کور / تازه خبرونه / پر محکمه ډله ییز برید د ۴ بریدګرو په وژل کیدو پای ته ورسید

پر محکمه ډله ییز برید د ۴ بریدګرو په وژل کیدو پای ته ورسید

د میدان وردګو ولایت په محکمه د وسله والو مخالفینو له لورې ډله ییز برید د ۴ بریدګرو په وژل کیدو پای ته ورسیدو .
دغه برید نن ( سې شنبه) شاوخوا لس نیمې بجې ترسره شو،چې یو بریدګر لومړی ځانته چاودنه ورکړه او درې نور یې د امنیتي ځواکونو له خوا په ډزو سره ووژل شول .
د یاد پریدګر د چاودنې له امله دوه ملي پولیس هم شهیدان شوي دي .
په دغه پېښه کې ملکي وګړو او د محکمې مسؤلینو او کارکوونکو ته هیڅ ډول زیان نه دی اوښتی .
دمګړې د پېښې په سیمه کې وضعیت په بشپړ توګه تر کنټرول لاندې دی .
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د پېښې په رامنځته کېدو خواشیني ښودلې .
ده د زړه ورو او بیدارو امنیتي ځواکونو د بېړني عکس العمل له امله ستاینه وکړه،چې د لسګونو امنیتي منسوبینو،ملکي وګړو او د محکمې د کارکوونکو د مرګ ژوبلې په مخنیوي کې ستره او مهمه دنده ادا کړه .