کور / هراړخیز / شل رکعاته تراویح او غیر مقلدین

شل رکعاته تراویح او غیر مقلدین

شل رکعاته تراویح او غیر مقلدین

استاد نورالله خان احمدزی

غیر مقلدین وايي چې اته رکعته تراویح سنت او شل بدعت دي خو اصل خبره دا ده چې هغوی داتو رکعتو لپاره هېڅ دلیل نلري بل دا چې په ټولو اسلامي هېوادونو کې شل رکعته په تواتر سره تر سره کیږي دا عمل د صحابه و له وخته رانیولې تر تابعینو، او تر اوسه چا ددې مخالفت ندی کړی بغیر د اهل حدیث یا سلفیانو څخه. دا چې اهل حدیث اته رکعته تراویح کوي او د قیام الیل قیاس په تراویحو باندې کوي اول خو دوی قیاس نه مني نو دلته بیا ولې قیاس کوي؟ بله خبره دا چې هغوی درې رکعته وتر د سره نه مني نو د روژې میاشت کې څنګه درې رکعته کوي او ۱۱ میاشتو کې یو رکعت کوي، که داسې یو روایت وي له صحیح سند سره چې رسول الله په ۱ میاشت کې درې رکعته وتر کړي او ۱۱ کې یې یو رکعت کړی، ټولې اسلامي نړۍ کې له سعودی نیولې تر مصر، پاکستان، لیبیا، مالیزیا، اندونیزیا، مراکش، اردن، یمن، بیا تر هند او افغانستانه هېڅ هېواد کې یا هېڅ ځای کې خلک د شلو رکعتونو څخه کمې ندي کړي، نو دغو اهل حدیثو ته کومه نوې وحې راغلې که څنګه! آخري خبره دا چې صحابه هېڅکله هم د حضور صلی الله علیه وسلم د خبرې مخالفت نه کوي او کله چې د هغوی وخت کې شل رکعته وې او چا یې مخالفت ونکړ نو آیا د (غیر مقلدینو) ایمان نعوذ باالله له هغوی څخه هم قوي ده چې د هغوی په ایمان هم تاسو غیرمقلدین شک کوئ.

د “تراويح”د لفظ معنی: تراويح د ترويحة مصدر جمع ده چې د استراحت په معنی ده، نو څرنګه چې له هرو څلورو رکعاتو وروسته د تراويحو په لمانځه کې استراحت کیږي، له همدې امله دغه لمونځ په “تراويح” ونومول شو.

د تراویح فضیلت:

عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: كَانَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يُرَغِّبُ فِى قِيَامِ رَمَضَانَ مِنْ غَيْرِ أَنْ يَأْمُرَهُمْ فِيهِ بِعَزِيمَةٍ فَيَقُولُ: مَنْ قَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ. فَتُوُفِّىَ رَسُولُ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم- وَالأَمْرُ عَلَى ذَلِكَ،ثُمَّ كَانَ الأَمْرُ عَلَى ذَلِكَ فِى خِلاَفَةِ أَبِى بَكْرٍ وَصَدْرًا مِنْ خِلاَفَةِ عُمَرَ عَلَى ذَلِكَ). مسلم، بخاري.
ژباړه: له ابوهُريره رضي الله عنه څخه روايت چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم به مسلمانانو ته د روژې په مياشت کې د ماسخوتن له لمانځه څخه وروسته د قيام یا تراويحو د لمانځه ترغيب ورکولو بې لدې چې د فرضو په څېر سخت حکم ورته وکړي، بيا به يې فرمايل چې : څوک د روژې په مياشت کې د شپې قيام تراويح په ايمان او د ثواب په نيت سره وکړي نو مخکني ګناهونه به يې ورته وبخښل شي ، بيا د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر وفات پورې همداسې بې له جَمعې څخه تراوېح کېدلې، د ابوبکر رضي الله عنه په خلافت کې هم همداسې وې، د عمر د خلافت په اول سر کې هم همداسې ) مسلم ، بخاري. ، ترمذي.

عن أبا سلمة ابن عَبْدُ الرحمن – أن رَسُول اللَّهِ صَلَى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسلَّمْ ذكر شهر رمضان فقال ((شهر كتب اللَّه عليكم صيامه، وسننت لكم قيامه. فمن صامه وقامه إيماناً واحتساباً خرج من ذنوبه كيوم ولدته أمه)). (سنن ابن ماجه )
ژباړه : لهأبا سلمة ابن عَبْدُ الرحمن روايت دي : چې رَسُول اللَّهِ صَلَى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسلَّمْ د رمضان د مياشتې يادونه وکړه چې دا هغه مياشت ده چې الله تعالی د هغې روژې پر تاسې فرض کړي دي، نو څوک چې د رمضان روژی ونيسي او دشپې (د تراويح لمونځ ) هم وکړي د ايمان په تقاضا او د ثواب لپاره نو له ګناهونو به داسې وځي لکه په کومه ورځ چې مور زېږولی وي .

د تراویح لمونځ او جماعت :
عن عبد الرحمن أنه قال : خرجت مع عمر بن الخطاب رضي الله عنه ليلة في رمضان إلى المسجد فإذا الناس أوزاع متفرقون يصلي الرجل لنفسهويصلي الرجل فيصلي بصلاتهالرهط فقال عمر إني أرىل و جمعت هؤلاء على قارئ واحد لكان أمثل، ثم عزم فجمعهم على أبي بن كعب ثم خرجت معه ليلة أخرى و الناس يصلون بصلاة قارئهم قال عمر نعم البدعة هذه و التي ينامون عنها أفضل من التي يقومون يريد آخر الليل وكان الناس يقومون أوله ) البخاري.
ژباړه: له عبد الرحمن رضي الله عنه څخه روايت دی چې : د حضرت عمر رضي الله عنه د خلافت په زمانه کې زه د روژې په شپو کې يوه شپه له حضرت عمر رضي الله عنه سره مسجد ته لاړم، خلک ډلې ډلې بېل بېل ولاړ وو، یو کس يواځې لمونځ کولو، بل کس به بل ځای کې ولاړ وو او د خلکو يو ټولي به هم لمونځ ورپسې کولو، عمر رضي الله عنه وفرمايل : زه وايم چې دا خلک که په يوقاري باندې يو ځای را ټول کړم، نو ډېر ښه کار به وشي، بيا يې کلک عزم وکړو او ټول خلک يې په اُبَیْ بن کعب باندې را ټول کړل)، يعنې اوس يواځې اُبَیْ بن کعب د امامت لپاره مخکې کېدلو او ټول مسلمانان به ور پسې شاته ولاړ وو ( بيا زه بله شپه هم مسجد ته ورسره راغلم، ټولو خلکو په خپل قاري (امام) پسې لمونځ کولو، عمر رضي الله عنه چې ټول خلک په يوه امام پسې وليدل نو ويې فرمايل : دا ډېر ښه نوی کار دی .او دوی چې د شپې په کومه برخه کې ويده کېږي دا له هغې برخې څخه غوره ده په کومه کې چې دوی ولاړ وي لمونځ کوي، يعنې د شپې آخري برخه، ځکه چې خلک د شپې په اوله برخه کې ودرېدل لمونځ يې کولو) بخاري.
قال ابن کثير :قال ابن جرير والواقدي: في سنة أربع عشرة جمع عمر بن الخطاب الناس على أبي بن كعب في التراويح، وذلك في شهر رمضان منه، وكتب إلى سائر الأمصار يأمرهم بالاجتماع في قيامشهر رمضان) البداية و النهاية: ۷/ 52, دار الكتب العلمية بيروت.
ژباړه: ابن کثير رحمة الله عليه فرمايي ابن جرير او واقدي ويلي: په ۱۴ هـ ق کې عمر بن خطاب رضي الله عنه د روژې په تراويح کې ټول خلک په اُبی بن کعب پسې را ټول کړل، او ټولو ښارونو ته يې دا فرمان ولېږلو چې ټول دې په روژه کې په يوه امام پسې را ټولېږي)البداية و النهاية : ۷/۵۲

شل رکعته تراویح او د سعودی عرب مفتي:

دا فتوا د سعودي عرب د لوی سلفي شیخ محمد بن ابراهیم آل الشیخ ده، تاسو یې ملاحظه کړی، له شیخ نه د تراویحو د تعداد په اړه وپوښتل شول نو شیخ ځواب ورکړ چې : ((اکثر اهل العلم لکه امام احمد، امام شافعي، او د امام ابوحنیفه دا مذهب ده چې د تراویحو تعداد شل رکعته دي، ځکه چې کله حضرت عمر رضی الله عنه خلک د حضرت ابی بن کعب رضی الله عنه په امامت کې راجمع کړل، نو هغه د ټولو اصحابو په شتون کې شل رکعته تراویح ورکړې، لهذا د هغه دا عمل د اجماع په شان ده، او تر ننه پورې د خلکو په همدې عمل ده)) یعنې تر آخره پورې همدا شل رکعته جاري دي.

شل رکعته تراویح د نبي صلی الله علیه وسلم په زمانه کې:

1۔ عن ابن عباس ان رسول اﷲ صلی الله علیه وسلم کان یصلی فی رمضان عشرین رکعة والوتر۔

ترجمه: حضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه مروی ده چې رسول اﷲ صلی الله علیه وسلم به په رمضان المبارک کې شل رکعات ( ترواىح) او وتر کول ۔ (د امام بخاري د استاد کتاب ، مصنف ابن ابی شیبه ج 2 ص286 ) (صفحة # ١٩١٣).

2۔ عن جابر بن عبد اﷲ خرج النبی صلی الله علیه وسلم ذات لیلة فی رمضان فصلی الناس اربعة وعشرین رکعة و اوتر بثلاثة ۔ (تارىخ جرجان ص 21)

ترجمه :حضرت جابر بن عبداﷲ رضی الله عنه څخه مروی ده چې؛ رسول اﷲ صلی الله علیه وسلم د رمضان المبارک په یوه ماسختن بهر تشریف راوړ خلکو ته یې ۲۴ رکعتونه (څلور فرض، او شل رکعته تراویح) او درې رکعته وتر ورکړل. ۔

3۔ حدیث: انه صلی الله علیه وسلم صلی بالناس عشرین رکعة لیلتین فلما کان فی اللیلة الثالثه اجتمع الناس فلم یخرج اليهم، ثم قال من الغد وخشیت ان تفرض عليکم فلا تطیقوها متفق علی صحته ۔ (تلخیص الحبیر ج 1 ص 21 المکتبه الاثریه)

ترجمه: نبي صلی الله علیه وسلم اصحابو ته شل رکعته تراویح دوه شپې ورکړې، کله چې درېیمه شپه شوه، نو اصحاب کرام جمع شول، نبي صلی الله علیه وسلم بهر را نغی، او په دویمه ورځ یې وفرمایل چې ددې خبرې څخه وډار شوم چې هسې نه پر تاسو دا تراویح لمونځ فرض نشي، او بیا یې طاقت ونه لرئ.

د غیر مقلدینو ا و سلفیانو بدعت په اته رکعته تراویحو کې:

غیر مقلدین داته رکعتو تراویح په اړه د بخاري شریف دا حدیث وړاندې کوي:

أَنَّهُ سَأَلَ عَائِشَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهَا، كَيْفَ كَانَتْ صَلاَةُ رَسُولِ اللهِه فِي رَمَضَانَ؟ فَقَالَتْ: مَا كَانَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَزِيدُ فِي رَمَضَانَ وَلاَ فِي غَيْرِهِ عَلَى إِحْدَى عَشْرَةَ رَكْعَةً يُصَلِّي أَرْبَعًا فَلاَ تَسَلْ عَنْ حُسْنِهِنَّ وَطُولِهِنَّ، ثُمَّ يُصَلِّي أَرْبَعًا، فَلاَ تَسَلْ عَنْ حُسْنِهِنَّ وَطُولِهِنَّ، ثُمَّ يُصَلِّي ثَلاَثًا.

یعنې: یو کس له بي بي عایشه رَضِیَ اللهُ عَنْهَا څخه تپوس وکړ چې په روژه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم عمل څنګه وو؟ حضرت عایشه رَضِیَ اللهُ عَنْهَا وویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم د روژې او بغیر د روژې په میاشتو کې، یوولس رکعته لمونځ کاوه. اول څلور رکعته … بیا څلور رکعته … او بیا درې رکعته وتر.

بخاري شریف: حدیث 1141 او 2013 او 3569

خو د غیر مقلدینو استدلال له دغه حدیث څخه بلکل غلط ده، ځکه چې امام بخاري رَحِمَهُ اللهُ تَعَالَیٰ په بخاري شریف: حدیث 924 او 1129 او امام مسلم رَحِمَهُ اللهُ تعالی په مسلم شریف: حدیث 1270 او1271 روایت کوي چې حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم په ټول عمر کې یوازې درې شپې، د تراویحو لمونځ په روژه کې کړی او بس، حال دا چې حضرت بي بي عایشه رَضِیَ اللهُ عَنْهِا پدې حدیث کې د هغه لمونځ یادونه کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په شپه کې کاوه او هغه به په ټول کال کې دا لمونځ کاوه، که هغه د روژې میاشت وه یا نورې میاشتې وې، چې د شریعت په اصطلاح دغه لمونځ ته «تهجُّد» وايي.

که له اهل حدیثو سره همدا حدیث ومنو نو آیا یو څوک به داسې وي چې: په روژې او بغیر د روژې، هره شپه تراویح وکړي؟

غیر مقلدین په یوولسو میاشتو کې یو رکعت وتر کوي، خو دغه حدیث کې کال دولس میاشتې درې رکعته وتر ذکر دي، نه دلته د جماعت ذکر ده نه د اول وخت ذکر ده او نه د غیر مقلدینو په دریځ باندې ټینګار، بلکه: دا حدیث بلکل او ټول په ټوله د تهجد او قیام الیل په اړه ده چې موږ او حتی قرآن هم ورته د تهجد کلمه کارولې. نو په شلو رکعتو د امت اجماع ده او څوک چې د اجماع د امت څخه وځي هغوی لاره ورکه کړېده.

وَمَنْ یُّشَاقِقِ الرَّسُولَ مِنْۢ بَعْدِ مَا تَبَیَّنَ لَهُ الهُدی وَیَتَّبِعْ غَیْرَ سَبِیْلِ الْمُؤْمِنِیْنَ نُوَلِّهِ مَا تَوَلَّی وَنُصْلِهِ جَهَنَّمَ ؕ وَسَآءَتْ مَصِیْرًا ﴿۱۱۵﴾ سورۀ نسآء

او په احادیث متواتر المعنی کې راغلي چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایلي: مَنْ شَذَّ شذّ فِی النَّار.

هر چا چې بېل مذهب له اجماع د مسلمانانو څخه غوره کړ، ځای یې دوزخ ده.

ټولو غیر مقلدینو ته چیلنج:

غیر مقلدین په تراویحو یا د روژې په میاشت کې چې دا لاندې کارونه کوي:

· «فوراً د ماسختن له لمونځ څخه وروسته»

· «اته کعته» کول.

· او دغه لمونځ ته «تراویح» نومول.

· تراویح په «د روژې په ټوله میاشت کې» کول.

· تراویح په «جماعت» سره کول.

· تراویح په «مسجد» کې کول.

· تراویح «دوه دوه رکعته» کول.

· او «قرآن کریم په تراویحو کې ختمول» یا ختم کول.

اوس موږ ټولو اهل حدیثو او غیر مقلدینو ته چلینج ورکوو، چې د دوی دا له فریب څخه ډکه دعوه چې د اهل حدیثو دوه اصوله دي: « فرمان د الله او حدیث رسول او هغه څه چې لدې بغیر دي، هغه غیر قابل قبول» که دوی لږ هم رښتیني وي، نو دا پورتني کارونه چې دوی یې په تراویحو یا رمضان کې ترسره کوي نو دوی دې مهرباني وکړي یوحدیث د حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم له صحیح بخاري شریف څخه ثابت کړي چې هلته په صراحت او وضاحت ذکر وي، چې؛ حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم دغه لمونځ ته تراویح ویلي وي. موږ له دوی څخه نور هېڅ نه غواړو بلکه هغوی دې یو حدیث د دلیل په توګه وړاندې کړي او له اجماع د امت او عمل د صحابه و یا تابعینو څخه دې ثبوت وړاندې کړي.

عَنْ أَبِي ذَرٍّ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَنْ فَارَقَ الْجَمَاعَةَ شِبْرًا فَقَدْ خَلَعَ رِبْقَةَ الْإِسْلَامِ مِنْ عُنُقِهِ». سنن ابی داود: حدیث 4758

ترجمه: هر څوک چې د مسلمانانو له سواد اعظم څخه په اندازه د یوې لویشت بهر شو، هغه له خپلې غاړې څخه د اسلام حلقه بهر غورځولې.

شیخ عطیه سالم مخکینی قاضي د مدينې منورې او مدرس په حرم نبوی (متوفی 1999 عیسوي)، یوه رساله په نوم د «التراویح اکثر من ألف عام می المسجد النبوی» لیکلې چې هغه په معتبره حوالو سره لکه حدیث، تاریخ، له ۱۴ سوه کالو راهیسې هغه په ثبوت رسولې چې په مسجد نبوي کې شل رکعته تراویح شوی، دا تعامل متواتر ا و متوارث داُمت اسلامي ده چې د تراویحو شمېر له شلو څخه کمې ندي.

همدارنګه شیخ محمد علي صابونی رَحْمَةُ اللهِ عَلَیْهِ استاد «کلية الشريعة والدراسات الاسلامية» په «جامعةُ الْقُریٰ » مکۀ مکرَّمه، رساله په نوم د «الهدی النبوی الصحيح فی صلوة التراويح» تالیف او خپره کړې چې هغه هم په اثبات رسولې چې له د خلفاء الراشدینو له وخته تر اوسه پورې په مکه مکرمه کې او مسجد الحرام کې، تراویح تل شل رکعته شويدي.

موږ باوري یو چې اهل حدیث پخپل دریځ کې هېڅ ثبوت نلري نو دوی دې مهرباني وکړي یو تاریخي حواله دې هم وړاندې کړي چې په مسجد الحرام یا مسجد نبوي کې چا اته رکعته تراویح په جماعت سره کړې وي!!!!!!

حضرت امام اعظم ابو حنیفه رحمة الله علیه:
علامه ابن رُشد مالكي رَحْمَةُ اللهِ عَلَیْهِ پخپل مشهور کتاب کې «بدايةُ المجتهد» لیکي: قیام د رمضان د امام ابو حنیفه رَحْمَةُ اللهِ عَلَیْهِ په آند شل رکعته دي. ( بدایة المجتهد لابن رشد: 1/219 كِتَابُ الصَّلَاةِ الثَّانِي؛ الْبَابُ الْخَامِسُ فِي قِيَامِ رَمَضَانَ).
امام فخر الدین قاضي خان حنفي رَحْمَةُ اللهِ عَلَیْهِ پخپله فتاوی کې لیکي:
عَنْ أَبِیْ حَنِیْفَةَ رَحْمَةُ اللهِ عَلَیْهِ قَالَ: اَلْقِیَامُ فِیْ شَهْـرِ رَمَضَـانَ سُنَّةٌ… کُلَّ لَیْـلَةٍ سِوَی الْوِتْـرِ عِشْرِیْنَ رَکْعَةً خَمْسَ تَرْوِیْحَاتٍ.
ترجمه: امام ابو حنیفه رَحْمَةُ اللهِ عَلَیْهِ فرمایي: د روژې په مبارکه میاشت کې، شل رکعته تراویح په پنځو ترویحه، علاوه له وترو څخه سنت دي. (فتاوی قاضي خان: 1/112 )

حضرت امام مالک بن اَنَس رحمة الله علیه:
د امام مالک رَحْمَةُ اللهِ عَلَیْهِ مطابق یو قول، شل رکعته تراویح مستحسن ګڼلي، لکه چې علامه ابن رُشد مالکي رَحْمَةُ اللهِ عَلَیْهِ لیکي: فَاخْتَارَ مَالِكٌ فِي أَحَدِ قَوْلَيْهِ… الْقِيَامَ بِعِشْرِينَ رَكْعَةً سِوَى الْوِتْرِ.
(بدایة المجتهد لابن رشد: 1/219 كِتَابُ الصَّلَاةِ الثَّانِي؛ الْبَابُ الْخَامِسُ فِي قِيَامِ رَمَضَان)

د امام مالک رَحْمَةُ اللهِ عَلَیْهِ دوهم قول دی چې شپږ دیرس رکعته تراویح ترسره شي چې شل رکعته یې تراویح او شپاړلس یې نفل دي چې ټول په څلور څلور رکعتو کې باید وشي (الحاوی للفتاوی: 1/336).

حضرت امام محمد بن ادریس شافعي رحمة الله علیه:
امام شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَیْهِ فرمایي: قَالَ: وَأَحَبُّ إِلَيَّ عِشْرُونَ … وَكَذَلِكَ يَقُومُونَ بِمَكَّةَ.
(قيام رمضان للمَرْوَزِي: ص 222 بَابُ عَدَدِ الرَّكَعَاتِ الَّتِي يَقُومُ بِهَا الْإِمَامُ لِلنَّاسِ فِي رَمَضَان)
وَهَكَذَا أَدْرَكْتُ بِبَلَدِنَا بِمَكَّةَ يُصَلُّونَ عِشْرِينَ رَكْعَةً. ( جامع الترمذی: 3/160 حدیث 806 أَبْوَابُ الصَّوْمِ؛ بَابُ مَا جَاءَ فِي قِيَامِ شَهْرِ رَمَضَان)

حضرت امام احمد بن حنبل رحمة الله علیه:
علامه ابن قُدامۀ حنبلي رَحْمَةُ اللهِ عَلَیْهِ ترجمان ممتاز فقه حنبلي کې لیکي:
وَالْمُخْتَارُ عِنْدَ أَبِي عَبْدِ اللهِ رَحِمَهُ اللهُ فِيهَا عِشْرُونَ رَكْعَةً. وَبِهَذَا قَالَ الثَّوْرِيُّ، وَأَبُو حَنِيفَةَ، وَالشَّافِعِيُّ. (المغنی لابن قدامة الحنبلی: 2/123 مسألة 1094 مَسْأَلَةَ قِيَامُ شَهْرِ رَمَضَانَ عِشْرُونَ رَكْعَة)

دا هم د څلورو مذاهبو د ائمه وو عمل چې هغوی ټولو له شلو په کمو څه ندي ویلي او ټولو د شلو خبره کړېده.
علامه ابن حجر عسقلاني رحمة الله علیه (متوفی 852 هـ ) په فتح الباري شرح د صحیح بخاري کې تصریح کوي، چې«امام بخاري رحمة الله علیه د روژې په میاشت کې په اوله برخه د شپې کې، خلکو ته به یې تراویح ورکولې او په هر رکعت کې، شل آیتونه د قرآن به یې قرائت کول ترهغو چې قرآن به یې ختم کړ همدارنګه په آخره د شپې کې به یې یو له درېیمې یا نیمه برخه د قرآن په تهجدو کې تلاوت کاوه او همدارنګه په درې شپو کې به یې یوځل قرآن په تهجدو کې ختموه او همدارنګه هره ورځ به یې قرآن ختموه یعنې له ګهیځ نیولې تر افطار پورې ـ هغه به ویل چې د قرآن د ختم په وخت کې دعاء مستجاب وي»

كَانَ مُحَمَّد بن إِسْمَاعِيل البُخَارِيّ إِذَا كَانَ أَوَّلُ لَيْلَةٍ مِنْ شَهْرِ رَمَضَانَ يجْتَمع إِلَيْهِ أَصْحَابه فيصلى بهم وَيقْرَأ فِي كل رَكْعَة عشْرين آيَة وَكَذَلِكَ إِلَى أَن يخْتم الْقُرْآن وَكَانَ يقْرَأ فِي السحر مَا بَين النّصْف إِلَى الثُّلُث من الْقُرْآن فيختم عِنْد السَّحر فِي كل ثَلَاث لَيَال وَكَانَ يخْتم بِالنَّهَارِ فِي كل يَوْم ختمة وَيكون خَتمه عِنْد الْإِفْطَار كل لَيْلَة وَيَقُول عِنْد كل ختمة دَعْوَة مستجابة. (فتح الباري شرح صحيح البخاري: 1/481 چاپ دار المعرفة).

علامه قسطلاني رحمة الله علیه (متوفى: 923هـ) هم په ارشاد الساری شرح د صحیح بخاري کې تصریح کړې چې حضرت «امام بخاري رحمة الله علیه هره ورځ به یې یوځل قرآن ختم کاوه او شپه به یې د تراویح لمونځ کاوه او وروسته لدې څخه به یې د تهجد لمونځ کاوه. سره له وترو یعنې دیارلس رکعته او همدا ډول په هرو دریو شپو کې به یې قرآن ختموه.». وكان يختم في رمضان في كل يوم ختمة ويقوم بعد صلاة التراويح كل ثلاث ليال بختمة، وقال ورّاقه: كان يصلي في وقت السحر ثلاث عشرة ركعة. (إرشاد الساري لشرح صحيح البخاري: 1/37 چاپ امیریه)

دا چې ولې امام بخاري رحمة الله علیه دا حدیث شریف د حضرت بي بي عایشه صدیقه رضی الله عنها اول ځل په کتاب التهجد د صحیح بخاري شریف کې راوړی (بخاري شریف: 2/53 حدیث 1147 کتاب التهجُّد؛ بَابُ قِيَامِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِاللَّيْلِ فِي رَمَضَانَ وَغَيْرِهِ) دلیل یې دا ده چې دا ثابت کړي چې دا حدیث د تهجد لمونځ په اړه ده. ا وبیا همدا حدیث یې په کتاب التراویح (2/44 حدیث 2008 کتاب صلاة التراویح؛ بَابُ فَضْلِ مَنْ قَامَ رَمَضَانَ) کې راوړی چې خلک پوه شي چې د روژې په میاشت کې، علاوه له تراویح، خلک د تهجدو لمونځ هم باید وکړي او یوازې د تراویح په لمونځ بسنه ونکړي. او بل دا چې ټولو ستر محدثینو او شیوخ د احادیثو هم داسې کړي.

لاندې حوالې وګورئ. مثلاً:

(1) امام فقیه محدث مجتهد مالک بن انس رحمة الله علیه (متوفى: 179هـ) په موطاء.

(2) امام فقیه محدث مجتهد محمد بن الحسن شيباني رحمة الله علیه (متوفی 189 هـ.ق) په موطاء.

(3) امام محدث ابوعیسی ترمذي رحمة الله علیه (متوفى: 279 هـ) په جامع الترمذی.

(4) امام محدث مسلم بن الحجاج أبو الحسن قشيري نيشاپوري رحمة الله علیه (متوفى: 261 هـ) په مسلم شریف.

(5) امام محدث أبو داود سليمان بن أشعث سجِسْتاني رحمة الله علیه (متوفى: 275 هـ) په سنن ابو داود شریف.

(6) امام محدث أبو بكر بيهقي أحمد بن حسين بن علي بن موسى خُسْرَوْجِردي خراساني (متوفى: 458 هـ) په سنن کبری.

(7) امام محدث أبو عبد الله محمد بن نصر بن حجاج مرْوَزِي رحمة الله علیه ( متوفى: 294هـ ) په قیام اللیل.

(8) علامه ولي الدين تبريزي خطیب رحمة الله علیه (متوفى: 741هـ) په مشکاة المصابیح، ….

د تراویحو او تهجدو ترمنځ توپیر:

تراویحو ته قیام رمضان او تهجدو ته قیام الیل ویل کیږي. ددې لپاره لاندې دلایل وګورئ:

اول: مشهور غیرمقلد علامه وحیدالزمان لیکي: واما قیام الیل فهو غیرقیام رمضان. یعنې قیام الیل له قیام رمضان نه بېل ده. (نزل الابرار، صفحه ۳۰۴.(

دوهم: د تراویحو او تهجدو وخت بېل بېل ده. فتاوی علماء حدیث لیکي چې د تراویحو وخت د عشاء له لمانځه بعد په اوله برخه د شپې کې ده او تهجد په اخیره برخه د شپې کې دي. (فتاوی علماء حدیث، شپږم جلد، صفحه ۲۵۱).

مولانا ثناء الله امرتسری غیر مقلد لیکي: د تهجدو وخت د سحر له ختو نه لږ مخکې ده او تهجد په اوله برخه د شپې کې نه کیږي. (فتاوی ثنائیه، اول جلد، صفحه ۴۳۱).

بل غیرمقلد مولوي، مولانا صلاح الدین یوسف لیکي: د تهجد مفهوم د شپې په اخیره برخه کې نفل کول دي. (تفسیر حواشي قرآن مجید، صفحه ۷۸۹، مطبوعه شاه فهد قرآن مجید پنټنګ پریس سعودی عرب(.

درېیم: په تراویحو او تهجدو کې بل فرق دا ده چې تراویح بالاتفاق سنت مؤکده دي او تهجد د هیچا په آند هم سنت مؤکده ندي بلکه غیرمؤکد یا مستحب دي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره تهجد واجب وه. (جامع الرموز، اول جلد، صفحه ۹۵) (المغنی، ابن قدامه، اول جلد، صفحه ۸۰۲(.

څلورم: بل فرق یې دا ده چې تهجد په قرآن ثابت دي (ومن الیل فتهجد به نافلة لک) او تراویح په حدیث ثابتې دي (ان الله تبارک وتعالی فرض صیام رمضان و سنة لکم قیامه) (سنن نسائي، اول جلد، صفحه ۳۳۹(.

پنځم: بل فرق یې دا ده، کتابونه لیکي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم تراویح درې شپې په مدینه منوره کې اداء کړي او بیا یې ددې په خاطر پرېښودلي چې په امت باندې فرض نشي لیکن د تهجدو فرضیت له دېنه مخکې په مکه معظمه کې منسوخ شويده. له بي بي عائشه رضی الله عنه روایت دی چې: ان الله عزوجل افترض قیام الیل فی اول هذه السورة فقام نبی الله صلی الله علیه وسلم و اصحابه حولا و امسک الله تعالی خاتمها اثنی عشر شهر فی السماء حتی انزل الله فی آخر هذه السورة التخفیف فصار قیام الیل تطوعا بعد الفریضة. (صحیح مسلم، کتاب القراءة).

اوس که تهجد او تراویح یو وای نو د تهجدو فرضیت خو مخکې په مکه کې منسوخ شوی وو نو رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا ولې په مدینه کې د تراویحو په څلورمه شپه د فرضیت له وېرې پخاطر بهر را ونه وته؟؟؟ نو معلومه شوه چې تراویح او تهجد بېل بېل لمونځونه دي.

شپږم: رسول الله صلی الله علیه وسلم پخپله له تراویحو نه بعد تهجد کړیدي. وګورئ: عن انس رضی الله عنه قال کان رسول الله صلی الله علیه وسلم یصلی فی رمضان، فجئت فقمت الی جنبه و جاء رجل فقام ایضا حتی کنارهطا، فلما احس النبی صلی الله علیه وسلم انا خلفه جعله یتجوز فی الصلاة ثم دخل رحله فصلی صلوة لا یصلیها عندنا. (مسلم شریف(.

نو له دېنه معلومه شوه چې هغه لمونځ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په رمضان کې له انس او یو بل صحابی سره وکړ تروایح وې او هغه لمونځ چې بیا یې په خپله حجره کې وکړ تهجد وه. ځکه بي بي عائشه رضی الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به تهجد په خپله حجره کې کول. کان رسول الله صلی الله علیه وسلم یصلی من الیل فی حجرته (بخاري).

علاوه له دېنه، د حضرت انس رضی الله عنه لدې الفاظو نه (یصلی صلوة لا یصلیها عندنا) په صراحت معلومیږي چې د حجرې لمونځ د باندې لمانځه نه بېل وه.

اووم: بل فرق یې دا ده چې ټول د حدیثو آئمه کرام د تراویحو او تهجدو په مغایرت باندې قائل ول. دا له دېنه معلومیږي چې مشهورو محدثینو په خپلو کتابونو کې د تراویحو لپاره بېل باب قائم کړي او د تهجدو لپاره یې بېل باب قائم کړیده. وګورئ بخاري، مسلم، ابوداؤد، ترمذي، نسائي، ابن ماجه، موطا، مصنف ابن ابی شیبه، بیهقي، سنن الکبری، دارقطني، امام بغوی په المصابیح، مشکوة، کتاب الاثار، مسند امام اعظم، بلوغ المرام او داسې نور ډېر.

لاندې کسانو د تراویحو نه بعد تهجد هم کړیدي:

حضرت عمر فاروق، حضرت طلق بن علي صحابی، امام مالک، امام ابومحمد، شیخ ابوالحسن زیات، امام بخاري، امام ابومحمد اصفهانی، د غیرمقلدینو اکثره شیخان.

لاندې ځینې نور اقوال د شل رکعتو په اړه:

امام شافعي رحمة الله علیه وایي: فاما قیام شهر رمضان احب الی عشرون لانه روی عن عمر رضی الله عنه. (کتاب الام، اول جلد، صفحه ۱۴۵( .

امام ابوعیسی ترمذي رحمة الله علیه وایي: واکثر اهل العلم علی ما روی عن علی و عمر رضی الله عنهما وغیرهما من اصحاب النبی صلی الله علیه وسلم عشرین رکعة. (جامع الترمذی، صفحه ۹۹).

علامه ابن قدامه حنبلي هم لیکي چې تراویح شل رکعته دي: ان عمر لما جمع الناس علی ابی بن کعب کان یصلی لهم عشرین رکعة. (المغنی، اول جلد، صفحه ۷۹۹(.

شیخ الاسلام حافظ ابن تیمیه رحمة الله علیه هم په خپله فتاوی کې لیکي چې تراویح شل دي: ولما جمع عمر علی ابن ابی کعب کان یصلی بهم عشرین رکعة ثم یؤتر بثلاث. (مجموعة الفتاوی، یوولسم جلد، صفحه ۵۲۰ مطبوعه ریاض).

امام تقي الدین ابوبکر الجصني رحمة الله علیه هم وایي چې تراویح شل دي. فجمعنهم علی ابی بن کعب وواظب لهم عشرین رکعة واجمع الصحابة معه علی ذالک. (کتاب الاخیار، اول جلد، صفحه ۱۷۲(.

امام زین الدین عراقی استاد ابن حجر عسقلاني هم وایي چې تراویح شل دي. طرح التغریب فی شرح التقرییب، درېیم جلد، صفحه ۸۸).

د غیرمقلدینو شیخ الاسلام، محمد بن عبدالوهاب نجدي هم وایي تراویح شل دي: ان عمر رضی الله عنه جمع الناس علی ابی بن کعب یصلی بهم عشرین رکعة. (مجموعة مؤلفات الشیخ محمد بن عبدالوهاب، څلورم جلد، صفحه ۱۱۷.(

مولانا میا غلام رسول غیر مقلد هم تسلیمي ورکړې او وایي چې تراویح شل رکعته دي وګورئ رساله تراویح مع ترجمه ینابیع، صفحه ۱۰(.

دا هم په یاد ولره چې د خلفاء راشدین جاري شویو طریقو ته هم سنت وایي. پدې اړه حافظ ابن تیمیه د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه حدیث را اخلي چې د خلفاء راشدینو سنت هم سنت دي. دی لیکي: فلما کان عمر رضی الله عنه جمعهم علی امام واحد وهو ابی بن کعب الذی جمع الناس علیه بامر عمر بن الخطاب و عمر هو من خلفاء الراشدین حیث یقول صلی الله علیه وسلم علیکم بسنتی و سنة الخلفاء الراشدین المهدیین من بعدی عضوا علیها بالنواجذ یعنې اضراس لانها اعظم فی القوة وهذا الذی فعله هو السنة (فتاوی ابن تیمیه ۲۲/۲۳۴ په حواله لمونځ د پیمبر صفحه ۲۵۴(.

دا هم د یادولو وړ ده چې دا سنت مؤکده دي: حجة الاسلام امام محمد الغزالی رحمة الله علیه وایي: التراویح وهی عشرون رکعة و کیفیتها مشهور وهی سنة مؤکده. (احیاء العلوم، اول جلد، صفحه ۱۶۷.(

ابن قدامه حنبلي، علامه ابن عابدین شامي، علامه عبدالحی لکهنوي، علامه ډاکټر وهبة الزحیلی او محمد بن عبدالوهاب نجدي هم همدا نظر لري.

درېیمه خبره دا هم باید ومنۍ چې د صحابه کرامو رضی الله عنهم اجمعین پدې باندې اجماع شوې وه چې تراویح شل رکعته دي. پدې اړه لاندې دلایل وګورئ.

علامه ابن حجر مکی شافعي رحمة الله علیه وایي: ولکن اجمعت الصحابة علی ان التراویح عشرون رکعة. (مرقاة المفاتیح، درېیم جلد، صفحه ۱۹۴(.

امام تقي الدین ابوبکر الجصنی هم لیکي: فجمعم علی ابی بن کعب وواظب لهم عشرین رکعة واجمع الصحابة معه علی ذالک. (کتاب الاخیار، اول جلد، صفحه ۱۷۲.(

فقیه کبیر علامه علاء الدین کاسانی رحمة الله علیه هم وایي: ان عمر رضی الله عنه جمع اصحاب رسول الله صلی الله علیه وسلم فی شهر رمضان علی ابی بن کعب فصلی بهم کل لیلة عشرین رکعة ولم ینکر علیه احد فیکون اجماعا منهم علی ذلک. (بدایع الصنایع، اول جلد، صفحه ۲۸۸(.

مشهور غیرمقلد عالم نواب صدیق حسن خان هم دېته تسلیم شویده چې د حضرت عمر رضی الله عنه په امر تر سره شوې تراویح اجماع ده. دی وایي: وقد عدوا ما وقع فی عهد عمر رضی الله عنه کالاجماع. (عون الباري، شرح بخاري، څلورم جلد، صفحه ۳۰۷ .

اول: د مسلم شریف کوم حدیث چې امام حاکم صاحب فقط دومره ویلي چې مدلس دی او نور رد یې ندی پرې کړی. که څوک رښتیا هم په حدیثو پوهیږي، نو تدلیس په حدیثو کې پدې معنی ندی چې حدیث به په هېڅ وجه صحت ته ونه وځي. دومره بس ده چې بخاري او مسلم شریف ترېنه روایت کړیده. بیا هم وایم چې قتاده د بخاري او مسلم شریف راوي ده نو د قتاده د ثقه توب لپاره همدومره بس ده. د مسلم شریف حدیث خو یې تاسو وینئ او په بخاري شریف کې ترېنه دا روایت شویده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: لا يؤمن أحدكم حتى يحب لأخيه ما يحب لنفسه.

یو کس چې د بخاري او مسلم راوي وي او امام حاکم ورته مدلس ویلي وي نو حدیث یې باید رد شي هېڅکله هم داسې نده. بناءً د مسلم شریف حدیث په ثقه توب کې د یوه حرف په اندازه شک هم نشته. دا محض یوه فتنه ده چې اوس د بخاري او مسلم په روایتونو پسې را اخیستل شوېده.

نو کله چې پدې کې شک پاتې نشو چې د مسلم شریف حدیث صحیح ده نو تهجدو فرضیت په مکه کې منسوخ شوی وو بیا په مدینه کې د فرض کېدو وېره یې نه وه. هغه وېره د تراویح د لمانځه وه.

خلاصه: د مسلم شریف حدیث بالکل صحیح ده. د تهجدو فرضیت په مکه کې منسوخ شویده، بیا یې په مدینه کې د فرض کېدو وېره له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بالکل نه وه. هغه وېره چې رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وه د قیام رمضان یا تراویحو فرضیت وه. نو د موضوع د عنوان په حروفو قیام رمضان یا تراویح بېل او قیام الیل یا تهجد بېل بېل لمونځونه دي.

دوهم: بل فرق یې دا ده چې ټول د حدیثو آئمه کرام د تراویحو او تهجدو په مغایرت باندې قائل وو. دا له دېنه معلومیږي چې مشهورو محدثینو په خپلو کتابونو کې د تراویحو لپاره بېل بابونه قائم کړي او د تهجدو لپاره یې بېل باب قائم کړیده.

حقیقت خو داسې ده چې هغه احادیث چې موږ یې په کتابونو ګورو هغه د ګرانو او درنو محدثینو متناً او سنداً په یادو یاد ول او په حدیثو کې استادان ول نو دا بیا څنګه امکان لري چې هغوی ټول دې په دغه ځای کې خطا شوي وي چې د تهجدو او تراویحو په مغایرت نه پوهېدل او له خپله ځانه یې ورته بابونه کېښودل. غیر مقلدین باید د خپل نفس له تورو پردو بهر را ووځي او د محدثینو علم دې کم نه ګڼي او د هغوی صداقت ته د خیانت په سترګه دې نه ګوري. لاندې لږ تشریح ته ځیر شئ چې دا درته واضحه شي چې کومو محدثینو بېل بېل بابونه ایښې دي او په څه نامه دي:

د کتاب نوم – باب تهجد – باب

صحیح بخاري – باب فضل قیام الیل – باب فضل من قام رمضان

صحیح مسلم – باب صلوة الیل – باب الترغیب فی قیام رمضان وهو التراویح

سنن ابی داؤد – باب فی صلوة الیل – باب قیام شهر رمضان

سنن ترمذي – باب فی فضل صلوة الیل – باب ما جاء فی قیام شهر رمضان

سنن نسائي – کتاب قیام الیل – ثواب من قام و صام

سنن ابن ماجه – باب ما جاء فی قیام الیل – باب ما جاء فی قیام شهر رمضان

موطا امام مالک – باب فی صلوة الیل – باب فی قیام رمضان

موطا امام محمد – باب فی صلوة الیل – باب قیام شهر رمضان

مشکوة شریف – باب فی صلوة الیل – باب قیام شهر رمضان

ریاض الصالحین – باب فضل قیام الیل – باب استحباب قیام رمضان وهو التراویح

صحیح ابن حبان – فصل قیام الیل – فصل فی التراویح

مجمع الزوائد – باب فی صلوة الیل – قیام رمضان

سنن کبری للبیهقی – باب فی صلوة الیل – باب فی قیام شهر رمضان

جمع الفوائد – صلوة الیل – قیام رمضان والتراویح وغیرذالک

قیام الیل للمروزی – باب فی صلوة اللیل – قیام رمضان

بلوغ المرام – صلوة التطوع – قیام رمضان

یو وضاحت:

د امام لپاره جایز دي چې د شرعي اصولو له مخې په قرائت او لمونځ کې تخفیف راولي او دلیل دا حدیث دی: «مَنْ صَلَّى بِالنَّاسِ فَلْيُخَفِّفْ» متفق عليه. خو تخفيف دا معنی نلري لکه زموږ د ټولنې د ځینو امامانو او قاريانو تراويح چې دومره تيزې او په بيړه وي چې نه قرائت صحيح وي ، نه رکوع صحيح وي ، نه قومه ، نه جلسه او نه سجده، په رکوع او سجده کې په سکون سره درې ځله تسبیحات ويل سنت دي او د ټولو ارکانو په سکون او اطمینان ادا کول واجب دي .

د هغه کس په اړه چې ناسم لمونځ کوي او رکوع سجده قومه او جلسه یې په سمه توګه نه وي ادا کړي د هغه په اړه حضور صلی الله علیه وسلم داسې فرمایلي: «إرْجِعْ فَصَلِّ فَإنّكَ لَمْ تُصَلِّ» لمونځ له سره وګرځوه ځکه چې تا لمونځ ونه کړ هغه کس درې ځله لمونځ له سره وګرځولو او وروسته يې وويل يا رسول الله صلی الله عليه وسلم! قسم په هغه ذات چې ته يې په حق را استولی يې زه تر دې غوره نشم ادا کولی نو ماته لمونځ راوښیه، رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه ته وفرمايل: «إِذَا قُمْتَ إِلَى الصَّلاةِ فَأسْبِغ الْوُضُوءَ، ثُمّ اسْتَقْبِلِ الْقِبْلَةَ فَكَبِّرْ، ثُمَّ اقْرَأْ مَا تَيَسَّرَ مَعَكَ مِنَ الْقُرْآنِ، ثُمَّ ارْكَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ رَاكِعًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَعْدِلَ قَائِمًا، ثُمَّ اسْجُدْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ سَاجِدًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ جَالِسًا، ثُمَّ افْعَلْ ذَلِكَ فِي صَلاتِكَ كُلِّهَا». صحیح البخاري (۷۵۷)، صحیح المسلم (۳۹۷).

ژباړه : کله چې د لمانځه لپاره چمتوالی نیسې نو پوره اودس وکړه، وروسته دې مخ پر قبله کړه او تکبير ووايه، وروسه د قرآن څخه هغه ووايه چې درته آسانه وي ،وروسته رکوع ته لاړ شه تر هغه چې بدن دې آرام او بې حرکته شي، بيا له رکوع پورته شه په سم او آرام ډول درېدلو سره ، بيا سجده ادا کړه داسې چې بدن دې آرام او بې خوځښته شي بيا دې سر له سجدې پورته کړه تر څو د کښېناستلو په حال کې آرام او بې حرکته شي وروسته همدا عمل په ټول لمانځه کې ترسره کوه .