کور / سياسي / له ولسمشره د افغان ماشومانو د خپل بنیادي حق غوښتنه

له ولسمشره د افغان ماشومانو د خپل بنیادي حق غوښتنه

ښاغلې افغان ولسمشره!
ښه مو یاد دي دټاکنو ورځي وي هر چا کوښښ کاوه ولس ځان ته جلب کړي ولس هم هاغه چا ته رایه ورکوله چي ښې او قوي طرحي او پلانونه دهیواد دسولي او پرمختګ لپاره ولري خو زموږ لویه هیله هم په ګران هیواد کې سوله ، سالم پرمختګ،سالمه اداره ،بیارغونه،کار،روغ اقتصاد،د فقر،بې کارۍ،فساد،لوږي او بیسوادۍ سره کلکه او جدي مبارزه وه چي په هیواد کې مو د یوې اوږدې ،وژونکي ،ورانوونکي او ستړي کوونکي جګړې لوي سبب بېسوادي ده ،بېسوادي او جهل په نړۍ کې یو ناعلاجه رنځ دی خو ولسمشره!
په دې رنځ مو د هیواد ډیری وګړي ککړ دې چې یوې ځانګړي تداوي ته یې اړتیا ده.
یوه هغه برخه وګړي چې ددې رنځه یې خلاصون موږ نه سو کولاي ددوي علاج اوس مهال ستونزمن دی هغه پښتو متل دی چې وایې:
(اوبه چې تر ورخ تیري سي بیا نه راګرځي)
هغه اوس تر علاج تیر دې او نه مو د وس اوتوان خبره ده.
خو ولسمشره!دلته په دې څورلس کاله کې یو بل ستر ظلم وسو ددې ستر ظلم عاملین به دبخښلو نه وي په دې دوران کې چې د۲۰۰۱ څخه بیا تر نن پوري یوولس هغه ولایتونه( کندهار،هلمند،زابل.روزګان .نیمروز.فراه .هرات .غزنی .پکتیکا .نورستان اوبادغیس )چې هلته د هیواد دبچیانو پرمخ ښوونځي تړل سوي دې په لوي لاس دا نسل زموږ د راتلونکي لپاره یو تور راتلونکی جوړوي غواړي چې دلته جګړه نوره هم اوږده کړې ځکه خو یې دلته زموږ دنوي نسل پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړلې .چې په دې سره په هیواد کې د دولس نیم سوو په شاوخوا کې ښوونځي بند دې د هیواد په یو شمیر ولسوالیو کې په دې څورلس کاله کې ددولسم ټولګي فارغ نه لرو.
خو ولسمشره!
ددې ښوونځیو پیسي ایستل سوي دې د هیواد دبچیو پر سرنویشت یوه ناوړه لوبه وسوه نن هم روانه ده لا هم په ډیرو سیمو کې دفساد دناترسي کړۍ یا په معارف کې د یوې ناروا مافیا له وجهي نن هم دا لوبه روانه ده. لا نور هم د هیواد راتلونکی نسل د یوه تور برخلیک سره مخ کوي
دښوونځیو په نامه یا دمعلم په نامه چې دواړه سپېڅلي نومونه دې دلته استفاده کیږي چې نه ښوونځی سته،نه معلم.
نو اي ولسمشره!
د افغان بچیو راتلونکی په یوه توره تیاره کې ښکاره دهغو ماشومانو د روښان برخلیک مسئول نن تاسو یاست چې پرون یې دنړۍ په کچه د یوه عالم نارې وهلې میندو او پلرونو ستاسو دټاکل کیدو سره یوه ستره هیله لرله چې هغه د هغوي د بې سرنویشته ماشومانو راتلونکی دی دهغوي هیله دیو پوه او باسیواده اولاد وه خو افسوس چې د سیواد لپاره هغوي ته څه ونه رسیدل نه چا ور ورسول دا چې نن ستاسو دانتخاب سره سره دهغوي اولاد ته زده کړي نه رسیږي نو دډیرو میندو او پلرونو هیلي لا نیمګړي پاته دې.
ستاسو دانتخاب یوه لویه وجهه هم علمیت او پوهي وي نو ډیرو میندو او پلرونو اولادونو ته د یوه روښانه هیواد هیله ورکوله او هغه یې دیو پوه او روښانه نسل په خاطر ناست و او دې .
خو ولسمشره!
نن د ماشوم نړیواله ورځ ده. نن به دهغو میندو او پلرونو هیلو ته څه پیغام وي ستاسو؟ چې ستاسو انتخاب یې یوازي او یوازي ستاسو دعلمیت په وجهه په دې وکړو چې ددوي ماشومان هم په راتلونکىي کې په هیواد کې د زده کړو برخمن سي.
ایا دهغوي دماشومانو پر مخ به تړلې ښوونځي پرانیستل سي؟
ایا دهغوي دکتاب،قلم،کتابچې،معلم او دښوونځي غم به وخوړل سي؟
ایا هغه به خپلو هغه هیلو ته ورسیږي په کومه هیله چې یې مور اوپلار تاسو انتخاب کړې یاست؟
ایا دهغه څورلس کلنۍ مافیا چي ددوي پر مخ یې ښوونځي تړلې و تاسو دهغو سره مبارزه وکړاي سئ چې دوي ته ښوونځي ورسیږي؟
داچي تعلیم دماشومانو بنیادي حق دی هغوي خپل بنیادي حق اول له تاسو غواړي.
د هغوي د حق لومړني مسئولین تاسو یاست ځکه دهغو ماشومان میندو او پلرونو ددوي د بنیادي حق د ترلاسه کولو لپاره پرون تاسو ونومولاست او نن خپل دماشوم حق غواړي او معصوم ماشومان بیا یوازي ستاسو د بریا لپاره لاسونه لپه کوي چې موږ خپل حق تر لاسه کړ هغوي ستاسو دعدالت په هیله چې حق یې ور ورسیږي دعا کوي.
ولسمشره!
زموږ دماشومانو برخلیک ستاسو په لاس تاسو یې لاره راته پرانیزئ دهغوي دژرغورلو لپاره موږ ښوونځی غواړو.یو ځل ددی ولایتونو دولسوالیو نه لیدنه وکړه چي څومره ښوونځۍ لري څومره فارغین لري ؟