کور / سياسي / “پښتو يوه توانمنه ژبه ده”

“پښتو يوه توانمنه ژبه ده”

٢٩ می ۲۰۱۵
د پښتو ورځې د نمانځنې په مناسبت

درنو او قدرمنو خويندو او وروڼو ته د پښتو د ورځې د نمانځنې په مناسبت مبارکي وايم. همدارنګه د درنې او قدرمنې خور او شاعرې مېرمن شفيقې نه مننه کوم چې په زوايندرېخت کې يې د پښتنو ماشومانو لپاره د پښتو ژبې کورس پرانېست او هم يې د پښتو د ورځې د نمانځنې نوښت وکړ.
پښتو د پښتنو ژبه ده او پښتانه د پښتو پرته او پښتو د پښتنو پرته تصور کېدای نه شي.ژبه د ټولنې په وده او پرمختګ کې زښته زيات اهميت لري. ا.سيپر وايي چې: «ژبه د مادي کلتور تر ډېرو ابتدایي انکشافاتو نه د مخه موجوده وه او دغه انکشافات په واقعيت کې تر هغو ممکن نه وو چې ژبې د مهمې افادې د وسيلې په توګه شکل او صورت نه و غوره کړی.» څنګه چې «ژبه د ګډ بشري تمدن او کلتوري ميراثونو د انتقال وسيله ده نو ځکه يې پالنه او ساتنه اړينه ده.»
ژبه نه يوازې د پوهاوي را پوهاوي د وسيله په توګه چوپړ کوي بلکې ژبه د فکر د ودې وسيله هم ده. هر څومره چې د انسان ژبه رسېدلې وي هغومره يې فکر رسېدلی وي. نو ځکه د ژبې د ودې لپاره پرله پسې کار ته اړتيا ده. د ژبې د ودې ځايونه کورنۍ، ښوونځي او پوهنتونونه دي. لدې امله بايد په ښوونځيو او پوهنتونو کې زده کوونکو ته په مورنۍ ژبه د زده کړې شوونتياوې برابرې کړای شي. پخپله مورنۍ ژبه زده کړه د فکر په وده کې مهم رول لري. که د چا نه په مورنۍ ژبه کې د زده کړې حق واخېستل شي نو دا کار په اصل کې د دوی د فکري ودې مخنيوی دی او دا يوه ستره بې عدالتي او يو لوی ظلم دی.
زموږ واکمنو د پېړيو په اوږدو کې د فارس د فرهنګي ښکېلاک په پايله کې پښتانه پخپله مورنۍ ژبه د زده کړو نه بې برخې کړي او د دوی د فکري ودې مخه يې ډب کړې ده. دا د پښتنو او نورو قومونو لکه ازبکان، ترکمنان، بلوچان، پشايان، نورستانيان او نور چې ماشومان يې پخپله مورنۍ ژبې د زده کړو نه بې برخې دي يوه لويه بې عدالتي ده. دا کړنه په اوږده راتلونکې کې د ټولو هېوادوالو په زيان هم تماميږي. ځکه چې افغانستان زموږ د ټولو وروڼو قومونو ګډ کور دی او د د دوی او په ځانګړې توګه د پښتنو وروسته پاتې والی چې د هېواد د اوسېدونکو ډيرکی جوړوي، افغانستان به نور هم کمزوری کړي.
فکر کوم چې فضل احمد غر شايد لومړی پښتون وي چې پښتانه يې خپلې مورنۍ ژبې پښتو ته د بې توپيرۍ او نه پاملرنې ناوړه پايلو ته متوجې کړي دي. دی وايي «د ملک [او] قوم ترقي د خپل مذهب او د خپلې ژبې په حفاظت پورې تړلې ده. نن د دې ډېر ضرورت دی چې موږ خپله قومي ژبه د پستۍ نه وباسو او که نه زموږ د غفلت دا حال وي نو يوه ورځ به د فارسي او اردو پوځونه د پښتنو ملک په خپلو مينځو کې تقسيم کړي… » پدې توګه فضل احمد غر ژبه د يوه قوم په ټينګېدو او شړېدو کې يو مهم اصل ګڼي.
مېجر روز انګرېز شايد لومړی ختيځ پېژندونکی وي چې د پښتنو کلک پام يې دې موضوع ته اړولی دی. دی ليکي: «افغانستان په تعليمي جهت تر هغې نه کامياب کيږي چې …خپلې ژبې ته توجه و نه کړي. افغانستان خپل ځان په ازادو هېوادو کې شماري، مګر د ژبې په لحاظ رښتونی غلام د ايران دی، ځکه چې قوم يو، دفتري نظامي ژبه بله وايي، مګر څو پورې چې افغانستان کې تعليم پخپله ژبه کې نه شي، علم ډېره ګرانه خبره ده، بويه چې عالم شي، مقابله به ملل ديګر وکړي، ضرورت امر دی چې افغانستان خپله ژبه يعني افغاني يعني پښتو ژبه د علوم وګرځوي.»
پښتانه نسبت نورو ژبو ته په پښتو ژبه پوهنه، هنر، فلسفه، ساينس او تکنالوژي په اسانۍ سره زده کولی شي هغومره چې پښتانه ځوانان او نجونې په پښتو سره خپلو وړتياوو او استعدادونو ته وده ورکولی شي د نورو ژبو له لارې يې نه شي ورکولی. پدې ترتيب مالوماتو ته لاسری چې يوه انساني اړتيا ده په مورنۍ ژبه په اسانۍ سره لاس ته راتلی شي چې د انسان د فکري ودې لپاره ډېر اړين دی.
ژبه نه يوازې د پوهوي راپوهوي او د فکر د ودې وسيله ده بلکې د ځان پېژندنې او هويت سرچينه هم ده. «هويت يوه کلتوري پديده ده او کلتور په ژبه ولاړ دی» . د يوه قوم هويت د هېواد د ننه د هغه «د تاريخ جوړونې په پروسه کې خپله بڼه ښکاره کوي.»
پښتانه که غواړي چې په بشپړه توګه تباه نه شي نو بايد خپل هويت ټينګ وساتي. پوهاند کاکړ ليکي «د پښتنو د هويت توکي پښتو، پښتونوالي او نور غوره ارزښتونه دي. په دغو کې پښتو تر ټولو نه مهمه ده… پښتانه د ژبې له برکته پښتانه دي او که يې پښتو له لاسه ورکړه بيا نو پښتانه نه دي که څه هم احساس به يې د پښتانه وي.» دی زياتوي چې د پښتو ستر اهميت پدې کې دی چې پښتانه په پښتو سره يو بل پېژني او سره يو کوي يې. په پښتو کې د پښتنو کلتوري ارزښتونه، د دوی تاريخ، د دوی افسانې، د دوی روايتونه يا په نورو ټکو د دوی ټولې معنوي او روحي شتمنۍ پراتې دي
موږ بايد دې ټکي ته کلک پام وکړو چې يو قوم د فزيکي وژنو له لارې نه شي د مينځه وړل کېدای بلکې يو قوم هغه وخت وژل کيږي او د مينځه وړل کېدای شي چې کلتور او په ځانګړې توګه ژبه يې د مينځه يوسې. د پښتو ژبې د منځه وړلو لپاره زموږ ګاونډي هېوادونه او په ځانګړې توګه ايران ډېرې هڅې کوي. د ايرانيانو موخه دا ده چې د فرهنګي ښکېلاک له لارې دوی د پښتنو تاريخ، کلتور او ملي هويت د منځه يوسي.
پښتو يوه توانمنه ژبه ده چې نه يوازې يې د تورو شمېر ان د نړۍ د ډېرو پرمخ تللو ژبو لکه انګليسي او جرمني نه زيات دی بلکې د افادې غښتلی توان هم لري. پښتو د خپل ګرامري جوړښت له امله ډېره بډايه ده. پښتو د خپل طبعيت له مخې يوه سندريزه ژبه ده چې مسته او د جوش نه ډکه موسيقي لري.
پدې توګه پښتو د خپلې توانمندۍ او د خپل بډای ګرامري جوړښت، غښتلې افادې او د مستانه موسيقۍ له مخې يوه پياوړې ژبه ده.
پښتو ژبې د خپلې ودې او پرمختګ راز راز پړاوونه وهلي دي د پښتو ژبې اثار د نورو ژبو په څېر د يوې خوا د نيواکګرو د يرغلونو او تاړاکونو په پايله کې د منځه تللي او د بلې خوا د ځينو دښمنو ګاونډيو هېوادو په تيره بيا ايران له خوا زموږ د تاريخ او معنوي شتمنيو د منځه وړلو په نيت تباه شوي دي. برسېره پردې پښتنو علمي اثار په نورو ژبو او په ځانګړې توګه په پاړسو او په وروستيو کې د پاړسو په څنګ کې په اردو هم ليکلي دي چې په دې توګه يې خپله ژبه کمزورې کړې او د هغې په پايله کې خپله نور هم کمزوري شوي دي. خو بيا هم هغه څه چې تر اوسه لاس ته راغلي دي د هغې نه هم ښکاري چې پښتو يوه لرغونې او توانمنه ژبه ده.او شتمن ادبيات او بډای فولکلور لري او په لنډ ډول به ورته کتنه وشي.
د پښتو ژبې فلکلور ډېر بډای دی چې د یوه پښته بل پښت ته سينه په سينه لېږدول کيږي او د پښتنو د ټولنيز ژوند رښتينی انځور وړاندې کوي. لنډۍ، چې یوازې د پښتو ژبې نيکات (ميراث) دی او د نړۍ په نورو ژبو کې نشته، پښتو يې يوه بې جوړې ژبه ګرځولې ده. په لنډيو کې د پښتني ټولنې د ژوند بېل بېل اړخونه انځور شوي او د پښتنو د احساساتو، خيالونو، تصورونو او فکرونو هينداره ده
د پښتو ژبې ليکلي اثار لږ دي او پښتنو زيات علمي اثار په نورو ژبو او په ځانګړې توګه په پاړسو ليکلي دي. الفنسټون وايي چې: «هغه څه چې په پښتو کې ليکل شوي دي، بايد د پښتون ملت د علمي سويې د ښکارندوی په توګه د اعتبار وړ ونه ګڼل شي، ځکه چې دوی تر اوسه هم په دري [فارسي] ژبه ليکنې کوي او نږدې ټول علمي کتابونه په دغې ژبې ليکل شوي دي.»
د پښتو ژبې لرغونی کتاب چې څرک يې تر موږ را رسېدلی دی د «ملينده پڼهو» په نوم ياديږي چې اصلي نسخه يې تر اوسه لاس ته نه ده راغلې. د عبدالحي حبيبي په وينا د ميلاد په دوهمه پېړۍ کې د باختر يوناني سلطنت پر دوو برخو ووېشل شو چې له هغو څخه مناندر نامتو يوناني سالار د هند ډېرې سيمې ونيولې او د هند په تاريخ کې د مالندا پاچا وبلل شو او بودايي دين يې ومانه. د مليندا پڼهو په کتاب کې د يونانيانو پاچا مليندا او د هندي راهب ناګه سينا تر منځ د هغو خبرو اترو جريان ليکل شوی دی چې په ساګاله (نني سيالکوټ) کې د دوی تر منځ شوې وې. دا کتاب د بودايي دين شرحې او بيانونه لري.
د مليندا پڼهو دا متن پوهاند سيتارام پنډت د کشمير د نامتو تاريخ په کتاب کې چې «راج ترنګيني» نوميږي او کلهڼه په ۵۴۵ هجري قمري کې ليکلی دی په انګرېزي ژباړلی دی. سيتارام انګرېزي ژباړې په لومړۍ ضميمهه ۷۴۵ مخ کې د مليندا پڼهو کتاب په زړه پښتو بللی دی. د ده خپل عبارت دا دی:
The malinda panho was original written in old pashto of wich no copy is now extand.
ژباړه: د مليندا پڼهو اصلي متن په زړه پښتو کښلی چې اوس يې اصلي نسخه نه ده پاتې.» خو خطي نسخې يې په برما، سيام او سيلون کې ليدل شوې او يوه پخوانۍ نسخه يې د سوويلي هندوستان په پالي ژبه چې په څلورمه ميلادي پېړۍ کې خطاطي شوې ده، د جاپان د يوه بودايي عبادتځای نه په لاس راغلې او اوس د جاپان د ميکاډو په کتابتون کې خوندي ده. دا نسخه د پښتو د اصلي کتاب ژباړه ده. شايد د پښتو ژبې نه نورو ژبو ته د ژباړې د تاريخ پيل پاسنۍ ژباړه وي.
د پښتو ژبې لومړی مرکز غور و. د غوري ځايي واکمنو د واکمنۍ په مهال پښتو يوه داسې ادبي ژبه وه چې ښه او پاخه اشعار يې درلودل.او د غوري واکمنو درباري ژبه وه.
په دې توګه د غوریانو په دوره کې د پښتنو شاعرانو د روزنې او پالنې ځانګو د شاهانو دربارونه وو. د محمد دوست شينواري په وینا په دغو دربارونو کې د پښتو پرته خلک په نورو ژبو نه پوهېدل. شينواری دا هم وايې چې د بارتولد او بهيقي په وینا امير مسعود د غوریانو سره د ژباړونکي په ذریعه خبرې کولې.
د غور برسېره پښتنو د سلېمان غره او ورڅېرمه سيمو کې د قبيلوي نظام لاندې سوله يز ژوند کاوه دوی هم د خپل بډای شفاهي فرهنګ په څنګ کې ليکلي ادبيات هم جوړ کړي دي چې د بېټ نيکه، شيخ اسماعيل، خرشبون، شيخ متي خليلي، هوتک بابا، شيخ ملکيار هوتک، اکبر زمينداوري، زرغون خان نورزی، زرغونه کاکړه، نېکبخته او نور يادولی شو. موږ وينو چې پښتنو کله چې د خپل قبيلوي نظام لاندې د سليمان د غرونو په لمنو او بيدياوو کې سوله يز ژوند کاوه يا يې د چنګيزي يرغلګرو نه د وطن ساتنې په لار کې سرونه شيندل د خپل فلکلور په څنګ کې هم يو شمېر اثار ايجاد کړي دي چې د پښتو ژبې په وده کې خپل ځای لري.
د پښتو ژبې د ودې بل مرکز ملتان و. شيخ حميد لودي د ملتانه تر لغمانه واک چلاوه. د ملتان د لودي کورنۍ د دوو غړو شيخ رضا لودي او نصر لودي چې لومړی د شيخ حميد وراره او دوهم يې زوی و د شعر نمونې په پټه خزانه کې خوندي دي. د لوديانو لومړۍ واکمني د سلطان محمود غزنوي له خوا لکه چې د مخه يې د محمد غوري واکمني را نسکوره کړې وه هم را نسکوره کړه او د پښتو ژبه يې وځپله. خو بيا څلور پېړۍ وروسته په هند کې لودي پښتنو د نهمې پېړۍ په دوهمه نيمه اي کې د بهلول لودي په مشرۍ حکومت تشکيل کړ.لودي واکمنو د خپلې مورنۍ ژبې پښتو سره مينه درلوده او د دوی په دربار کې يې خپل ځای درلود. د بهلول لودي او نيازي د شعر نمونې د درباري ادبياتو نمونې ګڼلی شو.
د لوديانو د نسکورېدو وروسته په هند کې مغولي بابر واکمن شو خو د بابر د مړينې ورسته پښتنو د خپل هوښيار او مدبر مشر فريدخان په مشرۍ د بابر زوی همايون ته ماتې ورکړه او د شيرشاه په لقب ياد شو چې په هند کې يې د پښتنو واکمني بيا راژوندی کړه. شيرشاه به ويل «پښتون ټول يو قوم دی زما په دربار کې د قبيلو ذکر مه کوئ». د شيرشاه په دربار کې هم پښتو خپل ځای درلود.
په هند کې د لودي او سوري دولتو د نسکورېدو وروسته افغانانو په پښتونخوا کې د هند د مغولي واکمنو، چې د هېواد ختيځه برخه يې لاندې کړې وه، پر وړاندې خپل ملي ازادي بخښوونکی غورځنګ د روښان پير په مشرۍ پيل کړ چې په تاريخ کې د روښاني نهضت په نوم ياديږي. روښان پير خپل اثار لکه صراط التوحيد، مقصود المومنين، فخر الطالبين، حالنامه، خيرالبيان، تذکرة، فرحت المجتبی او نور په پښتو، پاړسو، هندي او نورو ژبو وليکل. ده او د ده مريدانو پښتو ژبې ته هم خدمتونه وکړل. د اخوند دروېزه پښتو اثار او په ځانګړې توګه «محزن اسلام»، د هغه د زوی کريمداد پښتو اثار او نورو يادولی شو.
د روښان پير او د هغه د پلويانو او د اخوند دروېزه او د هغه د پلويانو تر منځ مشاجرو او بحثونو پايله دا شوه چې «د اسلام د چوکاټ د ننه نوي نظريات منځ ته راغلل او دغه مشاجرې چې په پښتو ژبه کېدې د هغې د ودې سبب شوې.»
اولسمه میلادي پېړۍ د پښتو ژبې په وده کې داسې دور دی چې ساری يې تر اوسه نه دی ليدل شوی. پدې پېړۍ کې د پښتو ژبې ستر شاعران لکه خوشال بابا، رحمان بابا، حميد بابا، عبدالقادر خان خټک، اشرف خان خټک، علي خان خټک کاظم خان شيدا او نور منځ ته راغلل چې د پښتو ژبه يې د نورو سيمه يزو ژبو سياله کړه. راورټي وايي چې د دغو پښتنو شاعرانو په اشعارو کې چې ويونکي يې د یوه ښکلي هېواد د پرتمينو غرونو په تکو شنو درو کې لوی شوي دي د وطن پالنې قوي احساس، د ازادۍ رښتينې روحيه او د هېواد مينه څپې وهي.
پښتنو د اتلسمې پېړۍ په پيل کې د ملي او مدبر لارښود ميروېس خان په مشرۍ د صفوي فارس نه هېواد وژغوره او په کندهار کې د خپلواک دولت بنسټ کېښود چې وروسته د ميروېس زوی شاه محمود هوتکي او وراره شاه اشرف هوتکي څو کاله په پارس واکمني وکړه. هوتکيانو هم فرهنګې چارو او په ځانګړې توګه پښتو ژبې او ادب ته د قدر وړ خدمتونه وکړل.
ميروېس نيکه، شاه محمود هوتک، شاه حسين هوتک او شاه اشرف هوتک او په ځانګړې توګه شاه حسين هوتک د پښتو ژبې او پښتو ادب ودې ته پام اړولی وو. شاه حسين هوتک د خپلې پاچاهۍ په دوران کې د نارنج په ماڼۍ کې د پوهانو، شاعرانو او اديبانو غونډې رابللې او يو کتابتون يې هم جوړ کړی و. د ده په امر محمد هوتک د پټې خزانې نامتو اثر وليکه. پدې دوره کې د پښتو ژبې لومړۍ شاهنامه (محمود نامه) د ريدي خان مومند له خوا وليکل شوه چې څلور زره بيتونه يې درلودل او شاه حسين يو زر طلاوې د انعام په توګه ورکړې. د پښتو ژبې دوهمه شاهنامه چې «جګړه د محمود افغان، نيول د اصفهان نوميږي» محمد امين سر پرېکړي هغه وخت ليکلې ده.د دې دورې لوړو شخصيتونو لکه لوی جنرال سيدال ناصر، بابوجان بابي، ملا زغفران، بهادرخان، ملا پيرمحمد مياجي، داودخان هوتک، مېرمن زينبه او نورو په پښتو ژبه ليکنې او شاعري کوله.
پدې توګه د هوتکو واکمنو په پښتو ويناوې او ليکنې کولې او د هوتکو دولت د پښتو ودې او پراختيا ته د قدر وړ چوپړ کړی دی. پښتو د هوتکو په دوره کې د رسمي او دفتري ژبې حثیت درلود او د دربار ژبه وه.
کله چې نادرشاه افشار د فارس په خبوشان کې ووژل شو. نو احمد خان، چې د نادر افشار د ګارد افسر او د هغه د کورنۍ د ساتنې دنده ور په غاړه وه او د نادر افشار د باور وړ او د افغانانو د پوځي ټولګي د قوماندان مرستيال و د نادر افشار د کورنۍ عزت يې د پارسيانو د تېري نه وژغوره. د نادر افشار مېرمنې د احمد خان د دې کارنامې د قدردانۍ په خاطر د «کوه نور» په نامه د نړۍ تر ټولو نامتو الماس ده ته ورکړ. احمد خان د خپلو ملګرو سره کندهار ته راوګرزېد. دلته پښتنو مشرانو چې د نادر افشار په واکمنۍ کې يې پوره سياسي تجربه تر لاسه کړې وه پرېکړه وکړه چې خپل هېواد خپلواک کړي. دوی په ۱۷۴۷ کال کې د کندهار په شير سرخ کې سره جرګه شول او د نهو ورځو نه وروسته د صابر شا پير په وړاندیز احمد خان د افغانستان د پاچا په توګه وټاکل شو. پدې ترتيب د نوي افغانستان بنسټ کېښودل شو.
د احمد شاه لومړی د امو نه تر اباسينه خپلواک افغانستان جوړ کړ. بيا يې د خپلو نورو لښکرکشيو په پايله کې په کشمير، پنجاب، سند، بلوچستان او پارسي خراسان يا پخوانۍ پارتيه کې د واک په خپرولو سره امپراتوري تاسيس کړه.
احمد شاه دراني د ننه په هېواد کې خپلواک دولت تنظيم چې په سر کې يې دی پخپله د پاچا په توګه ودرېد. ايالتي اداره يې ولسي خانانو او مشرانو ته پرېښوده او دوی په کورنيو چارو کې ازاد وو. ده پاړسي دفتري ژبه کړه او پاړسيوان یې دفتري مامورين کړل. پدې ترتيب پښتنو د پارس نه سیاسي ازادي وګټله خو کلتوري ازادي يې ونه ګټله او تر ننه د پارس د فرهنګي ښکېلاک په زنځيرونو کې پراته دي.
احمدشاه بابا که څه هم پاړسو رسمي ژبه کړه خو بيا هم خپلې مورنۍ ژبې پښتو ته بې توپيره نه و. نوموړي شاعر و او د خپل نيکه کامران خان غوندې چې «کليد کامراني» کتاب يې په پښتو ليکلی و خپل شعر په پښتو ژبه ووايه او نن يې خپلو پښتنو ته د شعر ديوان په نيکات پرې ايښی دی.
بل د شير سرخ د جرګې د پرېکړې له مخې چې د قضايي چارو د تنظيم په منظور دې شرعي قانون جوړ شي د کتاب په بڼه چې «فتوای احمدشاهي» نوميږي په پښتو ژبه وليکل شو او اوس هم شته. همدارنګه قاضي محمدغوث، چې د خان علوم لقب ورکړل شوی و، په پښتو ژبه پر تصوف رسالې وکښلې.
برسېره پردې احمد شاه بابا د پښتو ژبې شاعران په ځان راټول او د شعر ويلو مجلسونه به جوړېدل او په دربار کې پښتو ژبه ويل کېده. ده هند ته د خپلو لښکر کشيو په مهال د پښتو ژبې شاعر حافظ ګل محمد مرغزي ته دنده سپارلې وه چې د پښتو ژبې دريمه شاهنامه ياني احمد شاهي شاهنامه وليکي چې دا کار وشو چې يوازينۍ مالومه خطي نسخه يې اوس په برېټش موزيم کې خوندي ده.
احمد شاه بابا ملا پيرمحمد کاکړ پخپله د پاچاهي کورنۍ د غړو د ښوونې او روزنې په دنده ګمارلی و. ملا پيرمحمد کاکړ د پښتو ژبې د زده کړې (درسي) لومړنی کتاب چې «معرفته الافغاني» نوميږي ليکلی دی. ملا پيرمحمد کاکړ دا کتاب خپل شاګرد شهزاده سلېمان ته د لنډې دوه مياشتنۍ واکمنۍ (۱۱۸۶) په دوره کې وړاندې کړی و.
د اکاډميسين کانديد محمد صديق روهي په وينا «د دې لپاره دا کتاب د پاچا حضور ته وړاندې شوی دی، چې د يوه داسې کتاب په توګه يې پر هغو حاکمانو، مامورانو او درباريانو ولولي چې پښتو يې مورنۍ ژبه نه ده ، .. او مجبور دي چې د ورځينيو اړتياوو درفع کولو لپاره پښتو زده کړي.»
ښاغلی حبيب الله رفيع هم وايي چې «دا اثر د دې لپاره ليکل شوی و، چې درباريان، منشيان او ميرزايان د پښتو جملو جوړول او ليکل زده کړي او بيا د همدې اثر په مرسته د دفتر او دربار ټولې چارې په پښتو راواړوي څو پښتو د دفتر او ديوان ژبه شي او لکه د نورو ژبو غوندې د دربار په ملاتړ او حمايت پراختيا او پرمختګ وکړي.»
تيمور شاه په دربار کې د پښتو پرځای فارسي رواج کړه. پدې ترتيب د پارس فرهنګي ښکېلاک يقيني شو او تر ننه دوام لري.
د پښتو د رسمي کېدو لومړی حرکت د امير شيرعلي خان په دوهمه واکمني کې پيل شو. پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ وايي چې د امير شيرعلي خان د مهمو سمونونو نه يو دا و چې پښتو يې د لومړي ځل لپاره د هېواد ملي او رسمي ژبه اعلان کړه.
امير شيرعلي خان د نورو سمونونو په څنګ کې د پښتو د رسمي کولو لپاره کوښښ دا څرګندوي چې د ده ملي شعور ډېر غښتلی او قوي و. امير غوښتل چې پښتو د يوې رښتينې ملي ژبې په توګه وده او پرمحتګ وکړي او د فارسي ځای ونيسي. د دغه مقصد لپاره د پښتو کتابونو ليکل او ژباړل پيل شول، د پښتو سيند (قاموس) د لارښود په توګه حتمي شو، عسکري تعليم نامې په پښتو ژبه برابرې شوې، واړه او لوی ماموران په القابو ووياړل شول او په پای کې د پښتو بولۍ (قوماندې) د افغان جنګياليو د ګڼو صنفونو لپاره جوړې شوې. ليتوګرافي مطبعه په کابل کې په کار ولوېده او د شمس النهار اخبار په همدغې مطبعې کې چاپ شو. د قاضي عبداقادر له خوا «قواعد پلټن پياده» په پښتو وژباړل شو چې تشريحات يې په پاړسو و. علم قواعد لشکر د دريا خان نيازي له خوا، قواعد عسکري د محمد ابراهيم له خوا وليکل شول. «دغه مشکور واکمن ځان ژر پداسې حال کې وموند چې ادعا وکړي چې پښتو د هغه د هېواد والو ملي ژبه شوې وه. د دغه امير په نظر فارسي امانتي بڼکې وې.» د غوث خيبري په اند د امير شيرعلي خان له خوا د پښتو ژبې د رسمي کولو اصلي موخه د ايران د فرهنګي ښکېلاک د ماتولو په لور يو اغېزمن ګام و.
امير عبدالرحمن د امير شيرعلي خان د پښتو سمون ترک کړ. د پښتو ملکي القاب ترک شول، فارسي د دفتر يوازينۍ ژبه شوه، خو د امير شيرعلي خان د وخت پوځي القاب تر زياتې اندازې پر ځای پاتې شول. برسېره پردې چې پدې وخت کې يو شمېر تأليفات په پښتو وشول، د ختيځو پښتنو سره د امير مراودې او هغو ته د ده فرمانونه اوليکنې په پښتو وې. د دربار په دارالانشأ کې د پښتو ځانګړې څانګه پرانېستل شوه چې مشر يې ملا محمدخان افغاني نويس د عبدالله خان افغان نويس پلار و.
د امير حبيب الله خان په وخت کې هم پاړسو د هېواد يوازنۍ رسمي ژبه وه او پښتو ژبه يوازې په ښوونځيو او مدرسو کې د پوهنې په نصاب کې شامله شوه خو د غبار په وينا د حبيبيې په ليسه کې انګليسي ژبه يې د پښتو په وړاندې کېښوده چې زده کوونکي د دواړو ژبو نه په خپله خوښه يوه ټاکلی شي. نور ټول مضامين په پاړسو ژبه وو. که څه هم په دولتي کچه پښتو ژبې ته پاملرنه نه ده شوې خو په ولسي کچه بيا هم لږ لږ کار کېده.
د کاکړ په وينا د امير امان الله خان په وخت کې دپښتو د رسمي کېدو دوهم حرکت د لومړي حرکت نه چې امير شيرعلي خان پخپله دوهمه واکمني کې پيل کړی و نږدې نيمه پېړۍ وروسته په کندهار کې پيل شو ده په کندهار کې د هغه ځای اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې «د کندهار زده کوونکو ته دې په پښتو کې د زده کړې کتابونه برابر او د زده کوونکو شمېر د زيات شي.»
امان الله خان په اساسي قانون کې د پښتو ژبې د رسمي کېدو او تعميم ته ځای ور نه کړ که څه هم د جرګې زيات غړي پښتانه وو خو دوی د امير په شمول د امير شيرعلي خان غوندې قوي ملي شعور نه درلود چې د خپلې ژبې د رسمي کېدو او تعميم په اهمیت وپوهيږي. خو امان الله د پښتو ژبې د ودې په موخه د «مرکه پښتو» اداره جوړ کړه.
د پښتو د علمي کېدو او غني کېدو لپاره لومړنی اساسي ګام د پاچا محمد نادر خان په وخت کې د «ادبي انجمن» په تاسيس سره واخېستل شو په کندهار کې د ادبي انجمن بنسټ په ۱۹۳۲ کال کې د محمد نادر خان په اجازه د کندهار تنظيمه رييس محمد ګل خان مومند کېښود او د هغه ولايت دفترونه يې په پښتو واړول. دغه انجمن وروسته په کابل کې له ادبي انجمن سره يوځای شو او بيا په ۱۹۳۷ کې پښتو ټولنه شوه. د «کابل» په نامه د انجمن مجله لومړی په پاړسو او پښتو او وروسته يوازې په پښتو خپرېده. پدې ډول د پښتو دغه حرکت د باچا نادرخان او ورپسې د پاچا محمد ظاهر شاه د واکمنۍ په لومړيو وختو کې په قوت روان شو او د هغه لپاره په رسمي او علمي برخو کې کار کېده.
پښتو ټولنې او وروسته د ادبياتو پوهنځي تر لسو نه په ډېرو څانګو په تېره د پښتو ادبياتو، تاريخ او ګرامر په باب کتابونه خپاره کړل او د کلاسيکو شاعرانو کليات او ديوانونه يې په کراتو چاپ کړل. دوی همدارنګه د ښوونځيو لپاره کتابونه هم برابر کړل. دغې ټولنې او تاريخ ټولنې دا کارونه د عبدالحی حبيبي، عبدالرؤف بېنوا، صديق الله رښتين او ګل پاچا الفت په مشرۍ او همدا راز د قيام الدين خادم، ډاکټر محمد حسن کاکړ او نورو ليکوالو او پوهانو په مرسته تر سره کړل. دغو پوهانو، شاعرانو، مورخانو او ليکوالو په عین حال کې د اخبارونو او مجلو او کلتوري او تاريخي ټولنو په چلولو سره د پښتو حرکت پياوړی کړ. پښتو يې غني کړه او د هغې په باب يې سياسي اجتماعي شعور ويښ کړ. د دغه حرکت په رامنځ ته کولو کې محمد ګل خان مومند مهم رول لوبولی دی. ده برسېره پردې چې په کندهار کې يې د پښتو انجمن تاسيس کړ په پښتو کې یو شمېر اثار هم کښلي چې په هغو کې يې په دوه ټوکه کې د پښتو سيند په نوم په ۷۶۵ مخونو کې د پښتو ډکشنري ده.
په ۱۹۳۷ کال کې د سردار محمد هاشم خان د صدارت په وخت کې کله چې محمد نعيم د پوهنې وزير و د اصلاح په ورځپاڼه کې يو پاچايي فرمان خپور شو چې ويل يې چې پښتو دې د فارسي په څنګ کې په دولتي دفترونو کې جاري شي او د هغه لپاره د درې کلونو په موده کې پښتو دومره زده کړي چې پرې خبرې او هم ليک ولوست وکړای شي او د ولس او حکومت تر منځ مفاهمه حقيقي شي او ملي پېوستون ټينګ شي. د حرکت د شاهي کورنۍ د نه پاملرنې له امله ناکام شو. د ناکامی بېنسټيز علت دا و چې فارسي په دولتي مامورينو او تردې لا مهم په حکمرانې کورنۍ او نورو متنفذو کورنيو کې په قوت سره ننوتلې وه، داسې چې د واکمنې کورنۍ د نوي نسل نږدې ټولو غړو پښتو نه شوه ويلای او فارسي ژبي شوي وو او پښتو ورته د بېګانۍ ژبې حيثيت غوره کړی و. «دوی ټولو د پښتو سره داسې سلوک کاوه لکه ميرې زوی چې اوسي ځينو به ملنډې ورپورې وهلې. د همدغو سلوکونو پر سبب هغه حرکت چې څه باندې شل کاله وروسته د قانوني پاچايي په لسيزه کې د ډاکټر عبدالظاهر د صدارت په دوره کې په ولسي جرګه کې د ملت د زياترو استاذو له خوا د مامورينو د استخدام د لايحې د قانوني کولو په وخت کې پيل شو، هم ناکام شو.
فارسي د پښتنو او نورو لږکيو په بانفوذه کورنيو کې لدې امله ننوتلې وه چې هغې په دولتي ماموريت کې د یوه هوسا، سوکاله او خوشاله ژوند لپاره شوونتياوې برابرولې او يا په نورو ټکو په دولتي ماموريت کې عزت، شتمني، نوم، تنخواه، بډې او رشوت موجود وو. دا خبره ناڅاپي نه ده چې وايي: «مړه ګېډه پاړسو وايي».
د پوهاند ډاکټر کاکړ په وينا پښتو د پښتنو ژبه ده خو هر پښتون په پښتو ګړېدلی نه شي. د واک فونډېشن په موندنې سره په سلو کې اتو پښتنو په افغانستان کې خپله مورنۍ ژبه پرې ايښې ده. له افغانستان نه د باندې د پښتو نه لاس پر سرکېدل تر دې هم ګړندي دي. په هندوستان کې يوسفزي، لوديان، سوريان او نيازي، په ايراني خراسان کې هوتکيان قوم بست بې پښتو شوي دي. په پاکستان او هندوستان کې هغه کسان چۍ د خپلو نومونو په پای کې خان راوړي په اصل کې پښتانه دي خو پښتو ويلی نه شي. پدې ډول پښتو مخ په پرېښدو ده او پښتانه د هويت د بحران سره مخامخ دي. د هويت دغه بحران به د پښتنو ټولنيز او سياسي ژوند هم اغېزمن کړی. د دې حال اغېز لا د مخه جوت شوی او پښتانه اوس په دفاعي حالت کې دي. دغه بحران په اصل کې په ۱۸۹۳ کال کې د ډېورنډ د کرښې په تپل کېدو سره پيل او په افغانستان کې د شلمې پېړۍ په پيل سره محسوس او مخ په ځواک شو. د دغې پېړۍ په پيل سره دربار او واکمنې کورنۍ پښتو ورو ورو پرېښوه او دولت ورته په دفترونو کې ځای ورنه کړ. پښتو په عمل کې رسمي نه شوه. واک فونډېشن دې پايلې ته رسېدلی چې«د افغانستان امپراتوري او دولت جوړونکی پښتون قوم په کلتوري لحاظ په تاريخ کې يو ډېر زيات مسخ کېدونکی او ورک کېدونکی قوم دی.»
دلته به دومره ووايم چې په وچې چاپېر افغانستان پدغې پېړۍ کې هم وروسته پاتې شوی او تېرو درو لسيزو جګړو نور هم وروسته پاتې کړ، پداسې حال کې چې د سيمې هېوادونه په تېره ايران او پاکستان پرمخ تللي دي. طبیعي ده چې د افغانستان او دغو هېوادونو تر منځ دغه توپيرونه پر پوهنې او کلتور باندې به هم اغېز واچوي او پښتو به نوره هم اغېزمنه کړي. «په پورته دوو يادو شوو هېوادونو کې دغه نظر څرګند دی چې څنګه چې پښتنو د افغانستان په جوړولو، ساتلو او تنظيمولو کې اساسي رول لرلی دی، پرعکس د پښتنو کمزوري کېدل به افغانستان هم کمزوری کړي چې پدې حال کې به دوی په اسانی سره وکولی شي هغه تر خپل نفوذ لاندې راولي.»۲۱۷ د دوی ټول کوښښونه دې ټکي ته متوجه دي چې افغانستان دې د دوی په مشرۍ سره يو خپلواک هېواد نه وي. ټول هغه مصيبتونه چې افغانستان ته اول د شوروي په يرغل سره او وروسته د همدغو ګاونډيو هېوادونو له خوا پېښ شوي دي د همدغه نظر په اساس دي.
کاکړ دا هم وايي چې پدغو هېوادونو او په خاص ډول ايران کې دغه کوښښونه روان دي چې د هغو په موجب پښتو یا کمزورې یا ورکه شي چې څو پښتانه خپل هويت له لاسه ورکړي او افغانستان هغسې هېواد نه وي لکه چې و، يا ان چې دی. «د ايران په افراطي او حتی ځينو رسمي خلکو کې د پښتو ضد تمايل يو څرګند حقيقت دی. د ډېرو منابعو له مخې دغه افراطيون د پښتو اثار تر لاسه کوي او له منځه يې وړي. سربېره پردې چې د پښتو پر ضد تبليغات کوي او ستمي ډوله افغانان د همدغه مقصد لپاره استخداموي او تمويلوي. د همدغو کوښښونو [له امله] د علومو په اکاډمي کې د پښتو اثار له منځه يووړل شول. پښتو ته بل خطر تردې لا بېخکی دا دی چې پښتانه د نورو کلتورونو سره په تماس سره خپله ژبه د نورو ژبو په ګټه هېروي. داسې چې که دوی د ډېر شمېر په منځ کې يو کس دري ويونکی هم وي، دوی پښتو پرېږدي، په دري ګړيږي او يا لکه چې د دري ويونکو نه ښځه په نکاح کړي، هې ته موقع ورکوي چې اولادونه يې دري ويونکي کړي.»۲۱۸ که کومه پښتانه يو دري ويونکی په نکاح کړي، دغه ښځه د دې توان نه لري چې خپل اولاد ته مورنۍ ژبه ور زده کړي.
دا لا څه کوې ما ته داسې کورنۍ مالومې دي چې مور او پلار يې دواړه پښتانه خو د اولادونو سره دري وايي چې اولادونه يې پښتو زده نه کړي.
خو د کاکړ په وينا خبره د یو څو ورځو او ورخطايي نه ده. څنګه چې پښتو د افغانستان د ډېرو خلکو ژبه ده، دوی د دې توان لري چې هغه له ورکېدو وژغوري، خو چې ليکوالان او د فکر خاوندان دوی د خپلې ژبې حال ته متوجه کړي بې له دې چې د وطن د نورو ژبو نه توجه واړول شي یا هغوی ته د ميرې زوی په سترګه وکتل شي. د افغانستان د ټولو ژبو ويونکي افغانان او د وطن په ګټه او تاوان کې سره شريک دي. لدې امله د هغوی ژبې همغسې وړ دي، لکه پخپله چې دي. د هېڅ ولس ژبه نه سپېڅلې او نه د سپکاوي وړ ده. دا پخپله ويونکي دي چې ژبې جوړوي او وده او انکشاف ورکوي، نو د هر ولس قوت د هغه د ژبې قوت دی او پرعکس پدې ډول پښتانه خپله پښتو هغه وخت په ښه ډول ساتلی او غني کولی شي چې «پخپله قوي اوسي. ياني قوي اقتصاد ولري، د علم، پوهې او تکنالوژۍ لوړې سطحې ته رسېدلي او په مجموع کې غوړېدونکی او توليدونکی کلتور ولري.»
پښتانه چې د نورو وطنوالو نه ډېر دي پخپل وطن کې پخپله ژبه کې لوړې زده کړې کولی نه شي او نه يې ژبه دفتري شوې ده. دا يوه غټه بې عدالتي ده. د دغې بې عدالتۍ په سبب د افغانستان اکثره خلک نه شي کولی خپلو استعدادونو ته انکشاف ورکړي. دا انکشاف هغه وخت ورکولی شي چې وکولی شي چې لوړې زده کړې پخپله ژبه کې تر سره کړي او په رسمي او دولتي چارو کې پخپله مورنۍ ژبه وګړيږي او ليکنې پرې وکړي. دغه بې عدالتي په اوږده مهال کې د ټولو وطنوالو په تاوان ده. د همدغې ملاحظې له امله چې زموږ مصلحانو دغه بې عدالتي یا ظلم درک کړی و او د علاج لپاره يې په ګډه یو فارمول ايستلی او هغه دا چې «د افغانستان د ژبو نه پښتو او دري رسمي ژبې دي سربېره پردې څنګه چې پښتو د افغانستان د اکثرو خلکو ژبه ده د افغانستان د ملي ژبې په حيث منل شوې ده.»
کاکړ وايي چې «په افغانستان کې د سروال نه نيولې تر کاتب او چپړاسي پورې ټول هغه کسان چې له بيت المال ياني له ملت له خزانې نه معاش اخلي په پښتو او دري ژبو بايد ليک وکولی شي . پښتو دې د فارسي په څېر په نظر او عمل کې رسمي او دفتري ژبه وي او په ښوونځيو، پوهنتونونو او قضايي محاکمو کې د قانون له مخې د اکثريت په حيث ځای ولري.»
د پښتو ژبې د پرمختګ لپاره يوې اوږد مهاله ستراتيژي ته اړتيا ده. څرنګه چې ايران د خپلې ژبې د پرمختګ لپاره اغېزمنه ستراتيژي لري هغه دا چې د نړۍ د ژبو نه هر ډول علمي او د هنري ادب کتابونه په پاړسو ژباړي. د دې لارې خپله ژبه شتمنوي او خپله هم په پاړسو ژبه اثار ليکي. دوی د خپلې ژبې د پرمختګ د ستراتيژي په پلي کولو کې پوره بريالي دي.
پاکستان هم د ژبې اغېزمنه ستراتيژي لري هغه دا چې نړيوال مالوماتو ته د انګرېزي ژبې د زده کړې له لارې لاسرسی لري او اردو ژبې ته هم هر ډول اثار ژباړي. پاکستان هم د خپلې ستراتيژي په پلي کولو کې بريالي دي.
پښتانه اړ دي چې د نړيوالو علمي مالوماتو د لاسرسی په موخه انګليسي ژبه زده کړي او د انګليسي ژبې نه هرډول اثار په پښتو ژبه وژباړي او خپله ژبه شتمنه کړي. نن پښتانه ځوانان لګيا دي چې د ژباړې لپاره د انټرنېټ په مرسته داسې د ژباړې پروګرامونه جوړ کړي چې د انګليسي ژبې نه هر ډول کتاب د يوې تڼۍ په کښېکښلو سره د سترګې په رپ کې وژباړل شي او ژباړه بيا د مسلکي کسانو له خوا د سمون وروسته د چاپ لپاره تياره شي. پدې ترتيب به انګليسي د علم د لاسته راوړو او بهرنۍسوداګرۍ ژبه، پښتو شتمنول د ملي پېژاند د ساتنې او غښتلتيا لپاره اړينه وسيله ده او پښتانه بايد پخپل وطن کې پښتو د زده کړې، اقتصاد او دفتر ژبه کړي.