کور / تازه خبرونه / كورنيو چارو وزارت د ۳۲ وسله والو د وژلو خبر وركړ

كورنيو چارو وزارت د ۳۲ وسله والو د وژلو خبر وركړ

د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۳۲ وسله وال مخالفين وژل شوي، پنځه تنه ټپيان دي او ۱۴ تنه نور ژوندي نيول شوي دي.
د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ننګرهار، کندوز، بدخشان، سرپل، غزني، اروزګان، پکتيکا او هرات ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو كې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو د كورنيو چارو وزارت ادعا رد كړې ده.