کور / سياسي / دولسمشر سل ورځني پلان ته یوه لنډه کتنه

دولسمشر سل ورځني پلان ته یوه لنډه کتنه

دولسمشر سل ورځني پلان ته یوه لنډه کتنه
زه چي دمکتب یوولسم صنف ته ورسېدم، دلوړو زده کړو وزارت داسي پلان جوړ کړچي په هره میاشته کښي به ئې له شاګردانو څخه امتحان اخیستئ. دوولسم ته چي ولاړم، دیو میاشتني امتحان پرځای بیادرې میاشتنی امتحان پسي رامنځ ته سو. په دغو دواړو پلانونو کښي بېله دې چي دشاګردانواوښوونکووخت ضایع، بې نظمي او بې نزاکتي رامنځ ته سي، بله ګټه ئې نه وه ځکه چي زموږ تر فراعت وروسته پلان بیرته هغه پخواني شکل ته واوښتئ.
اوس هم د ولسمشر د پرېکړي له مخي چي هروزارت باید خپل ۱۰۰ ورځنی پلان جوړ کړي، ماته داسي معلومیږي لکه زموږ دمکتب دیولسم اوددولسم صنف دامتحانونو پلان چي په ۱۳۸۲ او ۸۳ کښي دپوهني دوزارت له خوا جوړسوی اونتیجه ئې ور نه کړه.
دغه سوال زه دمنېجمینټ (نه دسیاست) په چوکاټ کښي درته څېړم. ولسمشر باید دانتخاباتي کمپاین پر مهال ولس ته دهر وزارت له پاره خپل پلان ویلی وای او قناعت ئې ورکړی وای چي که زه ولسمشر سم دهر وزارت له پاره مي دغه لنډ مهال او دغه مي اوږدمهال پلان دئ.
په منېجمینټ کښي پلان دسوپروایزر له خوا ترلاس لاندي کسانو ته ورکول کیږي اوورته ویل کیږي چي دغه کارونه په یوه ټاکلې موده کښي وکړئ خواوس برعکس ولسمشرله خپلي کابینې څخه پلان غواړي.
بله خبره داده چي حکومت یوغیرانتفاعي مؤسسه ده چي هدف ئې دولس رفا او خیر دئ. لنډ مهال پلانونه چي دوخت له مخي یو کال یا تریوه کال هم کم دي، په انتفاعي مؤسسو کښي جوړیږي چي خپل تولیدات خرڅ، سیال ته ماته ورکړي اوعواید ترلاسه کړي. دلنډ مهال پلان څخه دیوې چټکي نتیجې تمه وي، که دولسمشر هدف همدا وي نو ډېرښه خودغه چټکه نتیجه هم باید دحکومت په پیل کښي څرګنده وای.
ښه به دا وي چي هر وزارت پنځه کلن پلان جوړ کړي، فعالیتونه ئې ټول په ګنټ چارټ کښي سره ترتیب کړي،دپیل اوختم نېټه ورته وټاکي. دهمدغه پنځه کلن پلان څخه دي پر درومیاشتو باندي تمرکز کوي. زما منطق دادئ چي په هر وزارت کښي ۱۰۰ ورځنی پلان تطبیق کېدای نه سي. ددفاع اوزراعت وزارت به په خپلو سل ورځني پلانونوکښي کوم فعالیتونه لیکي؟ دزراعت یوه سروې شاید سل ورځ ونیسي او دژمي او واوري په موسم کښي خو په ځینو ولایتونو کښي زراعتي کار کول بیخي امکان نه لري.
زما په نظر مؤثره داده چي اوږد مهال پلان جوړ سي اوبیا دوخت له مخي پربرخو ووېشل سي، پر هرو سلو ورځو دې تمرکز وسي او ددې مودې په پای کښي باید ولس ته معلومات ورکړل سي.
دوخت موضوع هم مهمه ده، شاید ددغه پلان پر جوړولو په هفتو هفتو وخت تېر سي، کله چي پلان جوړ هم سي بیا د رد او تائید خبره پسي رامنځ ته کیږي. هر وزیر باید له ولسمشر سره وویني اوبحث سره وکړي، دکوم وزارات پلان چي تائید هغه به کار کوي اودچا دا چي رد وي هغوی به بیا د پلان په اصلاحاتواخته وي.
که دموضوع مثبت اړخ ته راسم، پلان جوړول په منېجمینټ کښي هیڅ تاوان نه لري، هغه که لنډ مهال وي او که اوږدمهاله وي ځکه چي دواړه پلانونه دپيسو او وخت دضایع مخنیوی کوي خو په دونده توپیر چي له لنډ مهال پلان څخه چټکه او له اوږد مهال پلان څخه ځنډېدونکې نتیجه ترلاسه کیږي.