیعي توګه یو له بل څخه لږ او ډېر جلا یا لیرې پرتې دي. انترکتیکا یا قطب د ځمکې کنګل برخه ده چې دایمي استوګن نه لري.
اروپا د طبيعي او انساني جغرافیې له پلوه داسې ځانګړتياوې لري چې د هغې په وجه له نورو وچو څخه پېژندل كېږي. دلته به د دغه لويې وچې پېژندنه په دوو برخو (طبيعي او انساني)  كې وړاندې شي.
الف: طبيعي جغرافيه:
جغرافيايي موقعيت:
 اروپا د نړۍ له دريو پخوانيو لويو وچو څخه ده. اروپا د آسيا په شمال لويديځ كې يوه كمكۍ ټاپووزمه او افريقا د آسيا په جنوب لويديځ كې يوه منځنۍ لويه وچه ده. آسيا د اروپا او افريقا څنګ ته پرته او د دواړو تر مينځ د پل حيثيت لري. دغه درې واړه لويې وچې پخوا په ګډه د (برقديم يا پخوانۍ وچه) په نامه يادېدلې. نامتو جغرافیه پوه الکساندر هومبولد Alexander Von Humibadt اروپا او آسيا (یورشیاEuro Sia) بللې ده.
ټوله اروپا په ختيځه نيمه كره كې پرته ده، خو د ګرينويچ د نصف النهار له مخې ايرلند، پرتګال، آيسلند، اسپانيا او د برتانیا  او فرانسې لويديځې برخې په لويديځه نيمه كره كې او پاته ټول اروپايي هېوادونه په ختيځه نيمه كره كې موقعيت لري. آسيا ته د اروپا ډېره نژدې او نښتې برخه د روسيې خاوره ده، په داسې حال كې چې د اروپا په شمال كې، افريقا ته د اروپا ډېر نژدې هېواد اسپانيا دى. د اروپا لويه وچه د استوا له كرښې څخه 400 واټن لري…