کور / تازه خبرونه / کوڅه ډبي سپي زيات سوي

کوڅه ډبي سپي زيات سوي

د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې شکمن لیونیو سپيو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه داړلي دي .
دغه کسان تېره ورځ ناوخته د سیداباد ولسوالۍ په تنګي دره سیمه کې د شکمن لیونیو سپيو لخوا داړل شوي دي .
د سپیو لخوا په داړل شویو کسانو کې درې مېرمنې او نهه ماشومان شامل دي،چې د ۶ تنو یې روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ وو او د درمنلې په موخه مرکز کابل ته لیږدول شوي دي .
د میدان وردګو د عامې روغتیا رئیس ډاکټر غلام فاروق مخلص وردګ وایي د شکمن لیونیو سپیو لخوا ټول داړل شویو کسانو ته یې په بېړنۍ توګه واکسین ترسره کړی دی .
هغه زیاته کړه،سیمې ته یې د څېړنې په موخه یو پلاوی استولی،ترڅو معلومه کړي،چې یاده پېښه د کوم ډول سپیو لخوا رامنځته شوې .
د یادونې وړده،څه موده وړاندې په نرخ ولسوالۍ کې هم لسګونه کسان د لیونیو سپيو لخوا داړل شوي وو