کور / تازه خبرونه / د ولسمشر لخوا د پنځو کسانو دندو ځنډولو خلکو ته هېلې ورکړې

د ولسمشر لخوا د پنځو کسانو دندو ځنډولو خلکو ته هېلې ورکړې

هلمند مدني ټولنې د ولسمشر د هغه پرېکړې هر کلی وکړ چې د ښار جوړونې وزارت د پنځه تنو دندې وځنډول شوې.
د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد وايي، د ولسمشر يادې پرېکړې د هېواد خلکو ته هېلې ورکړې.
همدرد ډېروي، ولسمشر بايد دغه لړۍ دوامداره وساتي او ټول هغه خلک دې عدليې او قضايي ارګانونو ته ور وپېژني چې په فساد کې ښکېل دي.
همدرد وويل: ((ولسمشر دا پر ځای ګام اخيستی، خلکو ته هېلې پيدا سوې، ځکه هېواد کې پراخ فساد حاکم دی، دا به په اداراتو کې د کار کولو لپاره هم ګټور تمام سي.))
ولسمشر په دې وروستيو کې د د ښار جوړلو وزارت پنځه تنه کار کوونکو دندې د بډو او رشوت اخيستلو په تور وځنډولې، په تورنو کسانو کې د کور جوړولو تصدۍ رئیس احمد نواز بختیار، محمد امین قانع، د اپارتمانونو چارو د انسجام دفتر مسوول، احمدشاه همت د مرکز د ښار جوړولو رئیس ، محمد امین امین د املاکو او اسکانو رئیس، انجینر ګل رحیم زیارمل، د پلان او پالیسۍ رئیس، سید امان سادات، د اپارتمانونو چارو د انسجام دفتر مالي مسؤول په دغه لېست کې شامل دي.