کور / تازه خبرونه / د کندهار د يو شمېر چارواکو د کارونو ارزونه کيږي

د کندهار د يو شمېر چارواکو د کارونو ارزونه کيږي

د اداري فساد پر وړاندي د مبارزې د څارني او ارزوني د خپلواکي ګډي کمېټې څو کسيز هيئت نن له کابل څخه راورسېد او په ولايت مقام کي يې له کندهار والي سره وکتل.
په دې کتنه کي چي نن سهار په ولايت مقام کي وسوه، د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي تر څنګ د اداري فساد پر وړاندي د مبارزې د څارني او ارزوني د کمېټې رئيس ډاکټر يما ترابي او ورسره د کمېټې ۷ غړو او د ولايتي شورا رئيس سيدجان خاکرېزوال ګډون کړی وو.
ياده کمېټه غواړي په کندهار کي د اداري فساد پر وړاندي د مبارزې چاري او په دې برخه کي ستونزي او ننګوني له نژدې وګوري. کمېټه د کندهار له يو شمېر لوړپوړو چارواکو سره ګوري او د هغوی د فعاليتونو ارزونه کوي.
د دې کمېټې رئيس ډاکټر يما ترابي وويل چي له راتګ څخه يې هدف په دغه ولايت کي د اداري فساد پر ضد د مبارزې د کارونو ارزونه او د يو شمېر چارواکو کارونه له نژدې کتل دي. نوموړي زياته کړه چي په کندهار کي به د وارداتي اموالو د محصولاتو کتنه، د غصب سوو مځکو په اړه څېړنه او د مرستندويه موسسو کنټرول چي پخپل سر له ولايتي ادارې سره له همږغۍ پرته پروژې پلي کوي، وکړي.
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي له دوی سره ژمنه وکړه چي هر اړخيزه همکاري يې کوي او ويې ويل روانه جګړه، د اداري کارکوونکو کم معاشات، د ادارو نظارت نه کول، د مسوولو کسانو بې کفايتي، د کاري ظرفيت نه شتون، کندهار ته د مرکزي ادارې نه توجه او له ولس سره نه همږغي د دې سبب سوي چي د فساد کچه لوړه کړي.
د کندهار والي زياته کړه چي په تېرو وختونو کي د مرکزي ادارې او مرستندويه موسسو له خوا له بېلابېلو ادارو سره مرستي سوي، مګر د مرستو اثار يې چنداني نه تر سترګو کيږي او لکه څنګه چي مرستي سوي، هغومره کار نه دی سوی. هغه وويل د اوبو لګولو رياست ته په تېرو ديارلسو کالو کي ۵۵۰ ميليونه ډالر ورکول سوي، بيا هم ګڼ شمېر ويالي ناکاره پاته دي او کروندګر د کښت لپاره اوبو ته لاسرسی نه لري. نوموړي د برېښنا نه شتونه لويه ستونزه وبلله او ويې ويل چي په کندهار کي په تېرو وختونو کي سلګونه ميليونه ډالر د برېښنا په برخه کي مصرف سوي، مګر دا ولايت لا هم د برېښنا له کمښت سره مخ دی.