کور / تازه خبرونه / يونيسف دي له اړوندو رياستونو سره د همکارۍ ګډه کمېټه جوړه کړي

يونيسف دي له اړوندو رياستونو سره د همکارۍ ګډه کمېټه جوړه کړي

له کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي سره په ليدنه کي په افغانستان کي د يونيسف د همږغۍ مسوول شوله اسماعيل، د دې ادارې د جنوب لوېديځ زون مسوول محمدیوسف عبداللهي، د يونيسف د روغتيايي چارو مسوول ډاکټر ايمل او څو نورو کسانو ګډون کړی وو.

د شوله اسماعيل له خوا د کندهار والي ته د جنوب لوېديځ زون لپاره نوی مسوول محمد يوسف عبداللهي معرفي سو او کندهار والي ته يې د خپلو فعاليتونو او پروژو په اړه هر اړخيز مالومات وړاندي کړل. اسماعيل د بېلابېلو پروژو تر څنګ د روغتيايي پروژو په هکله مالومات ورکړل.

د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي ژمنه وکړه چي له يونيسف سره به هر اړخيزه همکاري کوي او ټينګار يې وکړ چي يونيسف اداره بايد له اړوندو رياستونو سره يوه ګډه کمېټه رامنځته کړي، تر څو له دې کمېټې سره په همږغۍ پروژې ډيزاين او پلي کړي.

نوموړي زياته کړه چي يونيسف ته بايد د دې ولايت اړتياوي د اړوندو رياستونو له خوا ورته په ګوته او يونيسف د اړتياوو له مخي روغتيايي پروژې پلي کړي. . عزيزي وويل چي يونيسف دي خپل پلانونه او طرحي له ولايتي پرمختيايي شورا سره وخت پر وخت شريک کړي او د يادي شورا په غونډو کي دي ګډون وکړي.

کندهار والي د مرستندويه ادارو او ولايتي ادارې تر منځ پر همږغۍ ټينګار وکړ او ويې ويل چي په يو شمېر ليرو ولسواليو کي بايد واکسين په ښه ډول تطبيق سي، تر څو تر کليوالو پوري روغتيايي اسانتياوي ورسيږي.