کور / هراړخیز / د اروپا کتاب دویم ځل چاپ شو

د اروپا کتاب دویم ځل چاپ شو

له نیکه مرغه په تېرو دوو کلونو کې (آسيا) کتاب د څلورم ځل،(استراليا) د درېيم ځل ، (افریقا) د درېیم ځل او (اروپا) د دوهم ځل له پاره خلکو ته وړاندې شول.

(اروپا؛ طبیعي، سیاسي، بشري، اقتصادي او تاریخي جغرافیه (د نړۍ هېنداره) د دایرة المعارفګوټي څلورم کتاب دی چې په دوو برخو او په 1313 مخونو کې، د الاذهر خپروندویه ټولنې له خوا، په خورا ښکلي قطع او صحافت په دې وروستیو ورځو کې خپور شوی دی.

بايد ووايو چې دا څلور کتابونه په حقيقت کې د (نړۍ هېنداره) لومړي، دوهم، درېیم او څلورم کتابونه دي؛ خو ټول به پنځه ټوکه وي. د لیکوال او مولف په وینا په پنځم ټوک (امریکا) کار روان دی او ژر به مینه والو ته وړاندې شي.

۱ _ آسيا:

آسيا 48 هېوادونه لري: آذربايجان، اردن، ارمنستان، ازبكستان، اسرائيل، افغانستان، عربي متحده امارات، اندونيزيا، ايران، بحرين، برما، بروني، بنګله دېش، بوتان، پاكستان، تاجكستان، تايلند، تركمنستان، تايوان، چين، جاپان، سريلانكا، سنګاپور، سوريه، عراق، سعودي عربستان، عمان، فلېپين، ختيځ تيمور، فلسطين، قبرس، قرغزستان، قزاقستان، قطر، كوريا(شمالى)، كوريا(جنوبي)، كمبوديا، كويټ، ګرجستان، لاوس، لبنان، ماليزيا، مالديپ، منګوليا، مغولستان، نيپال، ويتنام، هندوستان او يمن چې په دې کتاب کې په بشپړه توګه معرفي شوي. دا پېژندنه پنځه برخې لري: طبيعي جغرافيه، بشري جغرافيه، سياسي جغرافيه، اقتصادي جغرافيه، تاريخ او له افغانستان سره سياسي اړيکي چې دلته به لږ رڼا پرې واچول شي:

الف – طبيعي جغرافيه: د نامه لنډيز يا Date Code، نړيوال نوم، رسمي نوم، پخوانى نوم، سيمه ييز نوم، جغرافيايي موقعيت، پراخوالى په km² او میل مربع، د هېواد څلور خواوې او له ګاونډيو هېوادونو سره د پولو اوږدوالى په km، لوى غرونه، جګې څوكې، سيندونه، اقليم او په پاى كې نورې جغرافيايي ځانګړتياوې.

ب – بشري – سياسي جغرافيه : پلازمېنه او نفوس، د هېواد ټول نفوس، د نفوسو ګڼوالى په km² او میل مربع كې، ښاري او كليوال نفوس، د ښاري کېدو سلنه، د نفوسو سني وېش، د جنسيت تناسب Sex ratio، په زرو ماشومانو كې مړينه، د نفوسو كلنى زياتوالى، د عمر منځنى اوږدوالى، د هرې ښځې د زېږون منځنى كلنى قابليت؛ د هېواد اداري جوړښت، لوى ښارونه او نفوس، حكومت، اساسي قانون، ولسمشر، لومړى وزير، ملى شورى، قضاييه ځواك، سياسي ګوندونه او د هغوى مشران، د فشار ډلې، نژاد، دين او مذهب، ژبه، ليكدود، د خپلواكۍ ورځ، په UN او نورو نړيوالو موسساتو كې غړيتوب، ملي بيرغ، ملي سرود او ملي نښان.

ج _ اقتصادي جغرافيه: د هېوادونو د اقتصادي جغرافيې په بحث كې لومړى د هرهېواد په عمومي اقتصادي وضع كتنه شوې او بيا لاندې سرليكونه راغلي:

غيرخالص كورنى توليد GDP، د غيرخالص كورني توليد كلنۍ وده، د غيرخالص كورني توليد سكتوري جوړښت، سړي سر كلنى عايد Per Capita، انفلاسيون، د كار قوت د شمېر او سكتورونو په تفكيك، وزګارتيا، بودجه د عوايدو او لګښتونو په تفكيك، صنعتي توليدات، د صنعتي توليداتو كلنۍ وده، د برېښنا توليد او منابع د تېل او ګاز توليد، لګښت او زېرمې، صادرات او واردات؛ كرنه، څاروي، ځنګلونه، سيلانيان، غټ كانونه، صادرات او واردات د بيې، اقلامو او سوداګريزه شريكانو په تفكيك؛ بهرني پورونه، مخابرات، رسنۍ؛ ترانسپورت د اورګاډو، لويو لارو، نقليه وسايطو، نلليكو، سوداګريزه الوتكو او بېړيو په تفكيك؛ رسنۍ او ټولنيزه پرمختيا. د ټولنيزې پرمختيا په بحث کې په هر هېواد کې د باسواده خلکو، د ښوونځيو او پوهنتونونو د زده کوونکو او استادانو د شمېر، مطبوعاتو، روغتيا او ورزش په هکله لنډ معلومات راغلي دي.

له دې وروسته د هر هېواد د سيمه ييزو يا نړيوالو لانجو ذكر راغلى، په پوځي تشكيلاتو رڼا اچول شوې او له هېواد څخه د وتلو يا راغلو مهاجرو او بېځايه شوو خلکو په هکله معلومات وړاندې شوي.

تاريخ: د هېوادونو د تاريخ په برخه كې په لرغوني تاريخ لږ خبرى شوي او هڅه شوې چې په معاصرو پېښو بحث وشي. له دې وروسته له هر هېواد سره د افغانستان د اړيکو برخه راغلې. دا برخه د کتاب په لومړيو او دوهمو چاپونو کې نه وه او بحث بلل کېږي.

د نړۍ هېنداره لومړى ټوك (آسيا) د لومړي ځل له پاره په 2000م (1379 ل.هـ) كې چاپ شوى دى چې 192 اخځونه لري او ټول د كتاب په پاى كې معرفي راغلې. دا كتاب يو اتیا مخیز قاموس (نوملړ) هم لري چې له لوستونكيو سره د ځينو جغرافيايي نومونو يا اصطلاحګانو. لكه ټاپو، ټاپو وزمه، طول البلد، نقشه، استوا، حاره، سمندرګى او داسې نورو د مانا په پوهېدنه کې مرسته کوي.

دا كتاب په كال 2003 كې الازهر خپرندويه ټولنې پرته له كوم متني توپيره بيا خپور كړ. دا ځل په كتاب كې يو بل قاموس هم زيات شو چې هغه نړېوالې ټولنې پکې معرفي شوې چې مطلوب هېواد پکې غړيتوب لري، لکهUN ، IAEA، NAM، WTO او داسې نور. كېداى شي چې ځنې درانه لوستونكي دا ټولنې سمې و نه پېژني، له همدې امله ليكوال په دې قاموس كې كابو 70 نړيوالې ټولنې په لنډه توګه معرفى كړي، چې د موضوع د ښه درك په برخه كې مرسته وكړي. له هغه ځايه چې زده کوونکو، محصلينو، د جغرافي استادانو او ژورناليستانو دې کتاب ته ډېره اړتيا درلوده؛ ځکه مولف په 2012 کې د دې کتاب د نوي کولو او بيا ليکنې کار پيل کړ. نوي کتاب په 2012 کې بازار ته راغی. په لومړيو او دوهمو چاپونو کې د کتاب مخونه 835 وو، خو په درېيم چاپ کې دا شمېر 1280 ته لوړ شو. کتاب ته د ډېرې تقاضا د شتوالي له امله خپرندويه موسسې دا کتاب د 2013 په اپريل کې بيا خپور کړ او په دې توګه دا کتاب په تېرو 13 کلونو کې څلور ځلې چاپ شوی.

۲ – اسټراليا:

د نړۍ هېندارې دوهم ټوك اسټراليا(اوقيانوسيه) نومي. دا كتاب لومړي ځل په 2003( 1382 ل.هـش) كې په پېښور كې، (د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مركز) له خوا خپور شوى و.

د اسټراليا د كتاب په پيل كې د مولف په سريزه سربېره، د نړۍ د خپلواكه هېوادونو او د نړۍ د ناخپلواكه سيمو جدولونه راغلي دي چې د آسيا په کتاب کې هم شته، په دې جدولونو كې د هر خپلواكه هېواد يا ناخپلواكه سيمې موقعيت، پلازمېنه، د نامه لنډيز او په UN كې غړيتوب يا نه غړيتوب راغلى او بيا د كتاب متن پيل كېږي چې د اسټراليا يا اوقيانوسيه د لويې وچې يا قارې دا هېوادونه پكې معرفي شوي. د اسټراليا لويه وچه، د استراليا هېواد، فيجي، كريباتي، مارشال، ميكرونيزيا، ناورو، نوى زيلند، پالوو، پاپوانيوګيني، ساموا، سليمان، تونګا، تووالو او وانواتو. دا کتاب په 2005 کې د دوهم ځل له پاره چاپ شو چې اوس يې درېيم؛ خو ښکلي چاپ مینه والو ته وړاندې شو.

د دې كتاب د تاليف له پاره له 51 معتبرو اخځونو كار اخستل شوى او كتاب ټول 450 مخونه لري. په دې 450 مخونو كې هغه دوه قاموس ګوټي هم شته چې د آسيا د ټوك په پاى كې راغلي وو.

۳- افریقا:

د نړۍ هېندارې درېیم کتاب (افریقا) دی. افریقا لومړی ځل په 2003 کې د ساپي د پښتو څېړنو او براختیا مرکز له خوا په پېښور کې په 826 مخونو کې خپور شوی و چې د مینه والو د غوښتنو له امله، الاذهر خپروندویه ټولنې بې له کوم متني توپیره په 2005 کې بیا خپور کړ او دا دی اوس له ډېرو نویو معلوماتو او ارقامو سره یو ځلې پیا په 1237 مخونو کې خپور شو. هغه افریقایي هېوادونه چې په دې کتاب کې پېژندل شوي 54 دي چې جنوبی سودان بکې نوی دی:

اريتريا، استوايي ګيني، الجزاير، انګولا، ايتوپيا، بوتسوانا، بوركينافاسو (پاسنۍ ولتا)، بوروندي، بينين، تانزانيا، توګو، تونس، جنوبي افريقا، جنوبي سودان، جيبوتي، چاد، د عاج ساحل، رواندا، زمبیا، زيمبابوي، ساوتومي او پرنسيپي، سنيګال، سوازيلند، سودان، سوماليا، سېراليون، سيشلز، صحرا( د ج)، كامرون، كانګو(ج)، كانګو(د ج)، كومورو، كيپ وردي، كينيا، ګابون، ګانا، ګمبيا، ګيني، ګيني بيساو، لايبريا، ليبيا، ليسوتو، مركزي افريقا، مالي، مدغاسكر، مراكش (المغرب)، مصر، ملاوي (نياسالند)، موريتانيا، مورشيس، موزمبيق، ناميبيا، نايجير، نايجيريا او يوګندا. ناویلې دې نه وي پاته چې دا کتاب د آسیا، استرالیا او افریقا په شان د هېوادونو نقشې او ملي بیرغونه هم لري.

۴- اروپا: د نړۍ هېندارې څلورم کتاب (اروپا) دی چې لومړی ځل په 1384 هـ.ش (2005م) کې، په پېښور کې، د ساپي پښتو څېړنو او پراختیا مرکز او الاذهر خپرندویه ټولنې په ګډ زیار خپور شوی و.

په هغه کتاب کې د مولف سریزه، د نړۍ د خپلواکه هېوادونو یا ناخپلواکه سیمو د پېژندګلوي جدولونه، د اروپا د قارې پېژندګلوي او بیا دا هېوادونه راغلي.

البانيا، آندورا، استريا (اتريش)، بېلاروس (سپينه روسيه)، بوسنيا او هرزګوينا، بلجيم (بلژيك)، بلغاريا، كروشيا، چك، ډنمارك، استونيا، فنلند، فرانسه، جرمني، جورجیا، يونان، هــنګــري (مجارستان)، آيسلند، ايــرلنـد، ايـــتــاليا، لاتويا، ليختن شتاين، کوسوو، قبرس، لتوانيا، لوكزامبورګ، مقدونيا، موناكو، هالند، مالتا، مولدووا، ناروې، پولند، پرتګال، رومانيا، روسيه، سان مارينو، صربيا، مونتينګرو، سلواكيا، سلوینيا، تركيه، اسپانيا، سويډن، سويس(سويتزرلند)، اوكراين، برتانیا او واتيكان.

دا کتاب د 2014 د دسمبر په میاشت کې له پوره او نویو معلوماتو سره یو ځای د الاذهر خپرندویه ټولنې له خوا خپور شوی چې دا ځل 1313 مخونه او 70 اخځونو لري.

د نړۍ هېندارې کتاب پنځم ټوک امریکا دی چې تر اوسه نه دی نوی شوی.

په افغان مطبوعاتو كې د نړۍ د هېوادونو د پېژندګلوۍ (طبيعي، سياسي، بشري، اقتصادي او تاريخي جغرافيه) د تفصيلي كتاب ځاى چې ښاغلى احسان الله آرينزى يې دايرة المعارفګوټى بولي، په رښتيا تش و او دا هغه لومړنى كتاب دى چې په پښتو ژبه د نړۍ د ټولو هېوادونو د پېژندګلوۍ په اړه ليكل شوى دى. كتاب ټول له ارقامو ډك دى او په داسې ساده ژبه ليكل شوى چې په پښتنو سربېره دري ژبي مینه وال هم استفاده ورځنې كولى شي. په كتاب كې د خلكو، ځايونو، ګوندونواو نورو مهمو نومونو تر څنګ د هغو انګليسي نومونه هم راغلي، چې له لوستونكيو سره د كتاب د لوستلو په وخت كې د سم تلفظ مرسته شوي وي.

د نړۍ هېندارې معلومات زمونږ د ښوونځيو د جغرافيې د ښوونكو، زده كوونكو، د پوهنتونونو د محصلينو، ژورناليستانو او د عمومي معلوماتو د ليوالو له پاره په زړه پورې دي. د كتاب ډېرى شمېرنې نوې او له وروستيو كلونو سره تړاو لري.

د كتاب اخځونه چې د هر ټوك په پاى كې راغلي د ډاډ وړ دي. دا اخځونه كتابونه، دايره المعارفونه، مجلې، اخبارونه، د كمپيوټر سي ډي ګانې CDs او انټرنت پاڼې دي..

دلته دا خبره د يادونې وړ ده چې د نړۍ هېندارې په خپرولو سره نه يوازې دا چې د كابل كالنۍ نشراتي عنعنه ژوندۍ وساتل شوه، بلكې له هغې څخه په لوړ كيفيت او له معاصرو تخنيكي او علمي امكاناتو څخه په مرسته د نړۍ د ټولو خپلواكه او ناخپلواكه هېوادونو او سيمو عمومي او انسکلاپيديک معلومات په نوي او علمي بڼه د هېواد د فرهنګ مينانو ته وړاندې شوي.

ناويلي دې نه وي پاتې چې د كتاب ښاغلي مولف د(آسيا)، (افريقا)،(اسټراليا)، (اروپا) او(امريكا) د ټوكونو په هره سريزه كې له ښاغليو لوستونكيو او فرهنګيانو څخه په كلكه هيله كړې، چې له ده سره د دې دايره المعارفګوټي په بشپړولو كې مرسته وكړي او مشورې وركړي. ليكوالو او مولفينو ته د مشورو وركول او د دوى پر كارونو علمي كره كتنې، له هغوى سره مرسته كوي چې د خپل كار نيمګړتياوو ته ځير او داسې آثار خپاره كړي چې لوستونکو ته ګټور وي.

د 2014 په دسمبر کې د افغانستان علومو اکاډمۍ د سیمه ییزه څېړنو انستیتوت او آریانا راډیو- ټلویزیون په ګډه په دې كتاب د كره كتنې غونډه جوړه کړې وه. په دې غونډه كې د افغانستان د پوهنې وزارت د تعليمي نصاب او د ښوونې او روزنې د پوهنتون د جغرافيې څانګې استادانو، د كابل پوهنتون او علومو اکاډمۍ مسلکي غړو او یو شمېر استادانو، پوهانو او علمي شخصيتونو برخه اخستې وه.

ښاغليو ويناوالو د داسې علمي او معلوماتى كتابونو د ليكلو او خپرولو په برخه كې د افغانستان د پوهانو او علماوو د كار او زيار په ارزښت ټينګار وكړ او وې ويل، چې په افغانستان كې د يوه نوي فعال، زيارايستونكي، پوه او مدبر نسل د روزنې له پاره علمي آثارو ته ډېره اړتيا ده او د ښاغلي آرينزي یې وستایه چې همدا يو كتاب يې نژدې 6000 مخونه لري.

د نړۍ هېندارې مولف ښاغلي احسان الله آرينزي وايي چې د (د نړۍ هېنداره) اوسني کتابونه د هېواد د نومیالیو استادانو په مشوره تاليف او تر ډېره مسلکي معيارونه په پام کې نيول شوي دي.

ښاغلي آرينزي د (نړۍ هېنداره) د ستر كتاب ليكوال او د ګران افغانستان ټولو پوهانو، استادانو اوعلماوو ته د ډېرو برياليتوبونو په هيله، د دې ليكنې لمن رانغاړو او انتظار باسو، چې د دې كتاب وروستی ټوک (امريکا) هم ژر مینه والو ته وړاندې شي او لکه څنګه چې ژمنه شوي د دې کتاب دري ژباړه هم بشپړه او چاپ شي.